Faculty of Economics - Kunar

Faculty of Economics - Kunar Economics

زېرې اقتصاد په برخه کې نوې رامينځته شوې برنامېکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې محاسبې څانکه کې مالي او محاسبې ماستري.کاردان...
06/09/2026

زېرې
اقتصاد په برخه کې نوې رامينځته شوې برنامې
کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې محاسبې څانکه کې مالي او محاسبې ماستري.
کاردان پوهنتون کې د سوداګرۍ ادارې دوکتورا برنامه.

د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی خپلو ټولو نويو بريالي شويو او برحاله م...
03/09/2026

د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی خپلو ټولو نويو بريالي شويو او برحاله محصلينو ته په خورا درنښت خبر ورکوي چې د خزاني سمستر درسونه به د هېواد د ګرمسیر ولایتونو د پوهنتونونو درسونو سره يو ځای د راتلونکې یکشنبې ورځ چې د سنبلې میاشتې له پنځلسمې (۱۵) نیټې سره برابره ده رسماً پيل کیږي. ګرانو محصلينو ته سپارښتنه کېږي چې پر ټاکلې نېټه د مهال وېش سره سم په منظم ډول درسونو ته حاضر شي.
په خورا درنښت
د اقتصاد پوهنځي اداره

23/08/2026

د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره، اشنا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او میهن پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځيو د بېلابېلو څانګو کادري ازموینه واخلي.
د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
یادونه: ازموینه د سهار په اتو بجو د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کمپس کې اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

08/08/2026

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې دروند استاد پوهنيار دوکتور ذاکرالله ذکي ته د پوهنيار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع مبارکي وړاندې کوو.
دا علمي پرمختګ د استاد د کلونو نه ستړې کېدونکو علمي هڅو، څېړنیزو فعالیتونو، تدریسي خدمتونو او د لوړو زده کړو په ډګر کې د ارزښتناکو ونډو روښانه ثبوت دی.
هېله ده، چې دا علمي رتبه به د لا زیاتو علمي نوښتونو، اغېزمنو څېړنو، باکیفیته تدریس او د هېواد د علمي ودې لپاره د لا غوره خدمتونو پېل وي.
الله تعالی دې ورته د علم، روغتیا، بریا او لا نورو علمي لاسته راوړنو توفیق په برخه کړي، ترڅو د هېواد د ځوان نسل د روزنې او د علمي ټولنې د پیاوړتیا په لاره کې لا ډېر ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.
ستاسو بریاوې دې تلپاتې او ګامونه مو همېشه د پرمختګ پر لور وي.

22/07/2026

د اقتصاد پوهنځي قدرمن مشر استاد ذاکرالله نصرتيار د پوهندوی علمي رتبې تر لاسه کولو په پار نن خپل لومړی کنفرانس (د بې کارۍ پر کچې د تبادلې نرخ اغېزې) تر سر ليک لاندې وړاندې کړ. استاد ته دې دا وياړ ډېر ډېر مبارک وي.

جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جد...
14/07/2026

جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوم‌ لیکنې په موخه دې له(۲۵/۰۴/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې څخه تر(۰۵/۰۵/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې پورې له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمه مراجعه وکړي.
پاملرنه: د نوم‌ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توگه په پام کې ونيول شي:
1 - د بریالي محصل فزيکي شتون اړین دی.
2 - اصل برېښنايي تذکره چې د کانکور نوم‌ليکنه یې پرې کړي وي او د تذکرې دوه رنگه کاپي باید ولري.
3 - څلور قطعې (۳۴) انځورونه، چی بکگراونډ یې سپين وي.
4 - خپل شهرت (نوم، پلار نوم او نيکه نوم) په انگليسي ژبه بايد په ليکلې بڼه له ځان سره ولري.
5 - هر محصل باید د دولسم يا څوارلسم ټولگي فراغت اسناد، فعال موبايل نمبر، ایمیل ادرس او ID نمبر ولري.
ټول جدید الشمول محصلان دې د پورته مواردو په نظر کې نیولو سره، په سالار باغ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو آمريت ته مراجعه وکړي.
يادونه: د نوم‌ليکنې وروستۍ نېټه د(۵/اسد/۱۴۰۵هــ . ش) ده.

25/06/2026

د مبارکۍ په پار
د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ملي اقتصاد څانګې امر او با استعداده استاد ضیاءالحق عمري د ماستري تیزس څخه په بریالیتوب دفاع وکړه . قدرمن عمري صیب ته د عمري صیب قدرمنې او درنې کورنۍ او د اقتصاد پوهنځي علمي کورنۍ ته دې دا ستره لاسته راوړنه مبارک وي. لايزال رب دې لا وځلوه.

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي نهمې دورې فراغت غونډې ته ښه راغلاست. ټولو  نویو ګرانو فارغانو ته د زړه له ...
22/06/2026

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي نهمې دورې فراغت غونډې ته ښه راغلاست.

ټولو نویو ګرانو فارغانو ته د زړه له کومي مبا کي وايو، روښانه راتلونکی مو په برخه شه.

د اقتصاد پوهنځي د نهمې دورې محصلانو د پايليکنو دفاع ګانې تر سره شوې، د اقتصاد پوهنځي اداره په دې پار، خپلو ګرانو محصلانو...
10/06/2026

د اقتصاد پوهنځي د نهمې دورې محصلانو د پايليکنو دفاع ګانې تر سره شوې، د اقتصاد پوهنځي اداره په دې پار، خپلو ګرانو محصلانو او د دوې درنو کورنيو ته د زړه له تله مبارکي وايې.

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون - کنړ د اقتصاد پوهنځي (مالي او بانکداري) څانګې د علمي کادر خبرتیا!1405/03/11د مالي او بان...
02/06/2026

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون - کنړ د اقتصاد پوهنځي (مالي او بانکداري) څانګې د علمي کادر خبرتیا!
1405/03/11
د مالي او بانکدارۍ څانګې وړ او په شرايطو برابر فارغانو ته زرين چانس.
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-586

داوطلبان کولای شي، چې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکه، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د تذکرې له کاپي سره ...

Address

Kunar
Asadabad
2801

Telephone

+93775878790

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Economics - Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Faculty of Economics - Kunar:

Shortcuts

Share