26/06/2022
داستقلال عالي لېسي د "1400" او "1401" ښوونیز کال د دولسم ټولګیوو د فارغېنو په کچه د عمومې اول نمره لنډه پیژندنه!
ښاغلی عطاءالرحمن "شمس" د شمس الرحمن "ریس خیل" ځوی او د سیف الرحمن لمسی د دولسم "ب" ټولګې زده کوونکی چې د ښو اخلاقو ترڅنګ با استعداده او فعال زده کوونکی دی.
نوموړي د پوره لیاقت، استعداد او د زیار او کوښښ پر مټ د "1561" نمرو په لاسته راوړلو سره د دولسم ټولګیو د فارغېنو په کچه عمومې اول نمره وپیژندل شو!
ښاغلې "شمس" د زده کړو ترڅنګ د ښوونځې په ښکلا، ښېرازی، سمسورتیا او له ادري سره د ښوونځې په چارو کې په پراخه توګه ونډه اخستې.
د استقلال عالي لېسي اداره ده ته د مبارکۍ ترڅنګ د نوموړې د استعداد او هڅو چې په ښوونځې کې یې ترسره کړي ستاینه او قدردانی کوي.
او په راتلونکې کې ورته د څښتن لا یزال دسپیڅلې دربارڅخه د لا بریالیتوبونو غوښتونکې ده.
په درنښت!
استقلال عالي لېسي فرهنګې ټولنه .