حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز

حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز, Educational consultant, ادرس : ملنګ جان واټ ، کامې هډې ته غزيدلي سرک ، زيکس کورس ترڅنګ ثمر سراج مارکيټ دويم منزل( C-NO3 ) دريم نمبر دفتر جلال اباد ښار, Jalalabad.

موږ د نړۍ د بېلابېلو سکالرشيپونو او اکاډميکو فرصتونو معلومات خپروو.
+93731412296

د واټس اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va7XCoY9Gv7eBabY8t1j
J
ګوګل میپ ادرس :
https://maps.app.goo.gl/s1fmG6bxHQMBWwap6 Education || Scholarships || Opportunities

سکالرشيپ مو راتلونکی بدلولای شي

موږ د نړۍ د بېلابېلو سکالرشيپونو او اکاډميکو فرصتونو معلومات خپروو

د چينل لينک

https://whatsapp.com/channel/0029Va7XCoY9Gv7eBabY8t1j

واټس اپ

+93731412296

د سعودي عربستان د سکالرشیپ لپاره د اسنادو مهم معلومات! 🇸🇦د منحة أدرس في السعودية سکالرشیپ لپاره د اسنادو په برابرولو کې ...
06/09/2026

د سعودي عربستان د سکالرشیپ لپاره د اسنادو مهم معلومات! 🇸🇦

د منحة أدرس في السعودية سکالرشیپ لپاره د اسنادو په برابرولو کې باید د هرې تحصیلي کچې شرایطو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

📌 لازمي اسناد:
🛂 پاسپورټ
📷 عکس
🎓 تحصیلي سند
📄 د عدم مسئولیت سند

📌 اختیاري اسناد:
📄 CV
📝 توصیه لیک
🏥 صحي پانه
📜 د حفظ سند
📃 اضافي اسناد

⚠️ یادونه: د ماسترۍ او دوکتورا لپاره د اپلای پر مهال د اړینو اسنادو شرایط د پروګرام له مخې توپیر کولی شي؛ نو له اپلای مخکې د اړوندو شرایطو دقیق بررسی مهم دی.

📞 د معلوماتو او ثبت لپاره:
WhatsApp: +93 73 141 2296
📍 حنیف نړیوال مرکز – جلال آباد

د سعودي عربستان د منحة أدرس في السعودية سکالرشیپ خبر! 🇸🇦د سعودي عربستان د پوهنې وزارت له لوري د ۲۶ پوهنتونونو لپاره د نړ...
06/09/2026

د سعودي عربستان د منحة أدرس في السعودية سکالرشیپ خبر! 🇸🇦

د سعودي عربستان د پوهنې وزارت له لوري د ۲۶ پوهنتونونو لپاره د نړیوالو محصلینو د سکالرشیپ فرصتونه وړاندې کېږي.

د زده کړو درجې:
🔹 لیسانس
🔹 ماستري
🔹 دوکتورا

هغه هېوادوال چې غواړي د سعودي عربستان په پوهنتونونو کې د سکالرشیپ له لارې خپلې لوړې زده کړې وکړي، کولی شي د حنیف نړیوال مرکز له لارې د ثبت او اپلای په برخه کې لارښوونه او خدمات ترلاسه کړي.

📞 WhatsApp: 073 141 2296
📍 حنیف نړیوال مرکز – ملنګ جان واټ کامې هدې ته غزیدلی سرک ثمر سراج مارکیټ دویم منزل دریم نمبر دفتر

#سکالرشیپ

خبرتیا!هغه هېوادوال چې غواړي خپل تعلیمي اسناد د سعودي عربستان سفارت څخه تصدیق کړي، کولی شي د حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته ...
06/09/2026

خبرتیا!

هغه هېوادوال چې غواړي خپل تعلیمي اسناد د سعودي عربستان سفارت څخه تصدیق کړي، کولی شي د حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز له لارې له دې خدمت څخه استفاده وکړي.

📄 د اسنادو د تصدیق په برخه کې د ثبت او لارښوونې خدمات وړاندې کېږي.

📍 حنیف نړیوال مرکز – جلال آباد
📞 073 141 2296

د خپلو اسنادو د سپارلو او نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د نتايجو خبرتيا!د سعودي عربستان د « أدرس في السعودية » سکالرشیپ وروستۍ پایلې په بشپړ ډول اعلان شوې دي.له ټولو درنو هېواد...
03/09/2026

د نتايجو خبرتيا!

د سعودي عربستان د « أدرس في السعودية » سکالرشیپ وروستۍ پایلې په بشپړ ډول اعلان شوې دي.

