تبيان الحق عزيز

تبيان الحق عزيز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from تبيان الحق عزيز, Education, nangarhar, Abdyan.

04/05/2024

د غيبت ډولونه

غيبت لكه چې په قول سره صورت نيسي همدارنګه په ليك او د سر او سترګو په اشارو سره هم صورت نيولى شي، او په پېښو كولو سره هم تحقق مومي.

د ښه وضاحت دپاره لاندې احاديث ولولئ:

الف: عائشه رضي الله عنها په يوه حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم ته د يوه سړي پېښې وكړې نو راته ويې فرمايل چـې: (مَا يَسُرُّنِي أَنِّي حَكَيْتُ رَجُلًا وَأَنَّ لِي كَذَا وَكَذَا) يعنې ما دا خبره نه خوشالوي چې زه د يوه سړي پېښې وكړم حال دا چې ماته (پرې د دنيا څخه) دومره- دومره راكړه شي.

ب: عائشه رضي الله عنها په بل حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم مخاطب كړ او په لاس مې اشاره وكړه چې صفيه رضي الله عنها دغومره ده (ټيټكۍ ده)، نو نبي كريم صلی الله علیه وسلم جواب راكړ چې: (لَقَدْ مَزَجْتِ بِكَلِمَةٍ لَوْ مُزِجَ بِهَا مَاءَ الْبَحْرِ لَمُزِجَ) يعنې يقينًا تا (د خپلو خبرو سره) داسې يوه خبره ګډه كړه كه بالفرض دغه (غيبتي خبره) د درياب د اوبو سره ګډه کړی شوې وى هم، ورسره به ګډه کړى شوې وى (او تغير به يې وركړى وى).

هو! په مجلس كښې د يو چا بد ويل په دې شرط غيبت شمېرل كېږي چې غيبت كړى شوى سړى ورباندې پوه نه شي كه څه هم په مجلس كښې حضور ولري او غائب نه وي، ځكه چې په دغه وخت كښې د غائب غوندې ګڼلى كېږي.

عزيز التفاسير : ١١/٤٦٦ ( د الحجرات:١١ او ١٢ آيتونو د تفسير نه)

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=856845633107235&id=100063454184890&mibextid=Nif5oz
04/01/2024

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=856845633107235&id=100063454184890&mibextid=Nif5oz

وَذَرُواْ ظَٰهِرَ ٱلۡإِثۡمِ وَبَاطِنَهُۥٓۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡسِبُونَ ٱلۡإِثۡمَ سَيُجۡزَوۡنَ بِمَا كَانُواْ يَقۡتَرِفُونَ. الأنعام:١٢٠
او ( ای مؤمنانو!) څرګنده ګناه او پټه ګناه (دواړه) پرېږدئ، بې شکه هغه کسان چې د ګناه کسب کوي ډېر ژر به (د هغې ګناه په موافق) جزا ورکړی شي چې؛ دوی وه چې؛ (دا بد) کسب یې کاوه.
ظاهري ګناه او باطني ګناه کومې کومې دي؟
که څه هم یوه ورځې نواس بن سمان رضي الله عنه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې بر (نېکي) څه شی دی؟ او اثم (ګناه) څه شی دی؟. نبي کريم صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ چې "البِرُّ حُسْنُ الخُلُقِ، وَالإِثْمُ ما حَاكَ في نَفْسِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عليه النَّاسُ." یعني نېکي د نېک خوی څخه عبارت ده او ګناه هغه ده چې ستا په زړه کې تردد (اضطراب) پيدا کوي او (ته د يو مسلمان په حیث) نه خوښوې چې خلک ورباندې اطلاع پيدا کړي ( او ورباندې خبر شي).
مګر په دې مقام کې علماوو کرامو ظاهري او باطنی ګناهونه په لاندې ډول تفسير کړي دي:
الف: ظاهري ګناه د ښکاره (بیرغي) زنا څخه عبارت ده او باطني د پټې يارانې څخه کنایه ده، په جاهليت کې یوازې اول ډول ګناه ګڼل کېده او بس.
ب: ظاهري ګناه دا ده چې څوک په لوڅه باندې طواف وکړي او باطني ګناه يې د زنا څخه عبارت ده.
خو بهتره دا ده چې په آيت شريف کې به د ټولو ګناهونو څخه د خپل ځان د بچ کولو امر شوی وي او دا ځکه چې هیڅ یوه ګناه د ذکرو شوو دواړو ډولونو څخه نه شي خالي کېدلى، مثلا: په پټ ځای کې ګناه د خلکو څخه پټه ده مګر الله عز وجل ته ښکاره ده. همدارنګه په عقيدوي ګناه باندې که خلک نه پوهېږي؛ چې په زړونو باندې علم نه لري؛ نو الله عزوجل ته خو ظاهره ده. شاید چې د علماوو کرامو به محض د مثالونو ښودل مطلب وي او حصر به یې مراد نه وي.
عزيز التفاسير: ٤/٣٣٥،٣٣٩ (د الأنعام: ١٢٠ آيت د تفسير نه)

