کهکشان ادب خصوصي عالي لیسه - Kahkashan Adab Private High School

کهکشان ادب خصوصي عالي لیسه - Kahkashan Adab Private High School له هر څه اول انسانیت

11/08/2025
14/05/2025

📢 د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي محترمو والدینو ته مهمه خبرتیا!

السلام علیکم و رحمة‌ الله و برکاته

محترمو والدینو!

په درنښت سره مو خبروو چې د روان تعلیمي کال کلنۍ ازموینې د لاندې مهالویش مطابق پیلیږي:

📘 ازموینې مهال‌ویش:
🔸 د اول څخه تر دریم ټولګي زده‌کوونکو ازموینې: سبا پنجشنبه، ۲۵ د ثور
🔸 د څلورم څخه تر نهم ټولګي زده‌کوونکو ازموینې: راتلونکې پنجشنبه، ۱ د جوزا
🔸 د نرسري او پریپ ټولګیو ازموینې: بله اونۍ چهارشنبه، ۷ د جوزا

📌 هیله ده خپلو بچیانو ته مو لازمه توجه وکړئ، د درسونو تکرار ته یې وهڅوئ، ترڅو ازموینې په بریالیتوب سره ترسره کړي.

💳 همدارنګه محترمو والدینو ته یادونه کوو چې د ازموینو پروسې د ښه تنظیم لپاره، هیله ده د خپلو بچیانو فیسونه او پاتې بقایجات تر ټاکلي وخت مخکې تصفیه کړئ.

ستاسو همکاري د ښوونیز پرمختګ او اداري نظم لپاره ارزښتناکه ده.

په درنښت،
کهکشان ادب خصوصي ښوونځي مدیریت

د کار موندنې خبرتياد کهکشان ادب خصوصي ښوونځی په لاندې برخو کې د راتلونکي تعليمي کال لپاره ښوونکو او اداري کارکوونکي ته ا...
08/08/2024

د کار موندنې خبرتيا
د کهکشان ادب خصوصي ښوونځی په لاندې برخو کې د راتلونکي تعليمي کال لپاره ښوونکو او اداري کارکوونکي ته اړتيا لري:
۱- علوم ديني او قرانکريم: یو بست نارينه
۲- عالي رياضيات او فزیک: یو بست نارينه
۳- اکسفورډ: يو بست نارينه
۴- پښتو او دری: يو بست نارينه
۵- کنټرولره: يوبست ښځينه
۶- اصول صنفي: ۴ بستونه ښځينه (انګليسي ژبې د تدريس وړتيا سره)
هغه محترم ښوونکي چې په پورته رشتو کې د کافي تجربې ترڅنګ ماستر، لېسانس او یا هم څوارلسم پاس وي کولای شي چې د روان کال اسد مياشتي تر (۱۵) نيټې پورې د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي ادارې ته په لاندې ادرس خپله CV راوليږي:
ادرس: جلال آباد، ۵ناحیه، شرق راديو تلویزيون ته مخامخ
[email protected]
+93787865681

#کهکشان د يوه نوي اُفق سپړنه

کهکشان ادب خصوصي ښوونځی کهکشان د ستورو کور!د ۱۴۰۳- ۱۴۰۴ هـ ش تعليمي کال لپاره نومليکنه د (%30) تخفيف سره جريان لري؛کهکشا...
08/08/2024

کهکشان ادب خصوصي ښوونځی
کهکشان د ستورو کور!
د ۱۴۰۳- ۱۴۰۴ هـ ش تعليمي کال لپاره نومليکنه د (%30) تخفيف سره جريان لري؛
کهکشان ادب خصوصي ښوونځی د سیمي او هیواد په کچه په لوړ معيار او غوره کيفيت سره تعليمي خدمات وړاندې کوي.

ځانګړتياوې:-⬇️
۱- غوره او منظم مديريت
۲- مسلکي او مجرب تدريسي پرسونل
۳- مجهز لابراتوار
۴- مجهز کتابتون
۵- مجهز کمپيوټر لب
۶- د معارف او اکسفورډ معياري تعليمي نصاب
۷- د عملي زده کړو مختلفې برنامې

له وړکتون څخه تر نهم ټولګي پورې نومليکنه جريان لري.
هر سهار 07:00 بجو څخه تر ماښام 06:00 بجو پورې
ادرس: جلال آباد ښار، پنځمه ناحيه، شرق راډيو تلويزيون ته مخامخ، اتفاق کوڅې ترڅنګ.
اړیکو شمېرې: 0700636768/ 0787865681

د قرانکريم ختم ترسره شو!! د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي اداري کارکوونکو، استادانو او زده کوونکو لخوا د قرانکريم بشپړ ختم ترس...
04/12/2023

د قرانکريم ختم ترسره شو!!
د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي اداري کارکوونکو، استادانو او زده کوونکو لخوا د قرانکريم بشپړ ختم ترسره شو چې د ختم موخه د الله تعالی د رضا حصول او د الله تعالی څخه د دعا غوښتنه وه.
د ختم په پای کې د قاري صاحب سباؤن لخوا ختمانه ولوستل شوه او د استاد مصباح الله مصلح لخوا جامع دعا وشوه.

د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالۍ!!نن د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي په انګړ کې د زده کوونکو ترمنځ د ساينس په مضمون کې علمي سيالۍ...
08/11/2023

د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالۍ!!
نن د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي په انګړ کې د زده کوونکو ترمنځ د ساينس په مضمون کې علمي سيالۍ وړاندې شوه، نوموړي سيالۍ د ساينس په مضمون کې د استاد کريم الله صمديار په لارښوونه جوړه شوې وه چې په کې د دريو ټولګيو زده کوونکو ګډون درلود، نوموړي سيالۍ دوه برخې درلودې:
لومړی برخه: نظري برخه د لسو نمرو له قراره.
دوهمه برخه: عملي برخه د لسو نمرو له قراره.
سيالۍ مجموعه شل نمرې درلودې چې د ژوري هئيت د پرېکړې له مخې د شپږم ټولګي زده کوونکو وکولای شو چې لومړی مقام ترلاسه کړي.

 !!وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلًا مفهوم: قرانکريم په ډېر دقت او صحيح شکل ولولئ.
01/11/2023

!!
وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلًا
مفهوم: قرانکريم په ډېر دقت او صحيح شکل ولولئ.

د عملي زده کړو جريان!!موضوع: د نباتاتو جوړښت
31/10/2023

د عملي زده کړو جريان!!
موضوع: د نباتاتو جوړښت

Address

Kabul Station Road
Jalalabad
26001

Opening Hours

Monday 07:00 - 18:00
Tuesday 07:00 - 18:00
Wednesday 07:00 - 18:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 18:00
Sunday 07:00 - 18:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کهکشان ادب خصوصي عالي لیسه - Kahkashan Adab Private High School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to کهکشان ادب خصوصي عالي لیسه - Kahkashan Adab Private High School:

Shortcuts

Share

Category