کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت

کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت, Education Website, Asadabad.

 ! #نوټ!ښځينه ښوونکي د کونړ ولايت د محبس کي د ښځينه بندیانو لپاره استخداميږيMisbah Sayar Samiullah Haqmal Parhiz Qazi Sa...
16/03/2026

!
#نوټ!
ښځينه ښوونکي د کونړ ولايت د محبس کي د ښځينه بندیانو لپاره استخداميږي
Misbah Sayar
Samiullah Haqmal
Parhiz Qazi
Samiulhaq Ahmadi

*بسم الله الرحمن الرحیم* *دافغانستان اسلامي امارت* *دتخنيکي اومسلکي زده کړو اداره*  *ختيځ زون دتخنيکي اومسلکي زده کړو ري...
26/01/2026

*بسم الله الرحمن الرحیم*
*دافغانستان اسلامي امارت*

*دتخنيکي اومسلکي زده کړو اداره*
*ختيځ زون دتخنيکي اومسلکي زده کړو رياست* *کونړ ولایت دتخنيکي اومسلکي زده کړو اړوند دنورګل کثيرالرشتوي لېسې اداري او تدريسي ودانۍ د تائسيس کال څخه راپدېخوا یې دترميم چارې نه وې ترسره شوې او د تېرې شديدې زلزلې له امله ېې تعمير ته ډېر زيان رسېدلی وو ؛ ديوالونه يي درزېدلي ،شیشې او دروازې یې ماتې شوی وې د یاد تعمیر د ترمیم چاری د جلاله خیریه بنسټ لخوا د *300000* درې سوه زره افغانيو په مصرف سره د ترميم چارې جريان لري چې نږدې ورځو کې به ګټی اخستنی ته وسپارل شي

د کونړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په چوکاټ کې د اداري اړتیاوو او اصولو ته په کتو سره نوی اداري تغیر او تبدیل رامنځت...
25/01/2026

د کونړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په چوکاټ کې د اداري اړتیاوو او اصولو ته په کتو سره نوی اداري تغیر او تبدیل رامنځته شو.
څرنګه چې تغیر او تبدیل د هرې ادارې یو مهم او اساسي اصل بلل کېږي، همدې اصل ته په پام او د یاد آمریت د کاري اړتیاوو له مخې، یو لړ بدلونونه ترسره شول.
د یادو بدلونونو له مخې، د دې آمریت پخوانی د کارکوونکو چارو عمومي مدیر، محترم مصباح‌الدین «سیار»، د نسوان کثیرالرشتوي انستیتوت د نوي آمر په توګه وټاکل شو. همدارنګه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت لپاره محترم عرفان‌الله «همدرد» چې نږدې لس کاله یې په دې آمریت کې په بېلابېلو بستونو کې کاري تجربه ترلاسه کړې ده، د نوي عمومي مدیر په توګه وګمارل شو.
چی نن ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د کونړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د قدرمن آمر، مولوي محمد عامر «حسن» له لوري خپلو نوو دندو ته په رسمي توګه معرفي شول. د معرفۍ په دغو مراسمو کې نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: هر هغه کارمند چې وړتیا ولري، د نظام اصولو ته ژمن وي، د خدمت رښتینی هوډ ولري او په خپلو چارو کې اخلاص څرګند کړي، د تقدیر او ارتقاء وړ دی.
د همدې اصل پر بنسټ، په یادو مراسمو کې نوموړو دوه تنه کارکوونکو ته د غوره کاري وړتیاوو له امله ارتقاء ورکړل شوه او د دوی لپاره یی په نوو مسؤلیتونو کې د بریالیتوب او لا زیات پرمختګ هیله څرګنده کړه .
په دې مراسمو کې د ګڼ شمېر ولسي وګړو تر څنګ، د آمریت د نظارت او ارزونې عمومي مدیر محترم پرهېز «قاضي»، د مالي او اداري چارو عمومي مدیر محترم سمیع‌الله «حقمل»، د دعوت او ارشاد مبلغ محترم مولوي عبدالمنان «عابد» او اجرائیه مدیر محترم فولاد «نورزي» هم ګډون درلود له نویو ټاکل شویو کارکوونکو سره د ګډ کار او همکارۍ ژمنه وکړه او هغوی ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریا او پرمختګ هیلې څرګندې کړې.

01/09/2025

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د «روسیه او اسلامي نړۍ» په نوم د کازان نړېوال ک...
12/05/2025

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د «روسیه او اسلامي نړۍ» په نوم د کازان نړېوال کنفرانس ۱۶م پړاو کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته سفر کړی.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،الحاج مولوي غلام حیدر شهامت به یاد کنفرانس کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په څرنګوالي خبرې وکړي.

