22/06/2022
ولايت : ننګرهار
ولسوالي : بټي کوټ
ورځ : چهار شنبه
نېټې : ۱۴۴۳/۱۱/۲۳
ش : ۱۴۰۱/۴/۱
بټي کوټ پوهنې امريت!
چلونکی: نورالحق حداد
دخیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړپه یې هم روان کړ دندو کار
تاریخ شاهد دی چې په نړۍ د چا ځان ته تمه پیدا شوې، نو بیا یې د افغانستان په پاکه خاوره برید کړی دا کيسې او پېښې ډېرې دي لکه سکندر مقدوني، شاه عباس، د پنجاب لخوا فرنګ په کال ۸۵ هجري کې، حجاج بن یوسف خپل سپه سالار عبیدالله ته فرمان ورکړ، چې کابل ته ورسیدې کلا ګانې ورانې کړه ځوانان ووژنه ښڅې بندۍ کړه زړې ښځې او بوډاګان پرېږده، چی له لوږی مړه شی او مالونه یی تالاه کړه.
همدا ډول د مغل سرخیل بابر د کوهاټ هنګو او بنګښو سره کبر وکړ په جګړه کی یې دوه سوه سړی ونیول د مغلو په کمپ کې ترې سرونه پرې کړل او څلی یې کړ، د مغل لښکر به چی په هره سیمه تیر شو هلته به یې د افغاني میړنو ککرې څلی کولې کلی او کورونه به یې سیزل، په ډیره بې رحمۍ سره به یې تالان ګډ.
د لغمان په جنګ کې اغر خان اولس سوه ککرې د باچاه حضور ته ولیږلې، د دې جابرې واکمنۍ په مقابل کې لومړی توره بایزید روښان له تیکی راویستله، وروسته دریا خان افریدي، خو د دغې لوې واکمنۍ په زوال کې ستر رول د ایمل خان مومند دی، چی خوشحال خان یې هم په صفت نه مړېږی.
د مغلو صوبدار به په اوړی کې کابل او د ژمي پیښور کې اوسیده.
په کال ۱۶۷۲ د سپرلی په وخت د مغل لوی ګورنر محمد امین خان عیاش د خپل وخت نه لږ مخکې کابل ته نیت وکړ، ساپیانو مغولي نوکران وژلي ؤ، حسن بیک په ساپیانو حمله وکړه، خو ناکامه شو ، محمد امین خان یې خبر کړو ده د پښتنو لپاره لوی لښکر تیار کړ د اورکزو ملکان، خوشحال خان او د مومندو مستجاب هم ورسره ملګری و د خیبر په لور روان شو.
پښتنو خیبر نیولی و د محمد امین نواب د ارادې خبر و، مغولی ګورنر محمد امین سره زورور قوت، توپک، توپ ، توپخانه او د هاتیانو رسالی وې، د علی مسجد پورې ارام ورسید، پښتنو ته یې جرګه ولیږله خو واپس شوه لاره حلاصه نه شوه.
محمد امین مغولي لښکر ته د جنګ امر وکړ، چې د خیبر لاره خلاصه کړئ، په لنډي خانې کې پښتنو، چې شینواری، افریدی ، ملا ګوري د غره، سمې مهمند په کې شامل وو، بې د ایمان او پخې ارادې د برکت او غیرت او پاکی جذبی بل هیڅ ورسره نه، په مغلي لښکرو یی د غره نه د ګټو باران جوړ کړ، د هاتیانو پښې يې ورماتې کړلې، لښکر ورخطا شو د مخکې په ځای وروسته شو پښتنو تورې په لاس ورمنډی کړلې په مغلو قیامت جوړ شو لاس په لاس جنګ ټوله ورځ وشو محمد امین خان او څو ملګري يې په کومه پټه لار پیښور ته وتښتیدل، خوشحال خان په سترګو لیدلی حال وایي:
اول جنګ د لوړی شاه د تهترو و
چې څلویښت زره مغل شو تار په تار
خویندې لوڼې یې په بند د پښتنو شوې
اس، اوښان، هاتیان، ولجه قظار، قطار
ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې مه وایي
هیڅ تقصیر دواړو ونه کړو وار په وار
د محمد امین خان خپله ښځه، لور، خور، مور او د مغولي افسرانو ښځې د پښتنو په لاس ورغلې.
د ایمل خان په کلک او اوچت هوډ د مغلو په دربار کې جنرالان، جنګ پوهان او شهزاده ګان سرکوزي او ذلیله شول، ایمل خان ډېر تيز سړی و مهمندره، خیبر دره، خوست، تیراه سوات، کابل او پیښور به یې په اس کنټرولول او په خپل نوم یې سیکه راوویستې وه
ایمل خان مومند د ازار ناو (هزارناو) نه چکنور ته پوري وت میا جان محمد ورته د مشرۍ پټکی وروتاړه خو مغلو ورته کور ته اور واچولو.
د همدې ستر میړني په نوم په افریدو کې ډېر ځایونه جوړ شوي، د مهمندرې ولسوالۍ تر څنګ د ایمل خان عالی لیسه جوړه شوې، چې نولس جریبه زمکه لري دا لېسه د تورخم جلال اباد د لوې لارې په سر په دیارلس سوه یو څلویښت کال کې تاسیس شوې او په دیارلس سوه نهه څلویښت کال کې یی د لېسې نوم خپل کړ په دې لېسه کې هلکان زده کوونکي په زده کړه بوخت دي د نجونو لپاره بېله لېسه لري، مامورین، اجیران، پرسونل يې ټول همت کوي برياليتوب يې په برخه.
سرچينې
ارمغان خوشحال
خوشحال خان کليات
خېبر مجله
مينه مجله