Amini Afghan Model School and college

Amini Afghan Model School and college Educational Academic

As you know better Afghan international model school have many facilities such as Transport, Equipment Computer laboratory, entertainment areas, cool environment.

د ۱۴۰۵–۱۴۰۶ ښوونیز کال لپاره نوم‌لیکنه په وړیا  جریان لري. ځانګړتیاوې:مسلکي او تجربه‌لرونکي ښوونکيمجهز لابراتوارمجهز کمپ...
13/07/2026

د ۱۴۰۵–۱۴۰۶ ښوونیز کال لپاره نوم‌لیکنه په وړیا جریان لري.
ځانګړتیاوې:
مسلکي او تجربه‌لرونکي ښوونکي
مجهز لابراتوار
مجهز کمپیوټر

خوندي، ارام او معیاري ښوونیز چاپېریال
د هلکانو او نجونو لپاره جلا تعمير
له نرسری تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي جذبوي
پته: جلال‌آباد ښار، دوهمه ناحیه انګور باغ عمومي سړک رحیم غمزده کوڅه
د اړیکو شمېره: 0777999880/0788999880/0780903434
امینی افغان خصوصي لېسه د ټولو افغانانو خپله لېسه

امینی افغان خصوصي لېسه د راروان نوی تعلیمي کال لپاره د نرسری ټولګی څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي منی اکسفورډ سیسټم ...
21/06/2026

امینی افغان خصوصي لېسه
د راروان نوی تعلیمي کال لپاره د نرسری ټولګی څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي منی
اکسفورډ سیسټم او معارف نصاب
د اناثو زده کوونکو لپاره جلا ماحول او جلا اداره
ادرس.انګورباغ عمومي سړک رحیم غمزده کوڅه

14/06/2026

سلامونه او نېکې هیلې!
موږ هره ورځ د زده‌کړو د بهیر د لا ښه والي لپاره په پوره هڅو او ژمنتیا کار کوو، څو خپلو زده‌کوونکو ته یو اسانه، معیاري، اغېزمن او منظم تعلیمي سیستم برابر کړو.
د اوږدو هڅو، پرله‌پسې کار او نه ستړې کېدونکو کوښښونو په پایله کې، د ښوونځي تعلیمي سیستم تر دې پړاو پورې ورسېد. کله چې زه خپله د ښوونځي زده‌کوونکی وم، تل مې هیله لرله چې کاش داسې یو پرمختللی او منظم سیستم راسره موجود وای؛ خو نن تاسو هغه بختور نسل یاست چې د دې عصري او هر اړخیز سیستم له اسانتیاوو څخه ګټه اخلی.
په دې سیستم کې د زده‌کوونکي ټول تعلیمي سفر، له روزنتون (Kindergarten) څخه نیولې د کانکور تر چمتووالي پورې، په یو منظم او متحد چوکاټ کې تنظیم شوی دی. موخه مو دا ده چې زده‌کوونکي د زده‌کړو په هر پړاو کې له غوره لارښوونې، دقیق تعقیب او معیاري خدمتونو څخه برخمن شي.
امیني افغان خصوصي ښوونځی د معیاري زده‌کړو، روښانه راتلونکي او دوامدار پرمختګ پر لور.

د امیني افغان خصوصي ښوونځي د کلنۍ ازموینې دوهمه ورځ۱۴۰۵/۳/۱۲ هـ.ش 02 June 2026نن د امیني افغان خصوصي ښوونځي د زده‌کوونکو...
01/06/2026

