10/11/2024
برکتي کاروبار
رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمايي:
که اللّٰه پاک جنتيانو ته د تجارت اجازه ورکولی، نو هغوی به د کپړې (رخت) او عطر (خوشبو) تجارت کاوه.
📚️ : مجمع الزوائد: ۱۸۶۸۲
له پورتني حدیث څخه معلومېږي، چې برکتي کاروبار د رخت او د عطرو دی، ځکه خو زمونږ اسلافو اکثرا د همدې دوو شيانو کاروبار کړی، لکه حضرت ابوبکر صديق رضي اللّٰه عنه او امام ابوحنيفه رحمه اللّٰه د رخت کاروبار کړی دی.
يادونه: په جنت کې به کاروبار نه وي، ځکه اللّٰه پاک به هلته جنتيان له تجارت څخه مستغني کړي او جنتيانو ته به بغير له کاروبار څخه هم هر څه ورکوي.