06/12/2025
د پايلو اعلان غونډه
د پنجشنبې ورځ چې د قوس مياشتې (۱۳) نيټې سره سمون لري، د براق خصوصي ښوونځي د عقرب میاشتې دنتايجو اعلان غونډه په شانداره مراسمو ولمانځل شوه،
ياده غونډه د ښوونځي د يو تن زده کوونکي قاري صاحب سليمان لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آیتونو پيل شوه، چې ورپسې د براق خصوصي ښوونځي مؤسس او مدير ډاکټر صاحب امطر (امرخيل) هم خپلې زرينې ويناوي واورولي او له زده کوونکو يې هيله وکړه چې د تعليم په حاصلولو کې پوره هڅه او زيار وباسي او هغه زده کوونکي يې تشويق او په معنوي ډاليو ونازول چې په خپلو ټولګيو کې يې لومړۍ،دوهمه او دريمه درجه حاصله کړي وه.
همدارنګه ځينې زده کوونکو هم په ياده غونډه کې بيلا بيل علمې او ادبي موضوعات د غونډي ګډونوالو ته وارول، چې ياده غونډه د قاري صاحب سعيد احمد (سعيدي) لخوا په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.
په درنښت!
د براق خصوصي ښوونځي د نشراتو کمېټه.