08/11/2025
*د تریلي عالی ليسې د دولسمو ټولګیو ترمنځ د اسلامي *ښوونې مضمون اړوند تقريري سیالۍ واخيستل شوه
نن ورځ، د تريلي عالي ليسې د لین پروګرام په لړ کې، د *استاد ذبیحالله بشیر* په نوښت او همکارۍ، د دولسمو ټولګیو ترمنځ د *اسلامي ښوونې* مضمون کې یوه پرمحتوا *تقريري مسابقه* ترسره شوه.
په دې ځانګړې مسابقه کې د هر ټولګي زدهکوونکي، د مقابل صنف څخه د *لاوډ سپيکر* له لارې پوښتنې ترسره کولې، او بل لوری به ورته *علني، روښانه او دقیق ځوابونه* وړاندې کول. دا ازموينه د يو ځانګړي *ارزونې هيئت* لخوا تعقیبیده او نمری پکې د ټاکلي معیار پر بنسټ ورکول کيدی
په پایله کې:
🥇 *دولسم "با"* او *دولسم "جيم"* دواړه د *مساوي نمرو* په ترلاسه کولو سره *شریک اول مقام* وګاټه.
🥉 *دولسم "الف"* ټولګي *دریم مقام* خپل کړ.
دغه تعلیمي او رقابتي فعالیت، د زدهکوونکو ترمنځ د علمي سیالۍ، جرأت، ښه استدلال، ژمنتیا او عامه وینا وړتیا ته پراخه زمینه برابره کړه.
په پای کې، د ليسی د اداری له لوري د *ګټوونکو ټولګیو* ترمنځ د سیالۍ د ستایلو په موخه *ډالۍ * ورکړل شوې، تر څو د هغوی هڅې وستایل شي او نورو زدهکوونکو ته هم د هڅونې الهام شي.