02/04/2023
30 مارچ، 2023
آکلینډ، نوی زیلاند
د ملت جوړونې د فلسفې پر لور!
شپږم پوسټ
د پوسټ نوم: د افغانستان معما، زموږ ګډ سفر او زما میتودلوژي
د افغانستان نوي نسل ته:
د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل، ۱۹۳۹ میلادي کال کې د بریتانیا مشر، وینستون چرچیل، د روسیې په اړه داسې وویل:
"Russia is a riddle, wrapped in a mystery, inside an enigma.”
ژباړه: "روسیه یوه معما ده، چې د یوې بلې معما په بطن کې پيچلې او پوښل شوې ده. "
د وینستون چرچیل له مفکورې څخه په اقتباس سره، غواړم ووایم:
زما لپاره نننی افغانستان یوه معما ده، هغه چې د بلې معما په بطن کې پوښل شوې او طلسم (جادو) شوې ده.
له ۱۹۷۹ کال څخه را په دې خوا، زما د سترګو په وړاندې، د نړۍ دوه زبرځواکونو خپلې ایډیالوژۍ او فوځونه زموږ هیواد ته راوړل، او ماتې یې وخوړه.
د سیاسي علومو پوه او لیکوال، ست جونز (Seth Jones)، خپل د ۲۰۰۹ کال کتاب، چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو لاسوهنې ته ځانګړی شوی، ”د امپراتوریو په هدیره کې “(In the Graveyard of Empires) نومولی.
ست جونز په دې کتاب کې د تاریخي بیلګو په توګه د هخامنشي، یوناني، اموي خلافت، تیموري واکمني، مغلو واکمني، سیکانو واکمني، د بریتانیا واکمني، د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو یادونه کړې، چې له دې بهرنیو امپراتوریو څخه هیڅ یو یې هم ونه توانیدل چې په افغانستان کې نظامي بریا ترلاسه کړي.
غواړم دلته د Seth Jones د کتاب عنوان ته یو بل ټکی هم ور زیات کړم:
هغه دا چې افغانستان نه یوازې د امپراتوریو هدیره ده، بلکې د ایډیالوژیو هدیره هم ده.
هو، افغانستان زما لپاره د ایډیالوژیو هدیره هم ده!
همدارنګه افغانستان زما لپاره، یوه پیچلې، پوښل شوې او طلسم (جادو) شوې معما ده!
هو، یوه شیطاني معما ده!
هغه طلسم چې د حل لار یې یوازې او یوازې له موږ سره او زموږ په لاسونو کې ده!
که له ما سره دا منئ چې افغانستان یوه معما ده، نو بیا دا هم راسره ومنئ چې دا زموږ پر غاړه ده ترڅو د هر پوړ، هر قوم، هرې ډلې او هر سیاسي فکر په ګډون د افغانستان ټول خلک لاسونه سره ورکړو او دې معما ته د حل لار ومومو.
راځئ دا هم ومنو چې نه یوازې د افغانستان د معما حل زموږ پر غاړه دی، بلکې دا زموږ مسوولیت هم دی.
راځئ دا هم ومنو چې دا یوازې مسوولیت ندی، بلکې زموږ په ژوند کې یوه موخه او یو رسالت هم دی.
دا هم باید ومنو چې یوازې او یوازې موږ افغانان کولی شو دا معما د یو او بل په ملاتړ حل کړو.
راځئ په دې هم موافقه وکړو، که چیرته د افغانستان د دې معما په حل کولو بریالي نه شو، نو لږ تر لږه د تهدابونو او بنسټونو د جوړولو هڅه خو به یې وکړو.
دا بنسټونه او تهدابونه څه دي؟
زما باور دا دی چې دا بنسټونه د چلندونو، اصولو، مفاهیمو، ارزښتونو، نظریاتو، نوښتونو، اختراعاتو، او چوکاټونو ټولګه (مجموعه) ده.
زما په آند، دا بنسټونه چې له چلندونو، اصولو، مفاهیمو، ارزښتونو، نظریاتو، نوښتونو، اختراعاتو او چوکاټونو څخه تشکیل شوي، د افغانستان د معما حل پکې نغښتی دی.
زه دا چلندونه، اصول، مفاهیم، ارزښتونه، نظریات، نوښتونه، اختراعات او چوکاټونه د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه نوموم.
دا چلندونه، اصول، مفاهیم، ارزښتونه، نظریات، نوښتونه، اختراعات او چوکاټونه چی زما لپاره د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه تشکیلوي، به د وخت په تیریدو سره تاسې ته توضیح کړم.
