کرکټ سیالي
لنډ تفریحي کلیپ
Sadat Afghan Private High Schoolسادات افغان خصوصي عالي لېسه
که د ژوند کولو لپاره دوه ورځې لرې نو په لومړۍ ورځ ادب زده کړه او په دوهمه ورځ با ادبه ژوند وکړه
ربه ته یې د ابادۍ زریعه وګرځوې
27/03/2026
عبدالمالک په هند کې هغه د ریاضیاتو ښوونکی دی چې په شلو کلونو کې یې هېڅ غیرحاضري نه ده کړې. هغه خپله دنده په پوره ژمنتیا ترسره کوي. کله چې له خپل کور څخه ښوونځي ته ځي، نو په بس کې نږدې درې ساعته وخت نیسي، ځکه ښوونځی په داسې ځای کې موقعیت لري چې تر منځ یې ډېر سیندونه شتون لري. که چېرې د همدې سیندونو تر منځ وچه لاره موجوده وای، ښايي یوازې ۱۵ دقیقې وخت به یې نیولی وای او پر وخت به خپلې دندې ته رسېدلی وای.
عبدالمالک چې له خپلې دندې سره ډېره مینه لري، له قربانۍ هم نه تېرېږي. نوموړی هره ورځ چې ښوونځي ته ځي، له ځان سره یوه پلاستیکي کڅوړه او د ټایر ټیوب وړي. کله چې سیند ته ورسېږي، خپلې جامې، لکچرونه او اړین توکي په پلاستیکي کڅوړه کې اچوي او د ټایر ټیوب په مرسته د کښتۍ په څېر ورباندې سپرېږي او د سیند له لارې ځان ښوونځي ته رسوي.
ویل کېږي چې عبدالمالک، چې د ریاضیاتو تکړه استاد دی، په خپله شل کلنه دوره کې یې هېڅ رخصتي نه ده کړې، نه ناروغ شوی او نه یې بهانه جوړه کړې؛ بلکې هره ورځ په ټاکلي وخت ټولګي ته رسېدلی او خپله دنده یې په ایماندارۍ ترسره کړې ده.
په افغانستان کې بیا ځوانان د ریاضي استاد څخه کرکه لري او یا دا چې په درسي وخت کې اکثریت زده کوونکی په ټولګی کې نه وي .. زموږ د هیواد یو ستر مشکل همدا دی چې پرمختګ مو نه دی کړی، ریاضي هغه علوم دی چې د ټکنالوجۍ پلار ورته ویل کیږي ..
تاسې خپل ریاضي استاد دلته منشن کړئ
د قرأت د سیالۍ یو لنډ ويډیوي کليپ
17/02/2026
الحمدلله، په سادات افغان خصوصي لېسه کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د نتایجو د اعلان غونډه په ډېر نظم او ښکلي چاپېریال کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې مجلس ته یې روحاني فضا او برکت ورکړ. وروسته علمي، تفریحي او تربیوي موضوعګانې وړاندې شوې، شاګردانو ښکلي نظمونه، ترانې او شعرونه واورول، چې د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
د ازموینو بهیر په بشپړ شفافیت، عدالت او له هر ډول نقل او جعل څخه پاک ترسره شوی و، او هر زدهکوونکي خپله نتیجه د خپل زحمت او هڅې پر بنسټ ترلاسه کړه.
په دې غونډه کې ممتازو زدهکوونکو ته مډالونه او تحسیني ډالۍ ورکړل شوې، او همدارنګه د قدرمنو استادانو د نه ستړې کېدونکو هڅو په قدردانۍ کې ستاینلیکونه او تقدیرنامې وړاندې شوې.
د والدینو خوښي، د استادانو ویاړ، او د شاګردانو خوځنده روحیه زموږ د تعلیمي نظام د بریا ښکاره نښه وه.
موږ ژمن یو چې د علم، اخلاقو او نظم په برخه کې به لا ډېر پرمختګ وکړو، او د خپلو اولادونو لپاره به روښانه راتلونکی جوړ کړي
علم رڼا ده او مونږ به دا څراغ بل ساتو
14/01/2026
د امتحان د ورځې البوم
06/01/2026
د سادات افغان خصوصي عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو لومړۍ ورځ نن د بشپړ نظم، ارام چاپېریال او تعلیمي روحيې سره پیل شوه. د همدې موخې لپاره د لېسې محترم رئیس خپله ښوونځي ته تشریف راوړ او د ازموینو له بهیر څخه یې له نږدې هر اړخیزه لیدنه وکړه.
محترم رئیس د امتحاني خونو وضعیت وکاته، د مراقبت طریقه یې وڅېړله او له ښوونکو او د ازموینو له مسؤلینو سره یې مشورتي خبرې وکړې. نوموړي د شفافیت، عدالت او پر وخت ارزونې پر اهمیت ټینګار وکړ او زدهکوونکو ته یې د هڅونې او بریالیتوب پیغامونه ورکړل تر څو ازموینې په پوره ډاډ، ارام زړه او اعتماد سره ترسره کړي.
د ازموینو د لومړۍ ورځې بهیر د ښوونکو، ادارې او کارکوونکو د ګډې همکارۍ له برکته په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ. د لېسې اداره د ټولو درنو ښوونکو، کارکوونکو او ګرانو زدهکوونکو له ژمنتیا او هڅو مننه کوي او هیله لري چې دا ازموینې به د زدهکوونکو د علمي کچې د لا لوړوالي او روښانه راتلونکې لپاره مهم ګام وي
د رقابتي ازموېنو د پوښتنې، ځواب په شمول د زده کوونکو تشویق، د نتاېجو د اعلان او په مډالونو نازولو یو لنډ وېډیوي کلېپ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad
Opening Hours
| Monday | 07:00 - 17:00 |
| Tuesday | 07:00 - 17:00 |
| Wednesday | 07:00 - 17:00 |
| Thursday | 07:00 - 17:00 |
| Friday | 07:00 - 17:00 |
| Saturday | 07:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |