11/05/2025
په ننګرهار کې د یوې ځورېدلې میرمنه ستونزه چې د خسرګنۍ له لوري یې یو کال پورې د پلار کور ته د تګ اجازه نه وه ورکړل شوې د امر بالمعروف ادارې له لوري حل شوه
د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د هڅو او مداخلې په پایله کې د یوې داسی میرمنی قضیه حل کړه، چې د خسرګنۍ له لوري یې یو کال پورې د پلار کور ته د تګ اجازه نه وه ورکړل شوې.
محتسبینو یاده موضوع جدي څېړنه وکړه، او د میرمني له خسرګنۍ سره خبرې اترې ترسره کړې. محتسبینو کورنۍ قانع کړه چې دا ډول چلند نه یوازې د شریعت له اصولو خلاف دی، بلکې د انساني کرامت او ښځو له شرعي حقونو سره هم ټکر لري.
د میرمنی قضیه اوس حل شوه، او هغې ته اجازه ورکړل شوه چې له خپل پلارنۍ کورنۍ سره لیدنې کتنې وکړي او د ژوند چارې د شرعي اصولو مطابق پر مخ یوسي.