د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت, Academic camp, Jalalabad.

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دویم ملي نندارتون.د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره
17/11/2024

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دویم ملي نندارتون.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

د کارموندنې خبرتیا!د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د کار اهل کار ته د سپارلو او سالمې ادارې د رامنځته کولو په مو...
16/11/2024

د کارموندنې خبرتیا!
د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د کار اهل کار ته د سپارلو او سالمې ادارې د رامنځته کولو په موخه خپل د استادۍ(۶) پنځمه او شپږمه رتبه بستونه اعلان ته سپاري، هغه داوطلبان چې په شرایطو برابر وي کولای شي د نوملیکنې په موخه خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۳/۸/۲۶ څخه تر ۱۴۰۳/۹/۶ نیټې پورې د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د بشري سرچینو عمومي مدیریت او د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست څخه ترلاسه کړي.

د تخنکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون په لاره اچوي #عقرب27د تخنیکي او...
06/11/2024

د تخنکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون په لاره اچوي
#عقرب27
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د علمي بورډ ناسته ترسره شوه.دوشنبه د عقرب ۱۴.د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آ...
04/11/2024

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د علمي بورډ ناسته ترسره شوه.
دوشنبه د عقرب ۱۴.
د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي په مشرۍ د علمي بورډ ناسته ترسره شوه، نوموړي په پیل کې د دغه بورډ په ارزښت او څرنګوالي بحث وکړ او د ټولو غړو پر ګډون یې خوښي وښوده،
د څارنې او ارزونې سرپرست مدیر ذبیح الله فهیم او د علمي بورډ غړو د بورډ په جوړښت، مسولیتونو او په راتلونکي ملي نندارتون کې د ګډون په موخه په پوره اماده ګۍ هر اړخیز بحث وکړ .
همدارنګه ټولو تعلیمي ادارو د کار لاندې پروژو پر وخت د تکمیل، کره کتنې او همدارنګه په اړونده برخو کې د نورو ادارو د همکارۍ په اړه بحث وشو.
چې د ناستې په پای کې د راتلونکو ناستو د وخت تعین او ځینې موضوعاتو پریکړې وشوې.

د ننګرهار ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې استاد محمود شيرزاد زده کوونکو ته د عملي زده کړو پر مهال. د تخنيکي او مسلکې زده کړو ز...
13/10/2024

د ننګرهار ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې استاد محمود شيرزاد زده کوونکو ته د عملي زده کړو پر مهال.
د تخنيکي او مسلکې زده کړو زیاته برخه عملي زده کړي دي، چې په راتلونکې کې د کار په بازار کې خپل مسلک اړوند کار وکړي، همدارنګه حلاله نفقه وګټي، تر څو د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار جوړ نه شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.نیټه ۱۴۰۳/۷/۱۷ ـ۱۴۴۶/۴/۵ ـد تخنیکي او مسلکي زده کړو ...
09/10/2024

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
نیټه
۱۴۰۳/۷/۱۷ ـ
۱۴۴۶/۴/۵ ـ
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یو پلاوې په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، د سفر پر مهال یې د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمدطاهر جلالي په ملتیا د ننګرهار میخانیکي، کرنې او وترنرۍ، ادارې او حسابدارۍ انستیتونو او تعلیمات خاص مسلکي لیسې څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو او محصلینو د ټولګیو څخه د لیدنې پر مهال یې د هغوی ستونزې واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې ټولو ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي وکړي.
او د ښو فعالیتونو او همغږی له امله یې د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوی محمد طاهر جلالي، د څارنې او ارزونې عمومي مدیر داکتر محمود عرب، د میخانیکي انستیتوت آمر او تدریسي مدیر ته ستاینلیکونه ورکړل.
د میخانیکي انستیتوت د نیمګړو پروژو څخه یې هم لیدنه وکړه او وعده یې وکړه چې ټولو نیمګړو پروژو د تکمیل په موخه به ورته لازم امکانات برابر او په واک کې به یې ورکړي.

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انستیتوت څخه لیدنه ترسره کړه.نیټه : ۱۴۴۶/۳/۲۶ ـ۱۴۰۳/۷/۸ ـ...
29/09/2024

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انستیتوت څخه لیدنه ترسره کړه.
نیټه :
۱۴۴۶/۳/۲۶ ـ
۱۴۰۳/۷/۸ ـ
د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انستیتوت څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د څارنې او ارزونې عمومي مدیرداکتر محمود عرب یې ملتیا کوله، نوموړي د یاد انستیتوت د ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د محصلینو ستونزې یې واوریدلي او ژمنه یې وکړه چې په نیږدې ورځو کې به ورته د عملي زده کړو وسایل خریداري او په واک کې به یې ورکړي، چې ورسره به د محصلینو او زده کوونکو د علمي سویي کې بهتر والی رامنځته شي، نوموړي همداراز د یاد انستیتوت د استادانو سره جلا مجلس ترسره کړ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په برخه کې یې د هغوی ستونزي او پیشنهادونه واوریدل او ژمنه یې وکړه چې د استادانو او زده کوونکو د علمي ظرفیت د لوړولو په برخه کې به په ټول توان کار وکړي او غوښتنه یې وکړه چې د هر ډول ستونزې او وړاندیز په موخه یې دروازې د استادانو او محصلینو پر مخ خلاصي دي او په ډاډه زړه کولای شي چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه مخامخ شریک کړي .

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پیغام!
28/09/2024

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پیغام!

نن ورځ دوشنبه ۲ د میزان ۱۴۰۳.
23/09/2024

نن ورځ دوشنبه ۲ د میزان ۱۴۰۳.

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د ننګرهار پوهنې له رئیس سره لیدنه وکړه.نیټه۱۴۴۶/۳/۷ ـ۱۴۰۳/۶/۲۰ ـ د ننګرهار تخنیکي ...
10/09/2024

د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د ننګرهار پوهنې له رئیس سره لیدنه وکړه.
نیټه
۱۴۴۶/۳/۷ ـ
۱۴۰۳/۶/۲۰ ـ
د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي د ننګرهار پوهني رئیس مولوي عزیزالله مصطفی سره ولیدل.
نوموړي د هېواد د ځوانانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د پوهني ریاست همکاري مهمه وبلله او ځینې ستونزې یې ورسره د حل په موخه شریکې کړې.
د پوهنې رئیس د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category