07/06/2025
لوی اختر مو مبارک شه!!!
شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د لوی اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.
هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.
له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.
ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.
له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.
په درناوي
شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي