Chapa Dara Highschool د چپې درې عالي لېسه

Chapa Dara Highschool د چپې درې عالي لېسه This is the official page of Chapa Dara highschool. You can see any kind of information rel

دا چې په هېواد کې د کانکور ازموينه د اخيستلو په حال کې ده، نو د ازموينې ګډونوال بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي.
02/10/2022

دا چې په هېواد کې د کانکور ازموينه د اخيستلو په حال کې ده، نو د ازموينې ګډونوال بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله کورنۍ د نوموړي د ۲۶ تلين په مناسبت د هغه پلرنۍ ځمکه يوه ښوونځي ته د وقف کولو...
30/09/2022

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله کورنۍ د نوموړي د ۲۶ تلين په مناسبت د هغه پلرنۍ ځمکه يوه ښوونځي ته د وقف کولو اعلان کړی دی.
د میزان پنځمه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کیدو له ۲۶ تلین سره برابره ده. د نوموړي میرمنې فتانه نجیب په دې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، چې ډاکتر نجیب په هېواد کې د جګړې او ټولو ستونزو یوازینی حل په ملي روغه جوړه کې لیده او دا سیاست یې د ګوند اساسي برخه کې ګرځولې وه. هغې وويل: «زه غواړم د نجیب الله ارمان د خلکو یاد ته راوړم. یوه ورځ یې ما ته وویل چې زما ستره هیله په هېواد د جګړې ختمیدل او د سولې ټینګیدل دی.»
فتانه نجیب وایي، چې ډاکټر نجیب الله په ځوان نسل د هېواد راتلونکي په اړه باور درلود او د هغوی زده کړو ته یې دېر پام کولو. هغې زياته کړه چې نوموړي له دولتي بودجې زرګونه ځوانانو ته په هېواد دننه او په بهر کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه.
هغه وایي، چې د طالبانو واکمنیدو سره د هلکانو او نجونو لپاره د زده کړو هیڅ زمینه شتون نه لري او د زده کړو پر وړاندې محدودیتونو ځوانان اړ کړي، چې له هېواده وتښتي.
فتانه نجیب وایي، چې د ځوانانو د زده کړو په اړه د ډاکټر نجیب الله ارمانونو ته په درناوي د هغه پلرنۍ زراعتي ځمکه ښوونځي جوړولو ته ځانګړې کوي.

موضوع: د ښه زده کوونکي صفات۱- ښه زده کوونکی هغه دی چې خپل عبادت، مطالعه، کار، تفریح او ورزش په خپل وخت سره کوي .۲- ښه زد...
30/09/2022

موضوع: د ښه زده کوونکي صفات

۱- ښه زده کوونکی هغه دی چې خپل عبادت، مطالعه، کار، تفریح او ورزش په خپل وخت سره کوي .
۲- ښه زده کوونکی هغه دی چې ځانګړی هدف لري او د رسېدلو لپاره ورته پلان جوړوي او عمل پرې کوي .
۳- ښه زده کوونکی هغه دی چې د خپلو والدینو، مشرانو، استاذانو، ملګرو، ټولګیوالو او عامو انسانانو احترام کوي .
۴- ښه زده کوونکی هغه دی چې د خپل اسلام، هېواد، ښوونکي، کتاب، قلم او ښوونځي سره مینه لري .
۵- ښه زده کوونکی هغه دی چې له غلطیو څخه په جدي ډول ځان ساتي؛ که احیاناً کومه اشتباه ورڅخه وشي هغه مني، یو څه ورڅخه زده کوي او بیا یې نه تکراروي .
۶- ښه زدکوونکی هغه دی چې تقوا دار، هڅاند، هوښیار او د کورنۍ له غړو سره د کور په کارونو کې مرسته کوونکی وي .
۷- ښه زده کوونکی هغه دی چې له درواغو، تهمت، غیبت، حسد، کینې، مخالفت، دښمنۍ، تعصب، فساد، خیانت، غلا، رشوت، ښکنځلو، بې احترامۍ، منافقت، کبر، بد اخلاقۍ، دوکې، حرامو، لټۍ، نقل او اسراف څخه ځان ساتي.
۸- ښه زده کوونکی هغه دی چې همېشه نورو خلکو ته د نیکو کارونو امر او له بدو کارونو څخه یې منع کوي .
۹- ښه زده کوونکی هغه دی چې خپل ښوونځی د خپل کور په شان ګڼي، د هغې په ساتلو، پاکولو، جوړولو او ښایسته کولو کې پوره کوښښ کوي او ونډه اخلي .
۱۰- ښه زده کوونکی هغه دی چې د نیکو مشرانو لارښوونې، نصیحتونه، مشورې، نظرونه او ویناوې اوري، لولي او عمل پرې کوي .
⏪مونږ او تاسې هم پکار ده چې ذکر شوي صفات په خپلو ځانونو کې پیداکړو، تر څو د بریا او کامیابۍ تر لوړو پوړیو ورسېږو . ښه وختونه ولرۍ

دا د افغانستان کونړ ولایت دی. له هیلو او امیدونو یو ډک تصویر. ښوونځي ته د روانو نجونو دغه کتار په څنګ کې له شته الواني ګ...
23/09/2022

دا د افغانستان کونړ ولایت دی. له هیلو او امیدونو یو ډک تصویر. ښوونځي ته د روانو نجونو دغه کتار په څنګ کې له شته الواني ګلانو هم ښکلی ښکاري.

د جمعې مبارکه شپه ده د کایناتو په سردار محمد ﷺ باندې مو درود هېر نه شي
22/09/2022

د جمعې مبارکه شپه ده
د کایناتو په سردار محمد ﷺ باندې مو درود هېر نه شي

خبرتیاد کونړ ولایت اړوند ټولو د څوارلسم ټولګیو فارغو زده کوونکي دې خبر وي، تر څو دا چانس د لاسه ورنکړي.
22/09/2022

خبرتیا
د کونړ ولایت اړوند ټولو د څوارلسم ټولګیو فارغو زده کوونکي دې خبر وي، تر څو دا چانس د لاسه ورنکړي.

Address

Asad
2864

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93774085212

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Chapa Dara Highschool د چپې درې عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Chapa Dara Highschool د چپې درې عالي لېسه:

Shortcuts

Share

Category