Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد

Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد, Education, Chahar Rahi Ghulam Muhammad, Jalalabad.

بسم الله الرحمن الرحیمتيره ورځ پنجشنبه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال حوت د میاشتې د ۲۶ مې نېټې سره برابره وه په کابل کمبریج انسټيټي...
18/03/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
تيره ورځ پنجشنبه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال حوت د میاشتې د ۲۶ مې نېټې سره برابره وه په کابل کمبریج انسټيټيوټ کې د ګرانو هېوادوالو د علمي کچې د لوړتیا په پار یو ورځنی د هڅونې علمي سمینار (څنګه کولای شو خپلو اهدافو ته ورسيږو؟) تر عنوان لاندې تر سره شو چې په ياد سمينار کې د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي او انسټیټیوټ محترم ريس واصف الله (صياد) ، عمومي مدير سيد نادر (پامير) ، د ښوونځي تدريسي معاون قاري صاحب آمين يار (مخلص) ، د دولتي او خصوصي ښوونځيو مسؤلينو ، د خصوصي پوهنتونونو محصلينو ، د ياد انسټیټیوټ زده کوونکو او د علم او ادب مینوالو پکې برخه اخیستې وه. ياد سمینار د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پيل شو. د سمينار په پيل کې د کابل کمبریج خصوصي ښوونځي تدريسي معاون قاري صاحب آمين يار (مخلص) ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد سمينار وړاندې کوونکو څخه مننه وکړه او د راتلونکو برنامو او دې ته ورته نورو سمينارونو د وړاندې کولو په اړوند وینا وکړه او د سمینار مفهوم يې بیان کړ. وروسته د مرکز (کابل) څخه راغلي هڅاند ځوان (Motivational Speaker) سید محمد نبي (بهار) خپل ترتیب شوی سمینار د (څنګه کولای شو خپلو اهدافو ته ورسیږو؟) تر عنوان لاندې د هدف پيژندل ، د هدف اهميت ، په ژوند کې د هدف ټاکل ، هدف ته درسېدو لارې چارې او دې ته ورته نور مهم مسايل ګډونوالو ته وړاندې کړل تر څنګ يې د ښار د پوهنې آمريت د نظارت غړي عبدالرحمن (رحماني) ياده موضوع د اسلام له نظره په تفصيلي ډول واضح کړه. د سمينار ټولو ګډونوالو د کابل کمبریج انسټیټوټ له رهبرۍ څخه مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې داسې د هڅؤنې علمي سيمنارونه يې پۀ لاره اچولي دي همدارنګه دوی د سيمنار لۀ وړاندې کوونکو څخه هم غوښتنه وکړه چې دغه ډول سيمنارونه دې لا نور هم دوام وکړي ځکه چې پۀ دغه ډول سيمنارونو کې هغه څۀ تشريح کيږي کوم ته چې اوس وخت کې زياته اړتيا ده. ياد سمينار د استاد اجمل (قلم یار) په وينا او اختتامیه دعا سره پای ته ورسيد.
په درنښت.
د کابل کمبریج انسټيټيوټ د نشراتو څانګه.

د هڅونې علمي سمینارونو لړۍ!د تير په څير دا ځل هم د کابل کمبریج انسټیټیوټ اداره په پام کې لري تر څو د ګرانو هيوادوالو د ه...
15/03/2022

د هڅونې علمي سمینارونو لړۍ!
د تير په څير دا ځل هم د کابل کمبریج انسټیټیوټ اداره په پام کې لري تر څو د ګرانو هيوادوالو د هڅونې او علمي کچې د لوړتیا په پار د باتجربه او علمي اشخاصو له لورې یو ورځنې د هڅونې علمي سمینار د (څنګه کولاي شو خپلو اهدافو ته ورسیږو) تر عنوان لاندی ترسره کړي ټول د علم او ادب مینوالو ته په خورا درنښت بلنه ورکول کېږي تر څو په یاد علمي سیمینار کې برخه واخلي.
نېټه: ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ هـ ش، د پنجشنبې ورځ، ماسپښین ۲ بجې.
ادرس: جلال اباد ښار، درېمه ناحیه، غلام محمد څلور لارې د کابل کمبریج انسټيټيوټ.
اړېکو شمېرې: ۰۷۸۷۸۲۲۲۲۷
وټس اپ: ۰۷۸۹۵۵۵۴۵۶
په درنښت
د کابل کمبریج انسټيټيوټ د نشراتو څانګه.

