16/02/2021
دا ځل دوه عامه کتابتونونه جوړوو.
آبکزار عامه کتابتون او انصار المؤمنین عامه کتابتون.
لومړی: د آبکزار عامه کتابتون چې د وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړونده سیمه کې به جوړېږي، د دې کتابتون لپاره یوه با احساسه او معارف دوسته ځوان زیاته مرسته کړې ده، چې د خپل نوم د نه ښودلو تاکید یې کړی. دومره نغدي مرسته یې کړې، چې یاد کتابتون پوره ورباندې جوړېدای شي، موږ به د دې مرستې حساب د کتابتون له جوړولو وروسته له دوی او تاسو سره شریک کړو. که چېرته نور با احساسه وګړي هم په دغه کتابتون کې برخه اخلي او غواړي چې په همدې کتابتون کې د خپل ځان یا نورو خپلوانو لپاره جاریه صدقه جوړه کړي، نو موږ یې مخه نه نیسو بلکې مننه ترې کوو، دوی کولی شي خپلې مرستې یا ډالۍ تر لنډو ورځو موږ ته وسپاري.
دویم: انصار المؤمنین عامه کتابتون چې د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې به جوړېږي، د دې کتابتون په جوړولو کې هم د با احساسه هېوادوالو مرستو ته سترګې په لار یو، تر اوسه یو شمېر با احساسه کسانو مرستې کړې او یو شمېر نورو وعدې کړې، چې هغوی به هم خپلې وعدې په لنډو ورځو کې پوره کړي.
د کلي عامه کتابتون خوځښت له تاسو ټولو هېوادوالو مننه کوي، موږ له تاسو پرته هېڅ نه شو کولی، دا خوځښت ستاسو خپل خوځښت دی او په ګډه به دا علمي کاروان پر مخ بیایو، ترڅو په ټولنه کې مثبت فکري بدلون را منځته شي، مطالعه دود شي، خلکو ته د مطالعې زمینه مساعده شي، له ناوړه کړنو را وګرځي او د وګړو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
په همدې هیله.
https://www.facebook.com/228426150893237/posts/1206508403085002/