ما په خپل دریم پوسټ کې (د "۱۰۰۰ معجزې" کتاب پيژندنه) کې اشاره وکړه، چې زه د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې په رامنځته کولو کې صبور یم، او هیله لرم چې زما ایډیالوژیکه حوزه، چې د افغانستان نوی او راتلونکي نسلونه دي، هم صبور واوسي.
نن غواړم له خپلې ایډیالوژیکي حوزې سره دوه ژمنې وکړم:
لومړی: زه به د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې د پراختیا لپاره شپه او ورځ کار وکړم.
دوهم: که د یو داسې لومړني ماډل (white paper) په رامنځته کولو ونه توانیدم ترڅو د افغانستان د معما بنسټونه په بشپړه توګه تر څیړنې لاندې ونیسي، هغه وخت به ۱۰۰۰ ګامه شاته ولاړ شم، او تاسې ټولو ته به غوږ ونیسم، ترڅو د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې بنسټونه په ګډه رامنځته کړو.
زما وروڼو، خویندو او ملګرو، زما په آند د افغانستان د معما د حل لپاره هیڅ اسانه او چټکه حل لاره شتون نه لري.
هر څومره پیسې او هیڅ ایډیالوژي نه شي کولی ترڅو د افغانستان معما حل کړي.
هیڅ بهرنی او سیمه يیز ځواک نه شي کولی ترڅو د افغانستان معما حل کړي.
یوازې او یوازې موږ د افغانستان خلک کولی شو، دا معما حل کړو.
موږ کولی شو خپله دا معما حل کړو، ځکه دا زموږ ټولو ډله يیزه او ګډه ناروغي ده. تر ټولو زیات موږ ځوروي. تر ټولو زیات موږ ته درد راکوي. که په دې معما موږ خپل وار لومړی نه کړو، نو دا به وار لومړی کړي او موږ به د یو ملت او یوې جغرافیې په توګه ووژني.
خو تر هرڅه لومړی باید له دې معما څخه ژور فهم او درک ولرو. موږ باید د دې معما، یا ډله يیزې ناروغۍ، جوړوونکي عناصر وپیژنو.
له هغه وروسته باید د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لار پیدا کړو. زه د افغانستان د ملت جوړونې په فلسفه کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لار "خلاقانه له منځه وړنه" یا deconstruction نوموم.
زه په دې کلک باور لرم چې د افغانستان د ټولو ستونزو او د معما د راسپړلو لپاره، لومړی باید د خپلو ستونزو جوړښت او اجزا په خلاقانه توګه له منځه یوسو. خو تر دې کار مخکې اړتیا لرو چې د دې معما په اړه په هر څه باندې وپوهیږو.
هر کله چې د دې معما په اړه په بشپړه توګه پوه شوو او د حل لار مو ورته پیدا کړه، له دې وروسته به د بیا رغونې یاreconstruction پروسه پیلوو.
هو، موږ به زده کړو چې څه ډول دا معما درک کړو، هغه په خلاقانه ډول له منځه یوسو او له هغه وروسته د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره یو ښه او نیکمرغه افغانستان جوړ کړو.
زما ګرانو وروڼو، خویندو او ملګرو، که موافق واوسو او که مخالف، خو یو ټکی ډېر څرګند دی، او هغه دا چې موږ ټول په یوه بیړۍ کې سپاره یو. یوازینۍ لار دا ده چې یو ځای ژوند کول او یو د بل خبرو ته غوږ نیول زده کړو. له دې پرته بله هیڅ چاره نه لرو.
یوازې او یوازې په دې ډول سره کولی شو، ترڅو د خپلې بیړۍ کپتاني (مشري) په خپله غاړه واخلو او د بیړۍ د حرکت لوري ته ۱۸۰ درجې ثابت تغیر ورکړو.
وروڼو، خویندو او ملګرو، زما په آند د افغانستان د معما ریښې او علتونه لږ تر لږه شلمې پیړۍ ته رسیږي.
خو موږ اوس په یوویشتمه پيړۍ کې ژوند کوو.
دا د لمر په څیر څرګنده ده چې له شلمې پیړۍ څخه را پاتې ستونزې د هغې پیړۍ په فکر، نظر، ذهنیت، میتود او امکاناتو نه شو حل کولی.
نو باید زدکړه وکړو.