بسم الله الرحمن الرحیمنن ورځ پنجشنبه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال دلوې د میاشتې د ۲۸ مې نېټې سره برابره وه په کابل کمبریج انسټيټيو...
17/02/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
نن ورځ پنجشنبه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال دلوې د میاشتې د ۲۸ مې نېټې سره برابره وه په کابل کمبریج انسټيټيوټ کې د ګرانو هېوادوالو د علمي کچې د لوړتیا په پار یو ورځنې د هڅونې علمي سمینار تر سره شو چې ګڼ شمېر د علم او ادب مینوالو پکې برخه اخیستې وه ياد سمینار د قرانکریم عظیم الشان په مبارکو آیتونو پيل شو چې وروسته د کابل کمبریج خصوصي ښوونځی او انسټيټيوټ رئیس واصف الله (صیاد) ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د (ذهنیت څه مفهوم لري؟) اړوند مقدمه وینا وکړه او د سمینار مفهوم يې بیان کړ. وروسته د مرکز (کابل) څخه راغلي هڅاند ځوان (Motivational Speaker) سید محمد نبی (بهار) خپل ترتیب شوې سمینار د (ذهنیت څه مفهوم لري؟) تر عنوان لاندې وړاندې کړ، هر یو عبدالرحمن (رحمانی) او ډاکتر عبدالغفار خان هم په خپل وار سمینارونه وړاندی کړل په پای کې ياد سمينار د استاد اجمل (قلم یار) په وينا او اختتامیه دعا سره پای ته ورسيد.
په درنښت.
د کابل کمبریج انسټيټيوټ د نشراتو څانګه.

د هڅونې یو ورځنې سمینار!د کابل کمبریج انسټيټيوټ په پام کې لري تر څو د ګرانو هېوادوالو د علمي کچې د لوړتیا په پار د باتجر...
15/02/2022

د هڅونې یو ورځنې سمینار!
د کابل کمبریج انسټيټيوټ په پام کې لري تر څو د ګرانو هېوادوالو د علمي کچې د لوړتیا په پار د باتجربه او علمي اشخاصو له لورې یو ورځنې د هڅونې علمي سمینار تر سره کړي ټول د علم او ادب مینوالو ته په خورا درنښت بلنه ورکول کېږي تر څو په یاد سیمینار کې برخه واخلئ.
نېټه: ۲۸/۱۱/۱۴۰۰ هـ ش، د پنجشنبې ورځ، ماسپښین ۲ بجې.
ادرس: جلال اباد ښار، درېمه ناحیه، غلام محمد څلور لارې د کابل کمبریج انسټيټيوټ.
اړېکو شمېرې: ۰۷۸۷۸۲۲۲۲۷ - ۰۷۸۶۲۸۶۲۳۲
وټس اپ: ۰۷۸۹۵۵۵۴۵۶
په درنښت
د کابل کمبریج انسټيټيوټ د نشراتو څانګه.

ډير ژر ...
16/01/2022

ډير ژر ...

Coming Soon .. 💙💙💙
02/01/2022

Coming Soon .. 💙💙💙

ډير ژر...
31/12/2021

ډير ژر...

Address

Chahar Rahi Ghulam Muhammad
Jalalabad

Telephone

+93787822227

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Kabul Cambridge Institute - Jalalabad کابل کمبریج انسټیټیوټ - جلال آباد:

Shortcuts

Share

Category