16/05/2026
د اسداباد ذکورو لېسې د علمي او روزنيز چاپېريال يو ځلاند او هڅاند شخصيت، د متوسطې دورې سرښوونکی ښاغلی نصرت الله حقمل، د خپلې صادقانه رهبرۍ، غوره نظم، اخلاص او نه ستړې کېدونکو خدمتونو له امله د لېسې د مدير له لوري وستايل شو او په ځانګړي تقدير ونازول شو.
حقمل صاحب تل هڅه کړې چې د ښوونځي فضا د علم، اخلاقو او مسئوليت احساس په رڼا کې وساتي. د هغه مهربان چلند، دندې ته ژمنتيا او د ښوونکو او زدهکوونکو سره نېک تعامل د دې لامل شوی چې نوموړی د هر چا په زړونو کې ځانګړی ځای ولري.
دا ډول تقدير نه يوازې د يوه شخص د هڅو ستاينه ده، بلکې د نورو لپاره هم د خدمت، اخلاص او مسئوليت يو ښکلی الهام ګڼل کېږي.
موږ ښاغلي نصرت الله حقمل ته د لا ډېرو برياوو، عزت او سرلوړۍ دعا کوو.