Kabul Cambridge Model School - Jalalabad کابل کمبریج خصوصي ښوونځی

Kabul Cambridge Model School - Jalalabad کابل کمبریج خصوصي ښوونځی A Symbol of Quality Education
Based on International Standard System.

یو ځل بیا هم په کابل کمبریج خصوصي ښوونځي کې د میاشتنۍ ازموینو نتایج اعلان شوه.بریالیو زده‌کوونکو ته مبارکي وایو، او ټولو...
22/12/2025

یو ځل بیا هم په کابل کمبریج خصوصي ښوونځي کې د میاشتنۍ ازموینو نتایج اعلان شوه.
بریالیو زده‌کوونکو ته مبارکي وایو، او ټولو ته د لا زیاتو هڅو او بریاوو هیله کوو.

د میاشتنۍ ازموینو نتایج اعلان شوهٔ!بریالیو زده‌کوونکو ته مبارکي وایو، او ټولو ته د لا زیاتو هڅو او بریاوو هیله کوو. The ...
13/11/2025

د میاشتنۍ ازموینو نتایج اعلان شوهٔ!
بریالیو زده‌کوونکو ته مبارکي وایو، او ټولو ته د لا زیاتو هڅو او بریاوو هیله کوو.

The results of the monthly exams have been announced!
Congratulations to all successful students, and best wishes for continued progress and hard work. 🎉📖

28/09/2025

Admissions Open!
Performance Speaks Louder Than Words
Join Us for Satisfied Future.

25/09/2025

د ویاړ او ستاینې شیبې!
د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي لپاره دا د خوښۍ او افتخار ځای دی چې زمونږ دوه بااستعداده، زحمتکشه او مسلکي ښوونکي سید اباسین (ساحل) او فضل ربی (صافی) د خپل ظرفیت، هڅې او علمي وړتیا له امله د ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام ته بریالي شوي دي.
د دوی دا ستره علمي لاسته راوړنه نه یوازې د دوی شخصي بریا ده، بلکې زموږ د ښوونځي، زده کوونکو او ټولې علم پالې ټولنې لپاره یو الهام بښونکی ګام دی.
د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي رهبرۍ د دوی د هڅو ستاینه وکړه او د ځانګړي تشویقي پروګرام په ترڅ کې یې دوی ته د قدردانۍ او مننې مراتب وړاندی کړل.
مونږ باور لرو چې دا شان هڅاند او مسلکي ښوونکي کولای شي د راتلونکي نسل روزنه په لوړ کیفیت، مینه او ژمنتیا سره پر مخ یوسي.
دوی ته له زړه نه مبارکي وایو او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته لرو!
په درنښت
د نشراتو څانګه!

23/09/2025

د داخلې خبرتیا!
ټولو قدرمنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵- ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال لپاره د نویو زده کوونکو د جذب نوم‌ لیکنه پيل کړې ده.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی افغانستان په ختیځ زون کې د معیاري زده کړو سمبول،د ملي او نړیوالو تعلیمي معیارونو سره سم، دغوره تدریسي نصاب، مسلکي او مجرب ښوونکو ، مجهز تدریسي موادو او ټولګیو پهٔ لرلو سره د هېواد د ماشومانو لپاره د غوره زده کړو زمینه برابروي.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی د تیوري زده کړو ترڅنګ عملي او دیني زده کړو ته زیاته پاملرنه، د زده کوونکو هڅونه او تشویق او د اپډیټ ټکنالوژۍ د سپورټ، هنر ، دیني او کلتوري پروګرامونو له امله خاصوالی لري
•د انجونو او هلکانو لپاره جلا او معیاري بخشونه چې د انجونو بخش اداره او تدریس د ښځینه مدیره او ښځینه ښوونکو لخوا پر مخ وړل کیږي.
ادرس: ننګرهار، جلال اباد ښار، درېمه ناحیه، غلام محمد څلورلارې.
د نوم لیکنې وخت: هره ورځ د سهار لهٔ ۸:۰۰ څخه تر مازدیګر۴:۰۰ بجو پورې.
اړیکو شمېرې: ۰۷۸۸۸۳۱۰۰۰ - ۰۷۸۷۸۲۲۲۲۷ - ۰۷۸۹۵۵۵۴۵۶
یادونه: په ټولګیو کې د داخلې شمېر محدود دی، نو مهرباني وکړئ پهٔ ټاکلي وخت مراجعه وکړئ.
پهٔ درنښت.

