د کمپيوټر او مبايل معلوماتي پاڼه

د کمپيوټر او مبايل معلوماتي پاڼه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د کمپيوټر او مبايل معلوماتي پاڼه, Tutor/Teacher, Bagrami.

21/12/2024
23/09/2022

یو ورور پوښتنه کړی، کله مو چی د کمپیوټر رمز له یاده ووځی نو څنګه کولۍ شو چی دا رمز پرته له دی چی ډیټا یا معلومات مو له منځه لاړ شی مات کړو؟؟؟؟

23/09/2022

یو ورور پوښتنه کړی وه چی
د وټس آپ ګروپ لینک څنګه جوړیږی ؟؟؟

22/09/2022

بشیراحمد عمرخیل ورور لاندی پوښتنه کړی وه.
څنګه کولی شو چی د cmd په واسطه د کمپیوټر پاسورد بدل کړو بیدون لدی چی له موږ څخه هغه مخکینی پاسورد وغواړی ؟
مننه

22/09/2022

اسلام و عليکم دوستانو!
له ډېر زنډ وروسته ، کا د کمپیوټر او موبایل په برخه کی څه مشکل لری نو ماسره یی شریک کولۍ شۍ.
په مننی سره!!!!!!

Photos 23/05/2017

دکمپیوټر په اړه پوښتنی اوجوابونه یی
سوال : سکرین بوی کوی ؟
جواب : سكرين خيرن شودی خاوری دوړی پر پرزو پرتی دی پاک یې کړه که د سکرین ضمانت نه وی ختم شوی وشرکت ته مراجعه وکړه ۰
سوال : عکسونه ریږدی ؟
ځواب : ټول مشکل دبرق په تار کی دی دبرق تار وسکرین ته سم ولګوه ۰
سوال : چې کمپیوټر چالان کړم لس یا شل دقیقې هیڅ نشم لوستلای؟
ځواب : کمپیوټر د ددوړو ډک دی پاک یې کړه کومه بادپکه چی په مادربورد باندی لګیدلی هغه هم پاکه کړی تر بادپکې لاندی یوه المونیوم ټوټه ده هغه هم پاکه کړه ۰
سوال : دکمپیوټرهارډیسک اواز کوی ؟
ځواب : مشکل دبرق په تار کې دی که هغه سم لګیدلی وی نو به کومه پرزه خرابه شوی وی هغه بدله کړه ۰
سوال : کمپیوټر کې می نیټه ، وخت سم نه دی ؟
ځواب : CMOS بیټری ختمه شوی ده نوی بیټری ورواچوه ۰
سوال : لیکلی General Failure Reading Drive C ? نه پوهیږم څه دی ؟
ځواب : خدای دزړه صبر درکړی ستونزه په هارډسک کې ده خپل معومات دی ژر وبل هارډسک ته نقل کړه .
سوال : کمپیوټر مې دویندوز څخه دوتولو او داخلیدولو په وخت کې اواز کوی ؟
ځواب : کمپیوټر ګرمیږی بادپکه یې وګوره یا یې بدله کړه ۰
سوال : کمپیوټر مې لږ وخت وروسته پخپله بند شی ؟
ځواب : کمپیوټر سم دی لاکن پر کمپیوټر لوډ زیات دی یابه ستونزه په SOFTWARE کې وی ۰
سوال : سکرین لږ وخت وروسته اواز کوی ؟
ځواب : دسکرین په کومه پرزه کې ستونزه ده دسکرین ضمانت وګوره که یې وخت پاته وی شرکت ته یې ورښکاره که چې نوی پرزه ورواچوی ۰
سوال : کله چې کمپیوټر چالان کړم یو اوږد شپیلک اودوه لنډ شپیلکونه ووهي ؟
ځواب : د VGA کارټ په خپل ځای کې نه دی لیګدلی سم یې ولګوه۰
سوال : کمپیوټر مې بند بند شپیلکي کوی ؟
ځواب : رام RAM د سم نه دی لګولی رام په خپل ځای کی سم ولګوه ۰
سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM
