19/03/2026
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!!!
زه او همکاران مې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زده کړو ادارې مشرتابه او کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم.
له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.
په درناوي
شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زده کړو ادارې غړي