عثمانيه خصوصي ښوونځى ــ کنړ

عثمانيه خصوصي ښوونځى ــ کنړ Join the Best to Shine Your Life.
غوره انتخاب سره مو ژوند روښانه کړئ.

د سیرت النبی ﷺ سیالۍ د پایلو د اعلان غونډه !!الحمد لله رب العالمین!د عثمانیه خصوصي ښوونځي له لوري د سیرت النبی ﷺ سیالۍ د...
14/06/2026

د سیرت النبی ﷺ سیالۍ د پایلو د اعلان غونډه !!

الحمد لله رب العالمین!
د عثمانیه خصوصي ښوونځي له لوري د سیرت النبی ﷺ سیالۍ د پایلو د اعلان او د بریالیو زده‌کوونکو د ستاینې غونډه په خورا ښه او منظم ډول ترسره شوه.

په دې علمي او معنوي پروګرام کې د رسول الله ﷺ د مبارک سیرت د زده کړې اهمیت روښانه شو او د سیالۍ ګډونوالو زده‌کوونکو هڅې او زیارونه وستایل شول. همدارنګه هغو زده‌کوونکو ته چې غوره مقامونه یې خپل کړي وو، د تشویق او هڅونې په موخه ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.
دا ډول پروګرامونه د زده‌کوونکو د علمي، اخلاقي او فکري ودې ترڅنګ د نبوي سیرت د زده کړې، مینې او عملي پلي کولو روحیه لا پیاوړې کوي.

عثمانیه خصوصي ښوونځی
د غوره انتخاب سره خپل راتلونکی روښانه کړئ.

د سیرت سیالي نوم لیکنه!!د نبوي سیرت زده کړه او پوهاوی د هر مسلمان لپاره مهمه دنده ده، ترڅو د خپل خوږ پیغمبر حضرت محمد ﷺ ...
10/06/2026

د سیرت سیالي
نوم لیکنه!!
د نبوي سیرت زده کړه او پوهاوی د هر مسلمان لپاره مهمه دنده ده، ترڅو د خپل خوږ پیغمبر حضرت محمد ﷺ له مبارک ژوند، اخلاقو او لارښوونو څخه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
په همدې موخه، د عثمانیه خصوصي ښوونځي علمي کمېټې د خپلو ګلالیو زده‌کوونکو لپاره د سیرت النبي ﷺ نهم پړاو سیالي پیل کړې ده، چې تر دې مهاله پکې له (۱۵۰) څخه زیاتو زده‌کوونکو نوم لیکنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د یادې سیالۍ ازموینه به په نږدې راتلونکې کې واخیستل شي.

الله تعالی دې زموږ زده‌کوونکي د علم، اخلاقو او اسلامي پوهاوي په زیور ښکلي کړي.

عثمانیه خصوصي ښوونځی
د غوره انتخاب سره مو ژوند روښانه کړئ

26/05/2026

نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!!

20/05/2026

د عبدالغیور ساپی لنډ نظر د نندارتون په اړه!!

د نن ورځې دا نندارتون زموږ د ځوان نسل د وړتیاوو او روښانه فکر ښکلی انځور و د زده‌کوونکو هڅې، نوښتونه او عملي کارونه دا څرګندوي چې زموږ راتلونکی نسل د پرمختګ او بریا لپاره پیاوړی استعداد لري د داسې علمي پروګرامونو دوام د ټولنې د پرمختګ لپاره خورا ارزښت لري.
عثمانیه خصوصي ښوونځی
د غوره انتخاب سره مو ژوند روښانه کړئ

17/05/2026

د ځوان انجینر موسی نورزي لنډ پیغام !!

د داسې علمي نندارتونونو جوړېدل د ځوان نسل د استعدادونو د غوړېدو لپاره ډېر مهم دي.
نن مو ولیدل چې زموږ زده‌کوونکي د نوښت، خلاقیت او عملي زده‌کړو په ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري.
هیله لرم دا ډول پروګرامونه لا زیات شي، څو زموږ ځوانان د علم او پرمختګ پر لور لا پیاوړي ګامونه واخلي.
عثمانیه خصوصي ښوونځی
د غوره انتخاب سره مو ژوند روښانه کړئ.

14/05/2026

د عثمانیه خصوصي ښوونځي د علمي نندارتون ښکلي لحظې په دی لنډ وډیو کلیپ کې!!
د زده‌کوونکو لاسي صنایع، علمي پروژې او د هېواد کورني تولیدات د قدرمنو مېلمنو او د علم مینوالو له حضور سره نندارې ته وړاندې شول.

دا یوازې یو نندارتون نه؛ بلکې د استعداد، خلاقیت او روښانه راتلونکي انځور دی.
عثمانیه خصوصي ښوونځی
د غوره انتخاب سره مو ژوند روښانه کړی.

Address

Afghanistan Kunar Province
Chagha-Sari
26000

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عثمانيه خصوصي ښوونځى ــ کنړ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category