11/10/2025
*د خواخوږۍ او غم شریکۍ پیغام*
په ژورې خواشینۍ او زړهبوږنوونکي احساس سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند د پکتیا تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتوت یو ځوان، بااستعداده، مؤدب، متواضع او د غوره انساني صفاتو څښتن، ښاغلی *ضیاءالرحمن همدرد*، د یوې ناورینناکې ترافیکي پېښې له امله خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
مرحوم همدرد نه یوازې یو علمپال او مسؤل استاد و، بلکې د خپلو همکارانو، زدهکوونکو او ټولنې لهخوا د درناوي وړ شخصیت ګڼل کېده. د هغه لوړ اخلاق، ښې رویې، علمي لیاقت او د خدمت خلوص به تل د یاد وړ وي.
د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مشرتابه، استادان، کارکوونکي او محصلین د نوموړي ناڅاپي مړینه یوه ستره علمي او انساني ضایعه بولي، او د نوموړي کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او همکارانو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.
*اللهم اغفر له وارحمه و اسکنه فسيح جناتك*
*إنا لله وإنا إليه راجعون*