17/02/2026
چهارنيمه ازمويني نتايج غونډه تر سره شوه
نن ورځ سه شنبه د ژمن نړيوال ښوونځي په انګړ کې د ۱۴۰۴ تعليمي کال د څلور نيم مياشتنۍ نتايجو غونډه په ډېره شانداره فضا کې تر سره شوه. غونډه چې د زده کوونکو ښوونکو او والدينو په پراخ ګډون جوړه شوې وه، د علم او پوهنې د ارزښت د بيانولو او د برياليو زده کوونکو د هڅونې په موخه تنظيم شوې وه.
غونډه د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې روحاني فضا يې رامنځته کړه. د ميلمنو د ښه راغلاست وينا لپاره د ژمن نړيوال ښوونځي مدير، مجاهد همکار راوغوښتل شو. نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د تعليمي بهير، لاسته راوړنو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د والدينو له همکارۍ څخه يې مننه وکړه.
وروسته د وينا لپاره د ژمن نړيوال ښوونځي موسس، پوهنيار استاد احسان الله همکار، راوغوښتل شو. نوموړي د تعليم پر ارزښت، د علمي هڅو پر دوام او د ځوان نسل پر مسؤليت خبرې وکړې. هغه زده کوونکي وهڅول چې د علم د ترلاسه کولو لپاره نوري هڅې هم وکړي، ځکه تعليم د فردي او ټولنيز پرمختګ اساسي بنسټ بلل کېږي. استاد همکار د ښوونکو رول او هڅې وستايلي او څرګنده يې کړه چې د استادانو ژمنتيا او مسلکي هڅې د ښوونځي د بريا مهمه برخه ده.
د والدينو په استازيتوب محترم آمر صاحب نقيب باچا هم خپله وينا وړاندې کړه او د ښوونځي له ادارې او استادانو څخه يې د زحمتونو قدرداني وکړه. نوموړي د ښوونځي او کورنۍ ترمنځ همغږي د زده کوونکو د بريا لپاره مهمه وبلله.
د غونډي په دوام کې يو شمېر زده کوونکو خپلې ليکل شوې مقالي ګډونوالو ته واورولې چې پکې د تعليم ارزښت اخلاقي روزنه او د راتلونکي لپاره هيلې بيان شوې وې.
د مقالو له پای ته رسېدو وروسته هغه زده کوونکي چې په خپلو ټولګيو کې يې لومړی، دوهم او درېيم مقامونه تر لاسه کړي وو، د انعامونو
په ورکړې سره تقدير او تشويق شول. همدارنګه د ښوونځي ټولو استادانو ته د هغوی د ژمنتيا، مسلکي هڅو او د تعليمي بهير په ښه ترسره کولو کې په ستاينليکونو ونازول شول
په پای کې غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده، او ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې راتلونکی تعليمي کال به لا زياتې علمي لاسته راوړنې ولري.
نشراتو څانګه