21/05/2026
پرون چهارشنبه، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، برایټ هاؤس د زده کړې مرکز یو ځل بیا ثابته کړه چې د نوښت، سیالۍ او کیفیت په ډګر کې مخکښه اداره ده.
د زدهکوونکو لپاره ځانګړې Showcase Quiz ازموینه ترسره شوه، چې موضوع یې 400 د انګلیسې ژبي لغاتونه وو. په دې سیالۍ کې زدهکوونکو خپل مهارتونه، پوهه او تخلیقي وړتیاوې په خورا ښکلې بڼه وړاندې کړې او خپل پټ استعدادونه یې را برسېره کړل.
په یاده ازموینه کې زده کوونکې د کمپيوتر په ګډون دګڼ شمیر تحفو په ورکولو سره وستایل شول.
دا ازموینه یوازې یوه عادي سیالي نه وه، بلکې د زدهکوونکو لپاره د نوو فرصتونو یوه مهمه دروازه وه، چې د زدهکړې پر لور یې نوې انګېزه او شوق لا پیاوړی کړ.
ټوله پروسه د څارنې کمېټې تر دقیقې څارنې لاندې، په منظم او شفاف چاپېریال کې ترسره شوه.
ادرس: بېز چوک جلال اباد ښار
#هنر