غازي امان الله خان د طبي علومو انستيتيوت

غازي امان الله خان د طبي علومو انستيتيوت دا د طبى علومو انستيتيوت دى يعنى(دنيمه لوړو زدکړو پوهنتون) چى په دى انستيتيوت کى عالى نرسنګ عالى قابلګى دغاښونو پروتيز،فارميسى تدريس کيږى

17/12/2025
بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.نښانې: تشناب ته ...
29/02/2024

بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
په مناسبه اندازه پياده تګ يا ورزش وکړئ.
د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.

په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په مختلفو نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.

طبي څيړنو ښودلي که د يو ماشوم لاس موټي وي مطلب دا چي دا ماشوم د خپل د مور په شيدو نه مړېږي او دا ماشوم په ګيډه وږی دی او...
13/02/2024

طبي څيړنو ښودلي که د يو ماشوم لاس موټي وي مطلب دا چي دا ماشوم د خپل د مور په شيدو نه مړېږي او دا ماشوم په ګيډه وږی دی او که د ماشوم لاس خلاص وي مطلب دا چي دا ماشوم په ګيډه موړ دی.

Address

جلال اباد ښار
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when غازي امان الله خان د طبي علومو انستيتيوت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to غازي امان الله خان د طبي علومو انستيتيوت:

Shortcuts

Share

Category