د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د پیل او د نویو زده کوونکو د جذب خبرتیا!سبا ورځ شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال سنبلې میاشتې ل...
05/09/2025

د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د پیل او د نویو زده کوونکو د جذب خبرتیا!
سبا ورځ شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال سنبلې میاشتې لهٔ (۱۵) مې نېټې سره برابره ده، د ګرم سیرو سیمو د امارتي او خصوصي مکاتبو د پیل لمړۍ ورځ ده، هیله مند یو چې د اوړي رخصتي مو پهٔ خیر او عافیت سره سرته رسولې وي.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی یو ځل بیا د خپل پياوړي، ژمن او متعهد اداري ټيم، مجربو ښوونکو، د معیاري تعمیر او تدریسي موادو په درلودلو سره ستاسې د اولادونو چوپړتیا کوي.
لهٔ ګلونو زده کوونکو او د زده کوونکو لهٔ محترمو والدینو هیله لرو تر څو سبا ورځ (شنبه) خپل بچیان د ښوونځي پهٔ منظم یونیفورم او درسي موادو پهٔ درلودلو سره پهٔ ټاکل شوي وخت سهار ۷:۱۵ دقیقو ښوونځي ته راولیږي، همدارنګه هغه زده کوونکي چې د درسي موادو کمبود ولري لهٔ محترمو والدینو يې پهٔ ډېر درنښت هیله کېږي چې د خپلو ماشومانو ټول اړوند درسي مواد او ټاکلی یونیفورم پوره کړي.
د یادونې وړ ده چې د نوي تعلیمي کال لپاره د نرسري ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې داخله جریان لري.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی تاسې ته پهٔ پیاوړې اراده د اسلام او ټولنې د خدمت لپاره ستاسې ماشومان پهٔ حقیقي معنا روزي.
پهٔ درنښت
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی د معیاري زده کړو سمبول!
اړیکو شمېرې: 0789555456 - 0787822227 - 0788831000
ادرس: غلام محمد څلور لارې، درېیمه ناحیه، جلال اباد ښار.
د نشراتو څانګه!

27/08/2025

د داخلې خبرتیا!

ټولو قدرمنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵- ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال لپاره د نویو زده کوونکو د جذب نوم‌ لیکنه پيل کړې ده.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی افغانستان په ختیځ زون کې د معیاري زده کړو سمبول،د ملي او نړیوالو تعلیمي معیارونو سره سم، دغوره تدریسي نصاب، مسلکي او مجرب ښوونکو ، مجهز تدریسي موادو او ټولګیو پهٔ لرلو سره د هېواد د ماشومانو لپاره د غوره زده کړو زمینه برابروي.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی د تیوري زده کړو ترڅنګ عملي او دیني زده کړو ته زیاته پاملرنه، د زده کوونکو هڅونه او تشویق او د اپډیټ ټکنالوژۍ د سپورټ، هنر ، دیني او کلتوري پروګرامونو له امله خاصوالی لري

•د انجونو او هلکانو لپاره جلا او معیاري بخشونه چې د انجونو بخش اداره او تدریس د ښځینه مدیره او ښځینه ښوونکو لخوا پر مخ وړل کیږي.

ادرس: ننګرهار، جلال اباد ښار، درېمه ناحیه، غلام محمد څلورلارې.

د نوم لیکنې وخت: هره ورځ د سهار لهٔ ۸:۰۰ څخه تر مازدیګر۴:۰۰ بجو پورې.
اړیکو شمېرې: ۰۷۸۸۸۳۱۰۰۰ - ۰۷۸۷۸۲۲۲۲۷ - ۰۷۸۹۵۵۵۴۵۶

یادونه: په ټولګیو کې د داخلې شمېر محدود دی، نو مهرباني وکړئ پهٔ ټاکلي وخت مراجعه وکړئ.

پهٔ درنښت.

د داخلې خبرتیا!کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵-۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال لپاره لهٔ اماده ګۍ دورې (نرسري او پرېپ ) ټولګي څخه ت...
23/08/2025