عزيز التفاسير
22/11/2023

عزيز التفاسير

حجاب -٤
که څه هم د اصيلو ښځو په هکله د مخ پټولو څه دلايل د [النور:۳۱] آيت لاندې تېر شوي دي* والحمدلله عزوجل، خو په دغه آیت شریف کې -چې بحث پکې روان دی-* څو نورو دلايلو ته هم اشاره شوې ده (*د تفسير د تسلسل په اساس)، هغه دا دي:
الف: په آيت شريف کې امهات المؤمنين او نورې مؤمنې ښځې ټولې د جلباب په اغوستلو باندې مکلفې ګرځولې شوې دي.
څرنګه چې په امهات المؤمنين باندې بالاتفاق د مخونو پټول واجب و نو څرګنده شوه چې په نورو مومنانو ښځو باندې هم د مخونو پټول واجب دي، که بالفرض په دوی باندې واجب نه وی نو د هغوی سره به د جلباب په اغوستلو کې نه وی جمعه شوی.
په دې باندې علاوه؛ دا هم څه لرې نه ده چې دلته د امهات المؤمنين رضي الله عنهن ذکر د دې دپاره صورت نيولی وي ترڅو خلک پوه شي چې نورې مؤمنې ښځې د جلباب په اغوستلو کې د هغوی څخه کمې نه دي، که دا مطلب نه وی نو د هغوی رضي الله عنهن حجاب خو وړاندې نازل شوی و، تکراري نزول به يې صورت نه وی نیولی. والله أعلم
ب: د {ذٰلِكَ أدْنیٰ أنْ يُّعْرَفْنَ فَلاٰ يُؤْذَيْن} څخه څرګندېږي چې په اصيله ښځه د مخ پټول فرض دي، ترڅو وپېژندله شي او د کم‌ اصلې څخه جدا شي.
د همدې کبله کله چې عمر رضي الله عنه يوه وينځه (کم اصله) وليده چې په لوی څادر (جلباب) کې يې ځان را نغښتی و نو هغه يې په دره ووهله او مخاطبه يې کړه چې: «يٰا لُكَاع أتَشْبَهِيْنَ بِالْحَرٰائِرْ، ألْقِي الْقِنَاع» يعنې ای لوچکې! آيا ته ځان د اصيلو غوندې جوړوې؟ دغه لوی څادر دې وغورځوه.
نو که بالفرض په اصيلو مؤمنو ښځو باندې د مخ پټول واجب نه وی نو دا به يې د پېژندلو دپاره نښه او شعار نه وی ګرځولی شوی، د آيت شريف د نزول په وخت کې د اصيلو ښځو شعار مخ پټول و او د کم اصلو (وينځو) شعار مخ لوڅي وه.
عزيز التفاسير : ۱۰ ټوک/ ۱۱۴ او ۱۲۴ مخونه (الأحزاب: ۵۳ او ۵۹ آيتونو د تفسير نه)

