25/03/2025
کرکټ یوازې د څو خاصو ښارونو لپاره نه دی، کونړ هم د کرکټ حق لري!
موږ له افغانستان کرکټ بورډ څخه جدي غوښتنه لرو چې د کونړ د کرکټ وضعیت ته توجه وکړي. دا ولایت له کلونو راهیسې د کرکټ لپاره یو مهم مرکز پاتې شوی، خلک یې له دې لوبې سره بېسارې مینه لري، استعدادونه شته، خو بیا هم د اسانتیاوو له نشتوالي کړېږي.
✅ ولې د کونړ لوبغالی لا هم بېسرنوشته دی؟
✅ ولې د دې ولایت د استعدادونو د ودې لپاره هیڅ اقدامات نه کېږي؟
✅ ولې یوازې د ځانګړو ځایونو کرکټ ته پرمختګ ورکول کېږي، خو نور ولایتونه له پامه غورځول شوي؟
دا انصاف نه دی چې کونړ، چې د کرکټ د سوکالۍ لپاره دومره مینه او قرباني لري، له بنسټیزو اسانتیاوو محروم وساتل شي. موږ د کرکټ بورډ له مشرانو، میرویس اشرف او نصیب خان څخه غوښتنه کوو چې د کونړ د کرکټ وضعیت ته جدي پام وکړي او هلته د یو معیاري لوبغالي د جوړولو لپاره اقدام وکړي.
راځئ دا غږ پورته کړو، څو زموږ د وطن د دې کرکټمینوالو حق تلف نه شي!
؟