د داخلې خبرتیا!
کابل کمبریج خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵-۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال لپاره لهٔ اماده ګۍ دورې (نرسري او پرېپ ) ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې د داخلې بهیر پيل کړی دی.
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی ویاړي چې په تېر څلور کلن مزل کې د هغو کورنیو غوره انتخاب دی چې غواړي خپل اولادونه پهٔ داسې تعلیمي چاپېریال کې وروزي چې د معیاري او عصري نصاب ، مسلکي او مجرب اداري کارکوونکي او ښوونکو پر بنسټ پر مخ ځي، د زده‌کوونکو د استعدادونو د روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، د علم تر څنګ د اخلاقو، نظم او شخصیت جوړونې ته جدي پاملرنه کوي او همدارنګه د آرامه، پاک او مجهز چاپېریال درلودونکی دی.
زمونږ موخه او هدف د الله ج رضا د زده کوونکو سالمه روزنه، ذهنیت سازي ،جرأت لوړونه او د تعلیم پر بناء زده کوونکو ته د علم اصلي هدف او د علم رول په روزمره ژوند او د عملې بڼه یې ښودل دي
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی د معیاري زده کړو سمبول!
د نوم لیکنې وخت: د سهار لهٔ ۸ بجو څخه تر مازدیګر ۴ بجو
📝نوټ: د یادونې وړ ده چې د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي ټول زده کوونکي دی سر لهٔ نن شنبې ورځ چی د ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال د سنبلې میاشتې لهٔ اولې نېټې سره برابره ده ښوونځي ته حاضر شي تر څو خپل تدریسي لوازم ، یونیفورم او اړوند ضروري توکي له ښوونځي څخه تر لاسه کړي.

ادرس: ننګرهار، جلال اباد ښار، درېمه ناحیه، غلام محمد څلور لارې
اړیکو شمېرې: 0788831000
0789555456ـ 0787822227

د کار موندنې خبرتیا!کابل کمبریج خصوصي ښوونځی په لاندی برخو کې وړ او مسلکي نارینه او ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري: ۱ – عربی ...
28/07/2025

د کار موندنې خبرتیا!
کابل کمبریج خصوصي ښوونځی په لاندی برخو کې وړ او مسلکي نارینه او ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري:
۱ – عربی او اسلامیات – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۲ – اکسفورډ (Science, Mathematics) – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۳ – انګلیسی او کمپيوټر – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۴ – معارف ریاضی او فزیک – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۵ – معارف کیمیا او بیولوژی – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۶ – پښتو او دری – ۱ بست (نارینه ښوونکی)
۷ – آماه ده ګۍ او اصول صنفي لپاره (5) تنه ښځينه ښوونکی.
۸ - اکسفورډ (Science, Mathematics) – ۱ بست (ښځینه ښوونکی)
۹ – انګلیسی او کمپيوټر – ۱ بست (ښځينه ښوونکی)
۱۰ - یو تن مسلکي سرښوونکی - (نارینه)
شرایط:
۱ – د لیسانس تر کچې یی زده کړی کړی وي.
۲ – د تدریس په برخه کې په اړونده رشته کې تر دوه کالو تجربه ولري.
۳ – د دندی پابند وي او د مسؤلیت احساس ولري.
ټول وړ او مسلکي اشخاص کولای شي خپل تعلیمي اسناد، کاري تجربې سند او قرارداد پاڼه ، CV، او تذکره کاپې د ۱۴۰۴ هـ ش کال اسد میاشتی تر (15) مې نېټی پوری کابل کمبریج خصوصي ښوونځي ادارې ته وسپاري او یا هم په لاندې برېښنا لیک او وټس اپ شمېره راولیږي.
ادرس: غلام محمد څلور لاری، درېیمه ناحیه، جلال اباد ښار.
برېښنا لیک : [email protected]
د اړېکو شماره: +93 787822227

د مننې په پار!د خراسان پوهنتون او آسانه زده کړې ادارې له خوا د هېواد خصوصي ښوونځیو لپاره زده کړه ییز او مدیریتي یعنې (LM...
16/07/2025

د مننې په پار!
د خراسان پوهنتون او آسانه زده کړې ادارې له خوا د هېواد خصوصي ښوونځیو لپاره زده کړه ییز او مدیریتي یعنې (LMS) او (MIS) سیستمونو پرانسته وشوه. چې را روان ۱۴۰۵-۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال پیل کې به د اسانه زده کړې تقویتي نصاب تطبیق کوونکو خصوصي ښوونځیو ته یاد سیستم په وړیا ډول په واک کې ورکړل شي او اړوند سیستم به د خصوصي ښوونځیو مدیریتي او مالي کارکوونکو ته واضح شي

د خراسان پوهنتون او آسانه زده کړې تقویتي نصاب مؤسس او رئیس ښاغلي دوکتور احمد طارق کمال یاد سیستمونه په اوسني عصر کې یو له مهمو تعلیمي اړتیاوو د کارونو د چټک ترسره کولو، د وخت د ضایع مخنیوي، د والدینو سره د دوامداره هماهنګی او د زده کوونکو او ادارې د چارو د اسانتیا لپاره یو له مهمو اړتیاوو څخه وګاڼه.
د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي رهبري د خراسان پوهنتون او آسانه زده کړې تقویني نصاب ادارې لخوا د دغه نوښت او پیرزوینې مننه کوي چې همیشه یې د نوښتونو او ستونزو په اړه فکر کړی. یاد ګام به د خصوصي ښوونځیو ډېره برخه منظمه او زده کړه ییز بهیر به لا چټک او آسانه کړي
همدا راز د ختیځ زون د آسانه زده کړې تقویتي نصاب د همغږۍ عمومي مسوول محمد سلیم ناصري څخه د ورته برنامو د همغږۍ او د کتابونو د وېش د چټک بهیر له امله مننه کوي .