له ټولو درنو هېوادوالو څخه په ډېر احترام غوښتنه کېږي چې خپل ثبت شوی ایمیل ادرس په دقت سره وګوري، ځکه چې د سکالرشیپ پایلې د اړوندو کسانو ایمیلونو ته لېږل شوې دي.

له ټولو محصلینو څخه هیله کېږي چې خپل ایمیل، Spam او Junk فولډرونه هم چک کړي، څو د پایلو له ترلاسه کولو څخه پاتې نه شي.

ټولو بریالیو محصلینو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او د راتلونکي تعلیمي سفر لپاره ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کوو.

که غواړئ چې د سکالرشيپونو فرصتونو څخه خبر اوسئ د واټس اپ همدا چينل درسره تعقيب کړئ:
https://whatsapp.com/channel/0029Va7XCoY9Gv7eBabY8t1j

او د ټيليګرام چينل هم درسره تعقيب کړئ
https://t.me/HANIF9133

COMING SOON ...Hanif Software Development Company 073 141 2296
31/08/2026

COMING SOON ...

Hanif Software Development Company
073 141 2296

ډیر ژر ....
31/08/2026

ډیر ژر ....

داستاد عتیق الله «حنیف»لنډ علمي او دعوتي ژوندليککونړ علمي بهیر د علم، پوهنې، دعوت او فرهنګي خدمتونو په ډګر کې د درنو او ...
16/08/2026

داستاد عتیق الله «حنیف»لنډ علمي او دعوتي ژوندليک

کونړ علمي بهیر د علم، پوهنې، دعوت او فرهنګي خدمتونو په ډګر کې د درنو او اغېزمنو علمي شخصیتونو د پېژندنې په لړۍ کې، دا ځل د کونړ له هغو بااستعداده او هڅاندو استادانو څخه یو، استاد عتیق الله «حنیف» درپېژني؛ هغه علمي شخصیت چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د دیني علومو په زده کړه، تدریس، دعوت او د نوي نسل په روزنه کې تېره کړې ده.

لنډه پېژندنه
استاد عتیق الله «حنیف» د مولوي ناظم رحمه الله زوی، د صافي قوم او د کونړ ولایت د دره‌پېچ ولسوالۍ د ماڼونګي سیمې د ګرو کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۳۴۸ هـ.ش، چې له ۱۹۶۹م کال سره سمون لري، نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

زده کړې
استاد حنیف خپلې لومړنۍ زده کړې د ماڼونګي په ښوونځي کې پیل کړې او وروسته یې د هجرت په سیمو کې خپلې زده کړې وغځولې. نوموړي د متوسطې او ثانوي دورې زده کړې په بېلابېلو دیني او تعلیمي مرکزونو کې بشپړې کړې او وروسته یې د شرعیاتو په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې ترسره کړې.

د خپل علمي سفر په ترڅ کې یې د خپل وخت له یو شمېر مشهورو او نومیالیو علماوو او استادانو څخه د دیني علومو بېلابېلې څانګې زده کړې دي او له هغوی څخه یې په تفسیر، حدیث، فقه، عقیده او نورو شرعي علومو کې علمي استفاده کړې ده.

همدارنګه د لوړو زده کړو لپاره یې د مدینې منورې اسلامي پوهنتون د حدیث شریف پوهنځي ته لار وموندله او له یاد علمي مرکز څخه یې په ممتازې درجې فراغت ترلاسه کړ.

تدریسي او علمي خدمت
استاد عتیق الله «حنیف» له فراغت وروسته د علم او تدریس ډګر ته داخل شو او د هېواد په بېلابېلو علمي او دیني مرکزونو کې یې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په امام بخاري پوهنتون کې د کلیة الشریعة او المعهد الشرعي په برخو کې تدریسي خدمت ترسره کړی دی. وروسته یې د جامعة ترجمان القرآن، عبدالله بن عباس او دارالبر په علمي او اداري چارو کې د نائب مدیر په توګه خدمت کړی دی.

ورپسې یې د جلال‌اباد په یوولسمه ویاله کې د إحياء السنة مدرسې د تدریس چارې پر مخ وړې دي، او اوس د دولت‌زي په سیمه کې د دارالتوحید دیني مدرسې له علمي کادر سره د تدریس په برخه کې بوخت دی.

استاد حنیف د تدریس ترڅنګ د جلال‌اباد، تریلي او صافي‌اباد په سیمو کې د مسجد د امام او خطیب په توګه هم دیني او ټولنیز خدمت ترسره کړی دی. همدارنګه د معهد التوحید العالي للعلوم الشرعية والعصرية برحال استاد دی.