ځواب : ستا کمپیوتر درته وایې تاسو چې کوم ډریور وکمپیوټر ته اضافه کړی نوموړی ډریور د وینډوزاکس فی سره موافقت نه لری تاسو داسی ډریور ورواچوي چې دوینډوز اکس فی سره موافق وی ۰
سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM
ځواب : نوموړی ستونزه د دنظام NTFS دپیلونو څخه وی اوکله هم دې ته ورته لیکنه وی خو په پای کی یې 32 لیکلی وی چې دا خاصیت FAT32 دنظام دپیل دی دنوموړی ستونزی دلری کولو دپاره دغه پیل chkdsk.exe له لاری سمیږی اوباید دکمپیوټردپرزو تارونه هم وکتل شی چې سم لګیدلی دی که نه
سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x0000003F
NO_MORE_SYSTEM_PTES
ځواب : نومړی ستونزه Backup دغلط استعما ل څخه منځ ته راځی کمپیوټر System Restore کړه
Start Menu> All Programs> Accessories> System Tools> System Restore
که تاسو کوم پروګرام وکمپیوټر ته واچوی په کمپیوټر کې ستونزه پیدا شی کمپیو ټر System Restore کړی
کمپیوټر به بیرته پخوانی حالت واوړی په لاندی تګلاره واړوی
1- Start Menu
All Programs- 2
Accessories-3
System Tools-4
System Restore- 5
سوال : کمپیوټر مې یو اوږد شپیلک یو لنډ اوبیا دری ځله پرلپسی لنډ شپیلکان ووهی ؟
ځواب : د CMOSبیټری چارج ختم شو بیټری نوی ورواچوه ۰
سوال : کمپیوټر مې خبر راکوی وایې په ذاکره کې ستنوزه ده ؟
ځواب : ته RDRAM او SDRAM سره وګوری یو ډول دی اوتیزی ( سرعت) یې سره برابر دی که نه ۰
سوال : یوه نښه می تر سترګو کیږی ******** نه پوهیږم چې څه دی ؟
ځواب : که بیټری نوی وی او بیا هم نیټه ، ساعت بدلیږی پر خپل حال نه پاته کیږی نو د CMOS ذاکره بدله کړه ۰
سوال : کمپیوټر راته لیکي؟
DISK FAILURE INSERT SYSTEM DISK AND THEN PRESS ENTER ?
ځواب : ګوره وروره لمړۍ به د DATA او POWER دهارډسک تارونه وګوره که بیا هم پورتنی جمله لیکی نو تاسیوینډوز انسټال کړی که یې تر وینډوز انسټالولو وروسته هم پورتنی جمله درته لیکل نو ستاسو دکمبیوټر حارډستک خراب شوی دی نوی حارډسک ور واچوی ۰
سوال : کمپیوټر چې مې چلالان شی safe mode وی ؟
ځواب : وروره وویندوز ته safe mode له لاری داخل شه کوم پروګرام چې تاسو وکمپیوټر نوی اچولی هغه حذف کړه ډسک سکین کړه scandisk او کمپیوټر ریسټارټ کړه restart کله چې کمپیوټر په چالانیدو پیل وکړی F8 تڼي ژر ژر وهه خیال کوه چې دکیبورډ تڼی ماته نه کړی کله چې یوه پاڼه درته خلاصه شی ۰
safe mode
............
...............
...............
NORMAL وټاکه او انټر تڼی کښیکاږه ستاسو کمپیوټر به نورمال چالان شی ۰
سوال : زما کمپیوټر ته چې سی ډی څو ځله یې لولې ؟
ځواب : ستونزه په CD-ROOM کې ده کله کله پر عدسه باندی دوړی پرتې وی کمپیوټر سی ډی نشی پیژندلای کمپیوټر د ویو کس ته چې دکمپیوټرپه پرزو بلد وی ور ښکاره کړه ۰
سوال : CD-ROOM نه خلاصیږ