د خپلو مشرانو حکمت او پوهې ته به غوږ کیږدو. خپل تاریخ به بیا، بیا ولولو.
خو موږ به یوازې او یوازې د شلمې پيړۍ د معما د حل لپاره د یوویشتمې پیړۍ د حل لارې کاروو.
موږ به هڅه وکړو ترڅو له انشټاین څخه زده کړو. دا مشهور عالم موږ ته په یو ځای کې را زده کوي:
"که د یوې ستونزې د حل لپاره یوازې یو ساعت وخت ولرم، نو ۵۵ دقیقې به یوازې د هغې ستونزې په اړه فکر کولو ته او پاتې پينځه دقیقې به د حل لارو ته ځانګړې کړم. "
همدارنګه انشټاین تر دې هم یوه بله مهمه خبره کړې ده:
"په کومه فکري کچه چې زموږ ستونزې رامنځته شوې دي، موږ نه شو کولی چې په هماغه فکري کچه یې حل هم کړو".
انشټاین په څرګنده توګه موږ ته را زده کوي چې د ستونزو د حل لپاره تیاری نیول او د مقدمو رامنځته کول لوړ ارزښت لري.
موږ که تر هرڅه مخکې د افغانستان د دې معما علتونه او ریښې ونه پیژنو، هیڅکله نه شو کولی چې هغه په اسانۍ سره حل کړو.
تر ټولو مهمه دا چې، موږ باید د افغانستان د موضوع په اړه د یوویشتمې پيړۍ د ستونزو د حل او راسپړلو مهارتونو (problem solving skills) ته پراختیا ورکړو. تر دې هم مهمه دا ده چې موږ د یوویشتمې پیړۍ میتودونو، وسایلو او اسبابو (tools) ته اړتیا لرو.
که چیرته موږ د تاریخ د یو لوی عالم نصحیتونو ته غوږ نه شو او له هغه څخه زدکړه ونه کړو، نو بیا انشټاین موږ ته داسې ویلي:
"دا حماقت دی چې یو کار بیا بیا په یو شان تر سره کړو او د متفاوتو پایلو تمه ځینې ولرو".
نو موږ باید بیرته زده کوونکي شو. موږ باید د افغانستان د معما مطالعه وکړو او د دې علم او هنر زده کوونکي پاتې شو، ترڅو لا ښه ورباندې وپوهیږو او په خلاقانه توګه دا معما له منځه یوسو.
یوازې او یوازې په دې توګه کولی شو، ترڅو نوی او نیکمرغه افغانستان جوړ کړو.
موږ به د افغانستان د دې معما د حل لارو په لټه کې یو. موږ به د دې حل لارو د پیدا کولو لپاره اوږده سفرونه وکړو. حتی که اړتیا شي، تر افسانوي کوه قاف پورې به ولاړ شو. که مو په کوه قاف کې هم څه پیدا نه کړل، نو بیا به یوه نوې حل لاره اختراع کړو.
یا به یې پیدا کړو، یا به یې اختراع کړو، خو د عمل خلک به یاستو!
په فیسبوک کې زما لیکنې په ټوله کې د افغانانو، مسلمانانو او ختیځ بلاک، کوم ته چې علامه اقبال "مشرق زمین" وایي، په توګه زموږ پر خپلو ماتو متمرکزې دي.
خو په عین حال کې، د لویدیځ پر علمي، ټکنالوژیکي او ټولنیز-اقتصادي (socio-economic) بریالیتوبونو هم تمرکز کوم.
زه د ټولنیز-اقتصادي (socio-economic) له اصطلاح څخه کار اخلم، ځکه د «اقتصادي» کلمه نه شي کولی په یوازیتوب د لویدیځ بریالیتوب په سم ډول په ځان کې راونغاړي. د ټولنیز-اقتصادي اصطلاح د لویدیځ د بریالیتوبونو تر شا افکار، نظریات، مفاهیم، اصول، ارزښتونه، اخلاق، پراختیاوې، اختراعات او نوښتونه هم په ځان کې را نغاړي.
زما لیکنې په دې حقیقت هم ولاړې دي چې لویدیځ یوازې له ځان څخه نه، بلکې زموږ په ګډون له نورو څخه هم زدکړه کړې ده.
همدارنګه استدلال کوم چې لویدیځ د یو ښه او نیکمرغه افغانستان د رامنځته کولو لپاره هیڅکله هم یوه بشپړه طرحه (the perfect blueprint) نده.
او په واقعیت کې، په دې یوویشتمه پیړۍ کې د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان د ټولنې لپاره یوه بشپړه طرحه نه شي کیدی.
نو موږ باید د یو ښه او نیکمرغه افغانستان د رامنځته کولو لپاره خپله طرحه جوړه کړو.
موږ کولی شو خپلې دې طرحې ته "د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه" او یا هم کوم بل نوم ورکړو. نومونه ډیر مهم نه دي. نومونه یوازې بې ساه کلمې دي، او خالي لیبلونه ( labels) دي.
تر هر څه وړاندې دا طرحه باید افغانستان شموله وي او ملي لرلید (national vision) ولري. د دې لرلید په نه شتون کې موږ هم کاڼه یو او هم ړانده، او نه پوهیږو چې په کوم لورې درومو.
په دې طرحه کې باید زموږ ټولې هيلې او امیدونه رانغښتي وي. همدارنګه باید هغو مهمو اصولو او ارزښتونو ته پام وکړو، چې ټول پکې شریک یو او هیله لرو ترڅو د هغوی په رڼا کې د افغانستان د سرلوړي او خپلواک ملت په توګه ژوند وکړو.
دا لومړنۍ طرحه که په هر نوم یاده کړو، خو باید د کاري فرصتونو رامنځته کولو په څرنګوالي، د غوره زدکړه يیز او پرمختللي روغتیایي سیستمونو په رامنځته کولو، د مستحکمو زیربناو جوړولو په وړتیا او د چاپيریال ساتنې په مفهوم رڼا واچوي.
نو زما ګرانو ملګرو او وروڼو:
زه خپلې میتودلوژي ته زیګزاګ (Zigzag) نوم ورکوم. زیګزاګ په انګلیسي ژبه کې ښي او کيڼ اړخونو ته د متناوب او ناڅاپي څرخیدلو مانا ورکوي.
مګر زه مخکې او شاته هم حرکت کوم.
د زیګزاګ دا میتودلوژي قصدي او اګاهانه ده.
زه خپل دې میتود ته غیر خطي یا (Nonlinear) نوم ورکوم. زه له چپ څخه ښي اړخ ته ځم او په تاریخ کې شاته سفر هم کوم، همدارنګه راتلونکي ته هم ګورم، ترڅو د افغانستان معما ښه درک کړم او د هغې لپاره د یو علاج او حل لارې په پیدا کولو وتوانیږم.
زه هڅه کوم چې د تاریخ د دوه بې نهایتونو ترمنځ نظر وکړم: لومړی: ۳۰۰۰ کاله وړاندې د فلسفې رامنځته کیدل، او دوهم: څلورم صنعتي انقلاب، چې یوازې لس کاله مخکې پیل شو.
دا ستراتیژي او میتودلوژي دقیق او محاسبه شوې ده. ما دا غیر خطي ستراتیژي ډیزاین کړې، ترڅو تاسې پوښتنو کولو ته وهڅوم او تاسې وننګوم ترڅو د څیړنو او پلټنو ترسره کولو ته اړ شئ.
د دې کارونو له ترسره کولو څخه زما هیله دا ده، که چیرته زه د افغانستان د ملت جوړونې لپاره د یو چوکاټ په جوړولو بریالی نه شم، نو تاسې همدا کار وکړئ. که تاسې هم دا کار ونکړ، نو ستاسې زامن او لمسیان دې دا کار ترسره کړي.
هو، زموږ افغانانو لپاره ټول یرغلګر، یرغلګر او متجاوزین دي، او د هرې ژبې، نژاد او ایډيالوژي لرونکي یرغلګر یو شان دي. موږ یوازې پر همدې باور لرو، ځکه دا خاصیت زموږ افغانانو په (DNA) کې شتون لري او دا خاصیت به هیڅکله بدل نه شي.
په پای کې د پښتو ژبې د یو شعر له دې بیت سره تاسې ټول تر بیا په خدای (ج) سپارم:
ای وخته! ستا د تګ لارې زموږ سره دي
منزل که زموږ نه شو، مزلونه خو به وي
تاسې کولی شئ، زما لیکنې، تبصرې او لنډ افکار زما پر فیسبوک ادرس او فیسبوک پاڼه د لاندې لینکونو له لارې تعقیب کړئ:
https://www.facebook.com/shaukat.zamani.77?mibextid=LQQJ4d
https://www.facebook.com/shauktat.zamani
درنښت
شوکت زماني
د افغان فرصت مرکزونو او افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې بنسټګر