29/05/2026
*د نفس سره مبارزه او په ښه اخلاقو د ځان روزنه:*
له مهمو شیانو څخه یو دا دی چې انسان پر ښه اخلاق او ښه طرز او چلند ځان وروزي، او له خپل نفس سره مبارزه وکړي ترڅو یې عملي کړي، تر دې چې دا د انسان عادت وګرځي. دا مجاهده کله څو میاشتې، او کله ښايي څو کاله وخت ونیسي.
همدا وجه وه چې سلف صالحینو د نورو خلکو سره فرق درلودی.
محمد بن المنكدر رحمه الله فرمایلي دي: «ما له خپل نفس سره څلوېښت کاله مبارزه وکړه، تر دې چې سم او برابر سو.» (حلية الأولياء ۳/ ۱۴۷)
او عبد الله بن أبي زكريا رحمه الله فرمایلي دي: «شل کاله مې د چوپتیا او خاموشۍ تمرین وکړ، خو بیا هم هغه درجې ته ونه رسېدم چې ما غوښتله.» (حلية الأولياء ۵ / ۱۴۹)
*د تجوید القران خپرندویه اداره*@