01/03/2022
د وخت ارزښت په اړه
په زړه پورې کــــــیسه
یوې سینما په پراخه پیمانه یو اعلان خپور کړ چې دوی د نړۍ تر ټولو ښایسته او لنډ فلم خپروي چې هغه ټول 8 دقیقې دی، دا اعلان له مختلفو لارو خپور شو او په ټاکلي وخت د فلم لیدلو لپاره سینما ته ګڼ شمېر خلک ورغلل. فلم په داسې ټوټه پیل شو چې د کوټې تش چت ښکاریده، چې دیکور او بل هیڅ ډول ښکلا یې نه لرله، صرف سپین چت و او بس!
دا چت په پرلپسې توګه درې دقیقې ښکاریده او کیمره هیڅ نه ښوریدله! نه د فلم بله برخه ښکاریدله او نه د چت کومې بلې برخې ته کیمره ورکږیدله! درې دقیقې نورې هم واوښتلې، خو کیمره په هماغه ځای لا ولاړه وه! نه ښوریدله او نه بله برخه راوښتله. له شپږ دقیقو تېریدلو وروسته خلک په تنګ شول او ښه په تنګ شول.
خلکو زوږ جوړ کړ، ځینو غوښتل د فلم ځای پریږدي، ځینې پاڅیدل، ځینو پر فلم وړاندې کوونکو نیوکې پیل کړې، چې تش د چت په ښکاره کولو یې زموږ وخت راضایع کړ، په دې حالت کې ناڅاپه د کیمرې سترګه ورو ورو وښوریدله، د کوټې پر تش دیوال لاندې راښکته کیدله، تر څو لاندې ځمکې ته ورسیدله.
کیمرې پر ځمکه یو کټ ښکاره کړ، پر کټ کوچنی ماشوم پروت و، د ماشوم ټول بدن شل شوټ و، د بدن اعصابو یې کار نه کوه، نو له هر ډول حرکته لویدلی او پر ملا غځیدلی پروت و او دواړه سترګې یې بره په چت کې ګنډلې وې! له دې وروسته کیمره په ماشوم او د کوټې په نوره برخه راتاو شوه او بیرته یې د چت هغه ځای ته پورته کړه چې خلکو شپږ دقیقې لیدلی و او هلته دا جمله ولیکل شوه:
تاسو ته مو د دې ماشوم د ورځني ژونده ایله اته دقیقې وخت درښکاره کړ... صرف اته دقیقې مو هغه ځای درته ښکاره کړ چې دا شل شوټ ماشوم یې ټوله ورځ ګوري، بلکې د ژوند ټولې ګړۍ همدې ځایونو ته په لیدلو تېروي! چې تاسو صرف د اتو دقیقو لپاره په ورته کتلو تنګ او خپه شوئ او نږدې ټول وتلي وئ.
بناءً د خپل ژوند د هرې ثانیې ارزښت وپېژنئ، د خپل رب په درکړیو نعمتونو حمد او ثنا ووایئ او تل شکرونه پرې وباسئ، لکه حدیث کې راغلي دوو نعمتونو کې ډېر خلک تاواني دي چې هغه روغتیا او فراغت دي. (نعمتان مغبون فيهما كثير من الناس : الصحة والفراغ). او د وخت د ارزښت لپاره داستاد Hamid Afghan ارزښتناک کتاب (د وخت ارزښت او ساتنه) وګورئ. چې له حکمت خپرندويه ټولنه نه یې ترلاسه کولی شئ.
او کمنټ کې (ولوستل شوه) لیکل هم مه هېروئ.