19/10/2025
زموږ د یو مشر د خپل د زده کړی دورې یو لیکلی انځور تاسو سره شریک کوم.
هو ، بابه قشقار ولى تاريخى زيارت ، ښکلى کلى ده ښکلى يى خلک دى ، زما د لومړنۍ زدکړى ټاټوبى ده ماته ګران ده زه په کال ١٣٤٢ کال کې د بابه قشقار په ابتدايه ښوونځى کى شامل شوم ـ
د مکتب سرمعلم عبد الرحيم خان نوميده د ښاغلى خداى بښلى بادار او څو نورو سپيږيرو سره کلى په کلى ګر ځيدل او هلکان يى مکتب ته دعوت ول خداى پاک د ټولو ته اجرونه ورکړى روح د د ټولو ښادوى علم دوسته مشران ولـ
زمونږ نه مخکى معلم صيب زلمى وو ، حدو لالا و ، قاسم وو ، انور وو ، او داسى نور ، زما هم صنفيان معلم عيسى وو سردار ولى وو ، پيرو لالا و ، سر بلند خان و ، سلطان وو ، يو هلک وو خفه نشى رانه هلکانو به نقلى باله او داسى نور
خو زه د اوله تر شپږمه اول نمره وم، هلکان شوخ وو اکثره به شکايت کيده چى غولکي ګرځوى د کورو شيشى يى ماتى کړى بپا به زلمى خان غولکى ترى را ټولى کړى تعهد به يى وکړ چى نور به دا کار نه کوو، زماياد شى الله د وبښى د سردار ولى پلار کبير خان به د ايلى کلا دروازى ته مخامخ پخپله سوپه ناست وو ، د خدا ى بښلى مير داد نا يى زوى ته به يى نارى کړى واا د کوکى زو
ښه مشران وو الله د جنتونه ورکړى
د مکتب دننه کلا کى څو د انارو ونى وى داوخت به يى انار چاودلى وو
بس زمانه تيره شوه خو ښه يادونه يى تل پاتى وى.
د ښاغلې فیض محمد "موسی زي" د ښوونځې دورې یو لنډ بیان،
لاندې انځور د ١٣٩٦ کال کی ما خپله اخیستي ده.