12/02/2022
قلم مو ورکړ پسې ومو کړه دعا د بري
ډېوې د پوهې بلوئ همدا ده لار د بري
تيره ورځ مو د نورزی مومند خصوصي ښوونځي د دوهمې څانګې په انګړ کې د څلورنيم میاشتنیو ازموينو د نتايجو د اعلان لمانځ غونډه وکړه،په غونډه کې د نورزی مومند خصوصي ښوونځي اداري او تدريسي پرسونل ترڅنګ زده کونکو او والدينو ګډون کړی وو ،غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو اياتونو پيل ،دملي سرود په ګډون د زده کوونکو خوږې ترانې،شعرونه شامل وه،پرانيسې وينا د نورزی مومند خصوصي ښوونځي مدير سميع الله سيرت له لورې ترسره شوه هغه په خپلو څرګندونو کې د خپلو کړو فعاليتونو او په راتلونکي مد نظر نوښتونو او فعاليتونو خپلې لنډې څرګندونې شريکې کړې، ورپسې ځوان ليکوال سیف الرحمن خوږياڼی د ماشومانو د تربيې او روزنې په باره کې هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل ، همدارنګه د څلورمې ناحيي د ګذز وکيلانو مشر ملک امرالله د ښوونځي د فعاليتونو تر څنګ والدين خپلو مسوليتونو ته متوجه کړل . د والدينو په نمايندګۍ انجينر حليل الله صافي خبرې وکړې ، او زده کوونکې يې خپلو مسوليتونو ته متوجه کړل، ورپسې د مدرسې د ښوونکو په نمايندګي قاري جهانزيب شهزاد د اسلام له نظره د زده کړې اهميت بيان کړو ، په آخر هغه زده کونکي چې په څلورنيم مياشتنۍ ازموينه کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه تقدير او په مډالونو مو ونازول،
د يادونې وړ ده چې په غونډه کې د نورزی مومند خصوصي ښوونځي موسس حاجي فرهاد نيازی ، ډاکتر صاحب فواد نيازی . ميخانيک انستیتوت استاد ليکوال او ژورناليست انجينر هدايت الله هاند، استاد مطيع الله عادل ، د مسلم نړیوال ښوونځي مدير امید بهار ، استاد لياقت زهير . تکړه شاعر هلال احمد احمدي او نورو ګڼ شمېر ميلمنو ګډون کړی وو
ټولو ممتازو زده کوونکو ، او د دوې کورنۍ ته دې مبارک وي .
درنښت
درک: څلورمه ناحیه مجبور اباد بازار
د جامع جومات ترڅنګ
اړيکه : 0780939296