17/11/2023

حجاب -۳

د {ذٰلِکُمْ أطْهَرُ لِقُلُوْبِكُمْ وَقُلُوْبِهِنَّ} جملې څخه څرګندېږي چې د حجاب فرضيت په امهات المؤمنين پورې اختصاص نه لري بلکې ټولې مؤمنانې ښځې د حجاب په کولو باندې مکلفې دي او دا ځکه چې په دغه جمله کې د حجاب د فرضيت وجې ته اشاره شوې ده، نو کله چې حجاب مراعات د امهات المؤمنين او د دوی د معنوی زامنو (مؤمنانو)په د نسبت د زړونو دپاره ښه پاکوونکی وګڼل شو؛ نو د پرديو ښځو او پرديو نارينه‌وو په نسبت خو ډېر زيات پاکوونکی او سپېڅلی ګڼل کېږي.
نو د قيامت تر ورځې پورې چې په هر ځای کې د حجاب مراعات تر پښو لاندې شي؛ هلته د ډېر زيات خبث او ناپاکۍ د رامنځته کېدو وېره شته. مؤمنانو ته په کار دي چې خپل ځانونه ترې بچ وساتي او د حجاب مراعات نه زنانه د پامه وغورځوي او نه د دوی نارينه او نه اسلامي حکومت اجازه ورکړي چې مراعات يې ونه کړي.
او په {يٰأيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأزْوَاجِكَ} الآية، کې هغه حکم ته صراحت شوی دی؛ کوم ته چې په [الأحزاب:۵۳] آيت کې اشاره شوې وه، هغه دا چې هلته امهات المؤمنين په حجاب باندې مکلفې ګرځولې شوې وې او نورو مؤمنانو ښځو ته د اشارې په توګه توصیه شوې وه چې په خپلو مورګانو پسې اقتدا وکړي او خپل ځانونه په حجاب باندې مکلف وبولي.
د جلباب اغوستلو څرنګوالی
د جلباب د اغوستلو څرنګوالی په لاندې ټکو کې واضحه کېږي:
الف: عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما د جلباب د اغوستلو په هلکه ويلي دي چې: «أمَرَ اللّٰهُ نِسَاءَ الْمُؤْمِنِيْنَ إذٰا خَرَجْنَ مِنْ بُيُوتِهِنَّ فِيْ حٰاجَةٍ أنْ يُّغْطِيْنَ وُجُوْهَهُنَّ وَيُيْدِيْنَ عَيْناً وٰاحِدَةٍ.» يعنې: اللهﷻ د مؤمنانو ميرمنو ته امر کړی دی چې کله هغوی د څه حاجت په هکله د خپلو کورونو څخه بهر وځي، چې خپل سرونه دې د سرونو دپاسه په جلبابونو سره پټ کړي او فقط يوه سترګه دې(د لارې د ليدلو دپاره) لوڅه کړي.
ب: ام سلمه رضي الله عنها (ام المؤمنين) وايي: چې کله ذکر شوی آيت [الأحزاب:۵۹] نازل شو نو د انصارو زنانه په داسې حال سره د کورونو څخه راووتلې، لکه چې په سرونو يې کارغان ناست وي، چې د جامو څخه عبارت وه (په سرونو باندې يې جامې او څادرونه را خواره کړه).
ج: محمد بن سيرين علیه الرحمة وايي چې ما د عبيدة السلماني علیه الرحمة نه د همدغه آيت شريف [الأحزاب:۵۶] په هکله پوښتنه وکړه نو هغه راته په عملي توګه په دې ډول شرحه کړ چې: خپل لوی څادر يې راواخيست او خپل مخ او خپل سر يې ورباندې پټ کړه، بيا يې فقط يوه چپه سترګه لوڅه کړه (چې لاره پرې وګوري).
عزيز التفاسير : ۱۰ ټوک/ ۱۱۴ او ۱۲۴ مخونه (الأحزاب: ۵۳ او ۵۹ آيتونو د تفسير نه)

06/11/2023

حجاب -١

په [فَسْئَلُوْهُنَّ مِنْ وَرٰاءِ حِجَابٍ] کې د "حِجَابٍ" کلمه د هغه شي دپاره وضع شوې ده کوم چې د دوه شيانو ترمنځ حايل(پرده) واقع کېږي، چې لاندې صورتونه درلودلی شي:
اول: چې پرده په دېوال غوندې شي سره ونيسي چې حتی د شخص د ليدو مانعه وي.
دوهم: په لوی پوړني يا څادر غوندې شي سره صورت ونيسي چې فقط د څېرې د ليدلو مانعه وي خو د قد او قامت د ليدلو مانعه نه وي.
که څه هم په دې مقام کې مفسرينو کرامو د ذکر شوې کلمې څخه اولنۍ معنی مراده کړې ده، مګر مونږ ته پکښې لاندې تفصيل بهتر برېښي:
په مؤمنانو باندې واجبه وه چې د يو شي د غوښتنې په وخت د حجاب اولنۍ معنی مراعاته کړي او د پردې تر شا ترې غوښتنه وکړي، اما په امهات المؤمنين باندې په اولنۍ معنا سره حجاب واجب نه و بلکې په دوهمه معنی سره حجاب ورباندې فرض و، لکه چې په راتلونکي [الأحزاب:۵۹] آيت کې ورڅخه په جَلَابِیْب (لوی څادر) سره تعبیر شوی دی. د همدې کبله د حجاب د آيتونو د نزول څخه وروسته امهات المؤمنين حجونو ته تللي دي او په غزواتو کې يې ګډون کړی دی، لکه چې څو مثالونو ته يې د [النور:۳۱] آيت لاندې اشاره شوې ده.
عزيز التفاسير : ۱۰ ټوک/ ۱۱۴ او ۱۲۴ مخونه (الأحزاب: ۵۳ او ۵۹ آيتونو د تفسير نه)

