مجیب رحمان انصاری | در کاخ ریاست جمهوری در جو پول بود
اسلامی ملغلری
اسلامی نشریات
01/06/2019
د اختر لمونځ نيت اوطريقه
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مى کړى زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.
دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.
څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.
پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .
د اخترونو د لمانځه مسائل :
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .
د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :
۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .
20/05/2019
د صلاة تسبیح لمونځ او طریقه
الله ج دي تاسو ټولو ته ددې لمونځ توفیق درکړي.
د تسبيح لمونځ 4 رکعته دى په يوه نيت او يوه سلام سره ادا کيږي په هر رکعت کي 75 واره او په ټوله لمانځه کي 300 واره دغه تسبيح ويل کيږي .
(سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله و الله اکبر)
نيت :
نيت مي دى د زړه د اخلاصه لمونځ کومه 4 رکعته صلاة تسبيح پدي حاضر وخت (...) خاص خداى تعالى لره مخ مي دى په طرف د کعبې شريفي الله اکبر.
لمونځ او تسبيحات ئي په لاندي ډول دي
اول رکعت :
1 : تر (سبحا نک اللهم)ويلو وروسته 15 واره ،
2 : تر (الحمدلله او سورت) ويلو وروسته 10 واره،
3 : په رکوع کي تر (سبحان ربي العظيم) ويلو وروسته 10 واره
4 : تر رکوع څخه وروسته ولاړه کي (سميع الله لمن حمده،ربنالک الحمد) ويلو وروسته 10 واره ،
5 : په اوله او دوهمه سجده کي تر (سبحان ربي الاعلى) ويلو وروسته 10، 10 واره ،
6 : د دوو سجدو تر منځ ناسته کي 10 واره ،
دوهم رکعت :
په دوهم رکعت کي تر ( بسم الله، الحمد لله او سورت ) مخکي 15 واره او تر سورتونو وروسته 10 واره ، نور ټول د اول رکعت په ډول ويل کيږي ،
دريم او څلورم رکعت هم په پورته شکل دى ،
* پدغه لمانځه کي تر رکوع وروسته ولاړه کي بايد لاسونه تر نامه لاندي ونيول سي.
* په اوله ناسته کي د ( التحيات ) څخه تر ( اللهم ربنا ) پوري ويل کيږي، سلام نه گرځي دريم رکعت ته چي ولاړ سي نو د ( سبحانک اللهم ) څخه دي د اول رکعت په ډول شروع وکړي.
* که پر چا سجده سهوه واجب سوه، په آخره ناسته کي ادا کيږي، چي نه په سجده سهوه او نه ورپسي ناسته کي تسبيح ويل کيږي.
* که مو په يوه رکن کي نوموړي تسبيحات هېر سول نو په بل ورپسې رکن کي ئي راوگرځوى، او پوره ئې کړى په شرط ددې چي ورپسې رکن لنډ نه وي مثلا: که د ( رکوع وروسته ولاړه ) کي مو و نه ويل نو په سجده کي ئې 20 ځله وواياست او که مو په رکوع کي هېر سول نو د ( رکوع وروسته ولاړه ) کي ئې مه راگرځوى ځکه دا وخت کوتاه او لنډ دى نو هغه هم په سجده کي وواياست چي 20 واره سي.
* دغه لمونځ بيله مکروه وختونو بل هر وخت ادا کيداى سي، خو د ماپښين تر لمانځه د مخه ادا کول ئي ښه دي.
* د دغو څلورو سورتونو لوستل پکښي غوره دي ، ( التکاثر، والعصر، الکفرون، الاخلاص ).
* دلمانځه وروسته دي څو واره استغفار ووائي او بيا دي 11 واره څلورمه کلمه ووائي ،
( لااله الالله وحده لاشريک له له الملک وله الحمد يحي ويميت وهوحي لايموت ابدا ابدا ذوالجلال والاکرام بيده الخير وهوعلی کل شي قدير) .
* نوموړي تسبيح دي په گوتو نه شماري بلکي په زړه کي دي ساتي او که چيري ممکنه نه وه نو دي دگوتو په سپک او نامحسوس حرکت سره حساب کړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Emarat
Dubai
0987654321