ټاکل شوې د کازان نړېوال کنفرانس به د رواني غویي میاشتې له ۲۳مې تر ۲۸مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.ګرانو کتونکونن راسره دکنړدمنظروڅخه يوه منظره وويني
02/05/2025

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ګرانو کتونکونن راسره دکنړدمنظروڅخه يوه منظره وويني

 #اعلان!کار اهل کار ته دسپارلو په موخه دکونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت لاندي جدول کي ذکر شوو بستونو لپاره حق...
18/03/2025

#اعلان!
کار اهل کار ته دسپارلو په موخه دکونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت لاندي جدول کي ذکر شوو بستونو لپاره حق الزحمه ښوونکو ته ضرورت لري.
Samiullah Haqmal

بسم الله الرحمن الرحیم.د کونړ ولایت دتخنيکي اومسلکي زده کړو امريت اړوند د تعلیمي مرکزونو د (۲۸) تنو استادانو د ظرفیت لوړ...
15/02/2025

بسم الله الرحمن الرحیم.

د کونړ ولایت دتخنيکي اومسلکي زده کړو امريت اړوند د تعلیمي مرکزونو د (۲۸) تنو استادانو د ظرفیت لوړولو سیمینار د تدریس د کیفیت د ښه والي په برخه کې پرانیستل شو.

نن، په ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ نیټه، دا شپږ ورځنی ظرفیت لوړولو سیمینار د محترم مولوي شاکرالله الکوزي، دکونړ تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر،اداري څخه راغلي پلاوي حبیب الرحمن فضلي او د نظارت او ارزونې عمومي مدیر او ترینر پرهيز قاضي په حضور کې پیل شو.
په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دې ولایت د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره دراغلي پلاوي د راتګ له امله مننه وکړه او د دې پروګرام د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړي له استادانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د ۱۴۰۴ تعلیمي کال کې د تدریس په پروسه کې موثریت او مثمریت زیات شي، او د تعلیمي مرکزونو کیفیت ته وده ورکړي.

وروسته، د سیمینار موضوعات د راغلي پلاوي او د ترینر له لوري معرفي او پروګرام عملاً پیل شو.
Misbah Sayar
Samiullah Haqmal

ورځ: يکشنبهنيټه:1403/10/23دتخنیکي او مسلکی لیسواو انستیتونو دهمغږي ګډه ناسته ترسره شوه . دکونړولایت دتخنیکي اومسلکي زده ...
13/01/2025

ورځ: يکشنبه
نيټه:1403/10/23
دتخنیکي او مسلکی لیسواو انستیتونو دهمغږي ګډه ناسته ترسره شوه .
دکونړولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمریت په انګړ کې دتخنیکي مسلکي ليسو او انستیتونو دآمرینو او تدريسي مديرانو سره نن ورځ دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمر مولوي شاکرالله الکوزي په مشرۍ دهمغږي ناسته وشوه .
مولوي شاکرالله الکوزي دیادې ناستې هدف داړونده تعليمي مراکزو ترمنځ دهمغږي رامنځته کول وښودل اوزیاته یی کړه چې د1403 تعليمي کال لپاره چې دمرکزي ادارې لخوا دجذب کوم پلان دې آمریت ته ورکړل شوې څرنګه کولاې شو چې یاد هدف ترلاسه او هڅه وکړو چې دراکړل شوي هدف څخه زیات جذب وکړو .
ددې ترڅنګ یې ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې دحاضرۍ پابندي وکړي ترڅو دزده کړیالانو قیمتي وخت ضایع نشي په غونډه کې دتعليمي نظارت او راپور ورکولو عمومي مدير،مالي او اداري عمومي مدیریت ،کارکونکو چارو عمومي مدیریت او دعوت ارشاد مدیریت او اړوند تعليمي مراکزو آمرینو هم دجذب او دیادې برنامې د پرمختګ او مؤثریت په هکله خپل نظرونه څرګند کړل او ژمنه یی وکړه چې په خپل پوره توان سره به هلې ،ځلې وکړي چې ټاکل شوې هدف ترلاسه او زده کړیالانو ته مؤثر او باکیفیته مسلکي زده کړې وړاندې کړي .
د يو پرمختللي افغانستان په هيله

18/12/2024

کونړولايت د تخنيکي اومسلکي زده کړو امريت .......
کونړکې له دوه و مسلکي انستیتوتونو څخه ۱۱۸ تنه مسلکي ځوانان فارغ او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شو.

Address

Asadabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share