27/04/2026
#يو کتاب، يوه اونۍ
فضیلت زم زم خصوصي عالي لېسې د يو کتاب، يوه اونۍ په شعار سره د کتاب نړيواله ورځ ولمانځله. د غونډې په پيل کې د لېسې امر احسان الله ويسا د کتاب په ارزښت، مطالعې په لارو چارو او د ښوونځي د انضباطي اصولو په رعایت خبرې وکړې. ښوونکو او زده کوونکو په نوبت سره د کتاب په اهميت، دوامدارې مطالعې، د مطالعې لپاره د کتاب په انتخاب، له مطالعې سره د عادت جوړونې او کتابونو په معرفي غونډه لا رنګينه کړه.
د ښوونځي کتابتون د غني کولو او مطالعې دودولو لپاره ښوونکو او زده کوونکو په لسګونه ټوکه بیلابیل کتابونه د ښوونځي کتابتون ته ډالۍ کړل. فرهنګي کمیټې مطالعې ته د زده کوونکو هڅونې او مطالعې دودولو په موخه د (يو کتاب، يوه اونۍ) تر شعار لاندې ژمنه وکړه، که هر زده کوونکی په اونۍ کې يو کتاب ولولي او د پنجشنبې ورځې سرلاين کې يې زده کوونکو ته ور وپېژني، د ادارې له لوري د ډالۍ ګټونکی دی. دغه جوايز به تر څلورو اونيو زده کوونکو ته ور کول کېږي.
فضیلت زم زم
وياړ، نوښت او سالم پرمختګ