په پاې کې د یادونې وړ ده چې نه تنها خراسان پوهنتون د یاد نوښت پېرزوینه په خصوصي مکاتبو کړې بلکې د معارف په ډګر کې یې همیشه د ښوونځیو او هیوادوالو ملاتړ کړی او د پوهنتون ټول تدریسي مواد او ماحول یې د ښوونځیو زده کوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره په خدمت کې کړي دي.

درنو او قدرمنو میندو او پلرونو!دا ستاسو د ګل‌غوټيو د راتلونکي د غوړېدو فصل دی!د (کابل کمبریج خصوصي ښوونځی) د ښوونې او رو...
16/06/2025

درنو او قدرمنو میندو او پلرونو!

دا ستاسو د ګل‌غوټيو د راتلونکي د غوړېدو فصل دی!
د (کابل کمبریج خصوصي ښوونځی) د ښوونې او روزنې پهٔ دې سپېڅلي لاره کې ستاسو له پیاوړې همکارۍ مننه کوي.

اوس چې د اوړي رخصتۍ را رسېدلې دي، زموږ د ښوونځي ادارې د کورنۍ دندو يو منظم تقسیم اوقات چمتو کړی، تر څو ستاسې بچيانو ته د زده‌کړې دا روان سفر تر رخصتۍ هم نه درېدونکی کړي. دا کورنۍ دندې بهٔ د ماشومانو ذهني غښتلتیا وساتي او هغوی به له درسي ماحول سره پهٔ اړیکه کې پاتې شي.

لهٔ تاسو هیله کوو چې د خپلو اولادونو د ټولګیو اړوند کتابونه او د کورنۍ دندو تقسیم اوقات د سهار لهٔ ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو لهٔ ښوونځي څخه ترلاسه کړئ او د تقسيم اوقات لهٔ مخې، لهٔ خپلو اولادونو سره د زده‌کړې پهٔ دې سفر کې اوږه پر اوږه همکار اوسئ.

یادونه:
د ښوونځي لهٔ بېرته پیلېدو سره سم بهٔ د کورنۍ دندو ارزونه او ازموینه تر سره شي. هغه زيارايستونکي زده کوونکو چې دغه دندې پهٔ پوره اخلاص سره تر سره کړې وي، د ښوونځي ادارې لخوا بهٔ وستایل شي، او د هڅونې ویاړ بهٔ تر لاسه کړي.

ستاسو د بچيانو د روښانه سبا، تلپاتې بریا او نوښتونو پهٔ هیله!
د نشراتو څانګه!

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِد کابل کمبریج خصوصي ښوونځي رهبرۍ غړي ټولو درنو اداري او تدریسي کارکوونکو، زده‌کوونکو،...
07/06/2025

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي رهبرۍ غړي ټولو درنو اداري او تدریسي کارکوونکو، زده‌کوونکو، د هغوی قدرمنو والدینو، او ګرانو هېوادوالو ته د لوی اختر د مبارکۍ نېکې هیلې وړاندې کوي.

لوی اختر د قربانۍ، رحمت، او یووالي اختر دی. دا مبارکه ورځ راښیي چې څنګه باید لهٔ یو بل سره پهٔ مینه او محبت خوښۍ ولمانځو، یو بل وبخښو او د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړو.

هیله لرو چې دا اختر تاسو ټولو ته د خوښۍ، سولې، روغتیا، او برکت زېری راوړي. الله ج دې وکړي چې زموږ ټولې هڅې، عبادتونه، او دعاګانې قبولې شي.

لوی اختر مو مبارک شه!

پهٔ درنښت،
د نشراتو څانګه

Address

Jalalabad

Telephone

+93787822227

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul Cambridge Model School - Jalalabad کابل کمبریج خصوصي ښوونځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Kabul Cambridge Model School - Jalalabad کابل کمبریج خصوصي ښوونځی:

Shortcuts

Share

Category