د امیني افغان خصوصي ښوونځي د کلنۍ ازموینې دوهمه ورځ
۱۴۰۵/۳/۱۲ هـ.ش
02 June 2026
نن د امیني افغان خصوصي ښوونځي د زده‌کوونکو د کلنۍ ازموینو دوهمه ورځ په بشپړ نظم، ارام چاپېریال او غوره تعلیمي فضا کې ترسره شوه. زده‌کوونکو د خپلې پوهې، استعداد او کلنیو زده‌کړو د ارزونې لپاره په ښه چمتووالي ازموینې ورکړې.
کلنۍ ازموینې د زده‌کوونکو د علمي پرمختګ د ارزونې مهم پړاو دی چې د هغوی د لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو لپاره لاره هواروي. د ښوونځي اداره د ټولو زده‌کوونکو د بریا، لوړو نمرو او روښانه راتلونکي هیله لري او له درنو استادانو او محترمو والدینو څخه د هغوی د دوامدارې همکارۍ او ملاتړ له امله مننه کوي.
"بریا د هڅې، زیار او دوامداره زده‌کړې پایله ده."
د ټولو زده‌کوونکو لپاره د لا ډېرو بریاوو په هیله!
امیني افغان خصوصي ښوونځی
د فرهنګي او نشراتي کمېټې له لوري





🌸 زموږ د قدر وړ د انګلیسي ژبې استاد 🌸په Amini Afghan Private School کې مونږ ویاړو چې له داسې بااخلاقه، هڅاند او مهربانه ...
20/05/2026

🌸 زموږ د قدر وړ د انګلیسي ژبې استاد 🌸
په Amini Afghan Private School کې مونږ ویاړو چې له داسې بااخلاقه، هڅاند او مهربانه استاد Abd Ur Rahman Kamawi سره یو ځای یو.
هغه د خپلې پوهې، غوره اخلاقو او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې زده کوونکو ته د علم رڼا وربخښي او د بریا لارې ورته هواروي.
“استاد هغه شخصیت دی چې ذهنونه روښانوي او راتلونکی جوړوي.”
قدرمن استاد عبدالرحمان کاموي صاحب!
ستاسو زحمتونه، اخلاص او خدمتونه زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. الله تعالی دې تاسو ته لا ډېر عزت، بریاوې او خوشحالۍ در په برخه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Our Respected English Teacher
At Amini Afghan Private School, we are proud to have such a kind, hardworking, and inspiring teacher like Abd Ur Rahman Kamawi.
Through his knowledge, dedication, and sincere efforts, he enlightens the minds of students and guides them toward success.

“A teacher lights the path of knowledge and builds the future.”
Dear Sir Abd Ur Rahman Kamawi,
Your dedication and services are truly appreciated and respected. May you always achieve more success, honor, and happiness in life.



د امیني افغان خصوصي ښوونځی  د قدر وړ اداره خپلو ګرانو وطنوالو ته خبر ورکوی چی امیني افغان خصوصي ښوونځی د وزارت معارف سره...
06/05/2026

د امیني افغان خصوصي ښوونځی د قدر وړ اداره خپلو ګرانو وطنوالو ته خبر ورکوی چی امیني افغان خصوصي ښوونځی د وزارت معارف سره په رسمی ډول ثبت او راجستر دی
د ثبت شمیره یی (3564) یعنی په په همدی شماره له معارف وزارت سره ثبت او راجستر شو دی یاد ښوونځی په قانوني چوکات معیاری او باکیفیته زده کړی وړاندی کوی.
ډاډه اوسی چی امیني افغان خصوصی ښوونځی یو باوری او رسمی تعلیمی مرکز دی
امیني افغان خصوصی ښوونځی اداره
انګور باغ عمومی سرک رحیم عمزده کوڅه

د نوی تعلیمي کال لپاره زمونږ سره یوځای شی امیني افغان خصوصي ښوونځی انګور باغ عمومي سړک رحیم غمزده کوڅه
06/05/2026

د نوی تعلیمي کال لپاره زمونږ سره یوځای شی
امیني افغان خصوصي ښوونځی
انګور باغ عمومي سړک رحیم غمزده کوڅه

05/05/2026

Educational Academic

09/04/2026

Address

Zone 2
Jalalabad

Telephone

+93777856060

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Amini Afghan Model School and college posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Amini Afghan Model School and college:

Shortcuts

Share

Category