Photos 20/05/2017

کمپيوټر پوهنه
کمپیوټر پوهنه راتلونکي ته نوې بڼه ورکوي. اوس کمپیوټر پوهنه زمونږ له ژونده یوه نه بیلیدونکې برخه ده، تقریبا ټولو هغو شیانو ته چې له موږ څخه راغونډ دي په مجازي توګه داسې بڼه ورکوي چې مونږ پرې اړيکې ونیسو، سفر، کار او لوبې وکو. دا یواځې د کمپیوټري انقلاب شروع ده. په اوس وخت کې کمپيوټر پوهنه د نوښتونو، پنځونو او د تشبث د نورو ډیرو ډګرونو یوه پیاوړې کیلي ده، پدې اړوند مطالعې حیراننوکې او الهام ورکونکې دي.
حيرانيږه مه! ته کولای شې، یو له همدوی (نوښتگرو/پنځونکو) څخه واوسې!
د کامپیوټر کارپوهان د راتلونکي نوښتونو (د معماریو پر ودې او د پرمختللیو محاسباتو اړوند تخنیکونو) لپاره د هغو سافټورنو پر ودې بوخت دي چې په همغه چارچوب کې پر کار اچول کیږي. کمپیوټر پوهنه په نړۍ کې د مثبت بدلون لپاره یو پیاوړی ځواک دی. کامپیوټر کارونې مریخ ته د یو کنجکاو پالندوی د رسولو (غورزولو) شونتوب پر غاړه اخيستی، د غیر مترقتبه دواګانو له تداخل څخه د مریض سمه پالنه او ساتنه، د K-12 ( په امریکا، کاناډا، ترکیه، مصر، شمالي کوریا او فلیپین کې د ابتدایه، متوسطه او بیا له نهم څخه تر دولسم ټولگيو پورې مجموعې ته ویل کیږي) ښوونیز انقلاب او د ګرځنده مبایلونو له لارې زده کړه، او حتی د کمپيوټر پنځونه چې د مخاطرې پر وخت یې د ځان پر ګټه کارولای سو.
دا (کمپوټر پوهنه) د بې پولې ځواک ډګر ده.
تیار اوسه چې نړۍ ته بدلون ورکړې!
د کمپيوټر پوهنې ارزښت او کارونه د هغه د لنډ تاریخ څخه چې د کمپیوټر د نړۍ شروع بلل کیږي څرګندیږي، دا چې نړۍ ورځ تر بلې د نوښت په لټه کې ده نو د کمپیوټر د نن نوښتونه به د سبا لپاره یواځې یوه مفکوره پاتې وي. نړۍ د تیرو دوه لسيزو په موده کې د کمپیوټر پوهنې پر مټ هغې پوړۍ ته ورسیده چې خلکو ته یې ګمان لیونتوب او په اړه يې خبرې افواهات او عبثيات ښکاريدل.
کمپیوټري تفکر به یو بنیادي مهارت وي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د نړۍ هر وګړی کاروي. په لوست، لیک او محاسباتو کې باید د هر ماشوم تحلیلي ځواک ته کمپیوټري تفکر ور اضافه شي. کمپیوټري تفکر د ستونزې حل، د یو سیمتم ډیزاین او د انسانانو د رویې (سلوکو) درک او بیا د مفاهیمو پر بنسټ يې انځورول د کمپيوټر پوهنې د بنيادي مفاهيمو په ټوگه ځان کې رانغاړي.
کمپیوټري تفکر د کمپيوټر پر ظاهري بڼې او کارونې بسنه نکوي، دا هغه کار ده چې نن یې هر انسان پر کارونې برلاسی دی مګر؛ د نوښتونو، سهولتنو او مجازي امنیت د رامنځ ته کولو په اړه فکر ته وايي. دا (کمپيوټر پوهنه) د تجزيه کولو(سوچه کولو) او بيا په نتيجه کې د تجزيې پر مختلفو سطوحو د فکر کولو وړتيا ته اړتيا لري. د کمپیوټینګ (محاسباتو) ډګر په علمي سوالونو، ټیکنالوجیکل(تخنيکي) نوښتونو او پر ټولنیزو غوښتنو رهبري کیږي، دلته د دې درې مفهومونو ترمنځ عجیب د ټیلې او تمبې بالمثل متقابل عمل پروت دی. د مثال په توګه، د تیکنالوژي(تخنيک) د پرمختگ تیزوالی او ټولنیزه غوښتنه مونږ د کمپیوټينګ(محاسباتو) اساسي علمي پوښتنو ته بیایي. دا مفهومونه هم د کمپیوتنیګ (محسباتي) تحقیقاتو د تاثیر مقیاس دی.
يوه ځانگړنه چې کمپيوټر پوهنې ته خاص ارزښت ورکوي چې د ساينس او تيکنالوژۍ نورې برخې ورته اړ دي، سافټور ده. سافټور دا لاره برابروي چې خپلو تصوري افکارو ته په مجازي نړۍ کې يو انځور ورکړو تر څو په حقيقي نړۍ کې يې د گټې او هوساينې موخې معلومې وي نو؛ سافټور د اخيرو دوه لسيزو د نوښتنو او پنځونو دروازه بلالی سو. پدې هيله چې د هيواد په پوهنيز ډگر کې د دې دروازې د پرانيست لپاره بنسټيز گامونه پورته سي.
د يو سوکاله افغانستان په هيله …
له ملګرو سره یې شریکه کړئ

Want your school to be the top-listed School/college in Bagrami?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Bagrami