27/08/2023
عزيز التفاسير
17/04/2023

عزيز التفاسير

...که روژه په چا باندې ډېر فشار راوړي او ډېره ورته سخته وي او دا اميد هم ونه لري چې يو وخت به ورته اسانه شي -لکه چې په مريض او مسافر باندې د دغسې وخت د راتللو امکان شته- نو هغوی دې صرف فديه ورکړي، قضائي هم ورباندې نشته، لکه:
الف: څوک چې ډېر زوړ بوډا او يا زړه بوډۍ وي، دوی دواړه د بيرته ځوانۍ اميد نه لري.
ب: او يا داسې مريض وي چې هغه د جوړېدو اميد ونه لري، طولاني او دائمي مريض وي.
عزيز التفاسير : ١/٣٩٨ (د البقرة:١٨٤ آيت د تفسير نه)

عزيز التفاسير
11/04/2023

عزيز التفاسير

که څه هم مسافر ته روژه نيول او نه نیول دواړه جائز دي، په دواړو خواوو کې ډېر احاديث روايت شوي دي، مګر د احنافو په مذهب کې؛ که روژې ورته مشکلات نه پېښول نو نیول يې بهتر دي او که مشکلات يې ورته پېښول نو خوړل يې بهتر دي.
یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو سړی په سفر کې ولید چې سیوری ورباندې کړل شوى دی (روژې وارخطا کړی و)، نو پوښتنه يې وکړه چې دا ولې؟ هغوی وویلې چې روژه يې نيولې ده. نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په سفر کې روژه نيول د کامل اطاعت څخه نه ګڼل کېږي. چې دومره سړی ورخطا کوي نو نه دې يې نيسي او د رخصت څخه دې استفاده وکړي.
عزيز التفاسير : ۳۹۸/۱ (د البقرة:۱۸۳ او ١٨٤ آيت د تفسير نه)

عزيز التفاسير
09/04/2023

عزيز التفاسير

لکه څنګه چې په اوښ والاوو کې عادت وي چې په درې ورځو کې په بار کړي اوښ باندې څومره مسافه وهي؛ همغه د سفر مسافه ده، که څه هم سړی ذکره شوې مسافه په بېړۍ او يا موټر باندې په څو ساعتونو کې او یا په الوتکه باندې په څو دقیقو کې ووهي؛ هم روژه خوړل ورته جائز دي. وذالک فضل الله
عزيز التفاسير : ١/٣٩٦ (د البقرة:١٨٥ آيت د تفسير نه)

عزيز التفاسير
08/04/2023

عزيز التفاسير

سختو بوډا ګانو او مزمنو مریضانو ته د روژې خوړل جائز دي، خو د هرې يوې روژې په مقابل کې به یو مسکین ته څه خوراک ورکوي، چې د امام ابو حنیفه رحمة الله عليه په نزد باندې نصف صاع (نیمه پيمانه) غنم دي. دا مقدار د افغانستان په تيږه؛ خورد کم یو چارک کېږي چې د نولس سوه ګرامو (1900gr) څخه عبارت دی، نو که د دغه مقدار غنمو قیمت ورکړی شي؛ هم څه باک يې نشته او صحت لري.
عزيز التفاسير : ١/٣٩٦ (د البقرة:١٨٤ آيت د تفسير نه)

Address

Nangarhar
Abdyan
3434

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when تبيان الحق عزيز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category