16/03/2026
د ( Irrigation ) د برخې عملي مثال:
سوال : د یو مستطلي مقطع لرونکې کانال ابعاد همدا ډول د جریان مقدار مالوم کړئ په هغه صورت کې چې د مقطعې مساحت یې مساوي وي په 32m^2 سره د کانال د تل میلان یې مساوي وي په ( 0.001) او د شیزي ضریب یې مساوي په ( 52.5) سره
حل:
لومړی راکړل شوي مالومات یو طرف ته ځان ته ولیکئ همدا ډول هغه څه چې په سوال کې غوښتل شوي یعنې نا مالوم وي د بېلګې په ډول
A = 32 m^2
C = 52.5
S = ( 1 / 1000)
Q =?
b =?
h =?
A = b x h
د مستطلي کانال ترټولو ګټوره مقطع هغه ده چې د کانال عرض یې د ارتفاع د دوه برابره سره مساوي وي یعنې. (b = 2h )سره وي
اوس راځو په پورتني فارمول کې د b پر ځای 2h وضع کوو
A = 2h x h = 2h^2
د A پر ځای خپل قیمت وضع کړئ
32m^2 = 2h^2
نو په نتیجه کې د (h = 4m)سره شو
دلته د b = 2h معادله کې د h قیمت چې وضع کړئ نو (b = 8m) سره
د هایدرولیکي شعاع د پیدا کولو لپاره اړتیا ده چې لومړی د کانال لوند محیط پیدا کړو
P = b + 2h
P = 8 + 2 x 4
P = 16m
اوس کول شو چې د کانال لپاره هایدرولیکي شعاع پیدا کړو
R = A / P
R = 32 / 16
R = 2m
د سرعت د پیدا کولو لپاره په لاندې ډول د شیزي معادله لیکو او کوم قیمتونه مو چې پیدا کړي دلته یې وضع کوو
V = C x R^1/2 x S^1/2
V = 52.5 x 2^1/2 x (0.001)^1/2
V = 2.35 m/s
اوس راځو د کانال د جریان مقدار پیدا کوو
Q = V x A
Q =2.35 x 32
Q = 75.2 m^3/sec
هغه څه چې په سوال کې نا مالوم وو ټول پیدا شول
Q = 75.2 m^3
b = 8 m
h = 4 m
هیله ده معلومات مو خوښ شوی وی .