د قرآن کریم او تفسیر په برخه کې خدمت
استاد حنیف د قرآن کریم له زده کړې، تدریس او تفسیر سره ځانګړې مینه لري. د رمضان المبارک په میاشتو کې یې د قرآن کریم د تفسیر دورې هم ترسره کړې دي او د خپل علمي سفر په اوږدو کې یې د خپل وخت له سترو مفسرینو او علماوو څخه د قرآن کریم د تفسیر په برخه کې ځانګړې علمي ګټه اخیستې ده.

تألیفات او علمي آثار
استاد عتیق الله «حنیف» د تدریس ترڅنګ د لیکنې او علمي تألیف په ډګر کې هم هڅې کړې دي. له مشهورو اثارو څخه یې:
- د حج او عمرې احکام — پښتو، تصنیف، چاپ شوی.
- حج او عمره به څنګه کوې؟ — پښتو، ژباړه او زیاتونې، ناچاپ.
- قراءة أول البقرة وآخرها على الميت بعد الدفن — عربي، رساله، چاپ.

استاد عتیق الله «حنیف» د هغو علمي او دیني شخصیتونو له ډلې دی چې د خپل ژوند د څو لسیزو په اوږدو کې یې د زده کړې، تدریس، دعوت، خطابت او د نوي نسل د روزنې په برخو کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.

د نوموړي علمي او تدريسي سفر له کونړ څخه تر هجرت سیمو او له هغه ځایه تر مدینې منورې پورې غځېدلی، او له فراغت وروسته یې د علم او تدریس په ډګر کې د خپل علمي رسالت د ترسره کولو لړۍ تر نن ورځې روانه ساتلې ده.

کونړ علمي بهیر د استاد عتیق الله «حنیف» علمي، تدريسي او دعوتي خدمتونه د درناوي وړ بولي او د هغه د لا بریاوو، علمي توفیق او دوامدار خدمت لپاره د الله تعالی له درباره د خیر او برکت دعا کوي.

https://www.facebook.com/share/p/18gvj8H4zV/

د روسیې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره د Open Doors Scholarship پروګرام د نوم‌لیکنې فرصت.🎓 د زده کړو کچې: • لیسان...
09/08/2026

د روسیې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره د Open Doors Scholarship پروګرام د نوم‌لیکنې فرصت.

🎓 د زده کړو کچې: • لیسانس
* ماسټري
* دوکتورا

📌 د حنيف نړيوال مرکز د اسنادو د چمتو کولو، ثبت‌نام او د غوښتنلیک د پروسې په برخو کې مشورتي او تعلیمي خدمات وړاندې کوي.

که غواړئ د دې پروګرام د شرایطو، اړینو اسنادو او د ثبت‌نام د پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ.

📱 WhatsApp: 073 141 2296

ادرس : ملنګ جان واټ کامې هډې ته غزيدلي سړک ثمر سراج مارکيټ دويم منزل دريم نمبر دفتر جلال اباد ښار ننګرهار

⚠️ یادونه: د سکالرشیپ ترلاسه کول د اړوندې ادارې د شرایطو، ارزونې او وروستۍ پرېکړې پورې تړاو لري.

حنيف نړيوال مرکز | د نړیوالو پوهنتونونو او سکالرشیپونو لپاره تعلیمي مشورې

که غواړئ چې د سکالرشيپونو فرصتونو څخه خبر اوسئ د واټس اپ همدا چينل درسره تعقيب کړئ:
https://whatsapp.com/channel/0029Va7XCoY9Gv7eBabY8t1j

او د ټيليګرام چينل هم درسره تعقيب کړئ
https://t.me/HANIF9133

لوړې زده کړې په  ترکیه کې ډن بیس او نارمل د نورو معلوماتو لپاره دفتر ته مراجعه وکړئ
22/07/2026

لوړې زده کړې په ترکیه
کې
ډن بیس او نارمل
د نورو معلوماتو لپاره دفتر ته مراجعه وکړئ

Address

ادرس : ملنګ جان واټ ، کامې هډې ته غزيدلي سرک ، زيکس کورس ترڅنګ ثمر سراج مارکيټ دويم منزل( C-NO3 ) دريم نمبر دفتر جلال اباد ښار
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:00 - 12:00
13:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 12:00
13:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 12:00
13:00 - 16:00
Thursday 10:00 - 12:00
13:00 - 15:00
Saturday 09:00 - 12:00
13:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 12:00
13:00 - 16:00

Telephone

+93731412296

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to حنيف نړيوالو پوهنتونونو ته د اسنادو لېږلو مرکز:

Shortcuts

Share