د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه - Apua

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه - Apua

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه - Apua Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه - Apua, Education, Kabul, Kabul.

APUA is an organization of multiple universities sharing common goals and interests and collaborating on research and innovation, academic standards, education policy, academic exchanges or resources and knowledge sharing. د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه په ۲۰۱۳ کال کي د موجوده نظام د اصولو مقرراتو په چوکاټ د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو د حل په موخه جوړه سول تر څو د لوړو زده کړو وزارت او نورو وزارتونو سره د خصوصي پوهنتونونو د اصولي حقوقو دفاع وکړلی سي. The Association of Private Universities of Afghanistan was established in 2013 to solve the problems of private universities within the framework of the existing system, in order to defend the fundamental rights of private universities with the Ministry of Higher Education and other ministries.

گزارش نشست مشترک رهبری اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و رهبری محترم وزارت تحصیلات عالیرهبری اتحادیۀ پوهنتون‌های خصو...
13/07/2026

گزارش نشست مشترک رهبری اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و رهبری محترم وزارت تحصیلات عالی

رهبری اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، همراه با مؤسسین و رؤسای پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، روز شنبه مورخ ۲۰/۰۴/۱۴۰۵، نشست مشترکی را با مقام محترم وزارت تحصیلات عالی به ریاست وزیر محترم این وزارت، در تالار امام قتیبه پوهنتون کابل برگزار نمود.

در این نشست، علاوه بر معین علمی وزارت تحصیلات عالی، شماری از رؤسای محترم ریاست‌های این وزارت، رهبری اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، مؤسسین و رؤسای پوهنتون‌های خصوصی نیز حضور داشتند.

از جانب پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، محترم الحاج احمد پوپل رئیس اتحادیه، محترم داکتر سید معشوق سادات مؤسس و رئیس پوهنتون الفلاح، و محترم داکتر عصمت‌الله یعقوبی مؤسس پوهنتون اراکوزیا، سخنرانی نمودند. سخنرانان ضمن تشریح دستاوردهای مهم سکتور تحصیلات عالی خصوصی، چالش‌های موجود و پیشنهادهای عملی برای حل آن‌ها را با وزیر صاحب محترم تحصیلات عالی در میان گذاشتند.

در این نشست، مهم‌ترین مشکلات سکتور تحصیلات عالی خصوصی و پیشنهادهای حل آن‌ها به گونه مفصل با مقام محترم وزارت تحصیلات عالی مطرح گردید که مهم‌ترین آن‌ها عبارت بودند از:

۱. مشکلات مربوط به تقرر و ترفیعات اعضای کادر علمی و بازنگری در لایحه مربوطه؛
۲. مشکلات مربوط به طرح اقتصادی و تمدید مجدد آن؛
۳. مشکلات مربوط به نصاب تحصیلی و راهکارهای حل آن؛
۴. مشکلات مربوط به تضمین کیفیت و اعتباردهی و راهکارهای حل آن؛
۵. مشکلات مربوط به اسناد بهادار و راهکارهای حل آن؛
۶. مشکلات مربوط به ریاست برنامه‌های علمی و راهکارهای حل آن؛
۷. مشکلات مربوط به نظارت و ارزیابی و راهکارهای حل آن.

همچنان، شماری از سایر مشکلات و چالش‌های عمومی سکتور تحصیلات عالی خصوصی که بر فعالیت نهادهای تحصیلات عالی خصوصی تأثیرگذار بوده است، نیز با وزیر صاحب محترم تحصیلات عالی شریک ساخته شد.

وزیر صاحب محترم تحصیلات عالی تمامی مشکلات و پیشنهادهای مطرح‌شده از سوی اشتراک‌کنندگان را با دقت و سعه صدر استماع نموده و به‌منظور بررسی همه‌جانبه و یافتن راه‌حل‌های عملی، هدایت تشکیل یک کمیته مشترک میان وزارت تحصیلات عالی و اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان را صادر نمود. همچنان، ایشان بر حمایت، همکاری و رسیدگی به مشکلات موجود سکتور تحصیلات عالی خصوصی تأکید نموده و اطمینان کامل خویش را در این زمینه ابراز داشت.

این نشست در فضای تفاهم متقابل، هماهنگی و تعهد مشترک برای تقویت و توسعه هرچه بیشتر سکتور تحصیلات عالی خصوصی به پایان رسید.

با احترام

اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

=======================
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې او د لوړو زده کړو محترم وزارت د رهبرۍ ګډې غونډې راپور:

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رهبرۍ، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د بنسټګرو او رئیس صاحبانو په ملتیا، د شنبې په ورځ، د ۲۰/۰۴/۱۴۰۵ نېټه، د کابل پوهنتون د امام قتیبه په تالار کې د لوړو زده کړو محترم وزارت له قدرمن وزیر صاحب سره ګډه غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د علمي معین سربېره، د وزارت ګڼ شمېر رئیس صاحبانو، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رهبرۍ، د خصوصي پوهنتونونو بنسټګرو او رئیس صاحبانو ګډون درلود.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ، د اتحادیې قدرمن رئیس الحاج احمد پوپل، د الفلاح پوهنتون قدرمن بنسټګر او رئیس ډاکټر سید معشوق سادات او د اراکوزیا پوهنتون قدرمن بنسټګر ډاکټر عصمت الله یعقوبي ویناوې وکړې. ویناوالو د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور مهمې لاسته راوړنې، شته ننګونې او د هغو د حل لپاره خپل وړاندیزونه د لوړو زده کړو محترم وزارت قدرمن وزیر صاحب سره شریک کړل.

په غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور مهمې ستونزې او د حل وړاندیزونه په تفصیل سره د لوړو زده کړو محترم وزارت له مقام سره شریک شول، چې مهمې یې په لاندې ډول وې:

۱. د تقرر او ترفیعاتو اړوند ستونزې او د لايحي تجديد نظر؛
۲. د اقتصادي طرحې اړوند ستونزې او د طرحي بيا ځلي تمديد؛
۳. د نصاب اړوند ستونزې او د حل لارې؛
۴. د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې اړوند ستونزې او د حل لارې؛
۵. د بهادارو اسنادو اړوند ستونزې او د حل لارې؛
۶. د علمي برنامو ریاست اړوند ستونزې او د حل لارې؛
۷. د نظارت او ارزونې اړوند ستونزې او د حل لارې.

همدارنګه، د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور یو شمېر نورې عمومي ستونزې او ننګونې هم د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب سره شریکې شوې، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر فعالیتونو یې اغېز کړی دی.

د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب د ګډونوالو ټولې مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه په دقت او ورین تندي واورېدل، د یادو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې او عملي حل په موخه یې د وزارت او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې ترمنځ د یوې ګډې (مشترکې) کمېټې د جوړېدو لارښوونه وکړه. نوموړي همدارنګه د خصوصي تحصیلي سکتور د ملاتړ، همکارۍ او د شته ستونزو د حل په برخه کې خپل بشپړ ډاډ څرګند کړ.

غونډه د متقابل تفاهم، همغږۍ او د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور د لا پیاوړتیا او پرمختګ پر ژمنتیا سره پای ته ورسېده.

په خورا درنښت

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د عمومي مجمعې غونډې راپور:د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې عمومي مجمعه،...
12/07/2026

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د عمومي مجمعې غونډې راپور:

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې عمومي مجمعه، د شنبې په ورځ، د ۲۰/۰۴/۱۴۰۵ نېټه، د اتحادیې د رهبرۍ او د خصوصي پوهنتونونو د قدرمندو بنسټګرو او رئیس صاحبانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د ټاکل شوې اجنډا له مخې پر مخ ولاړه، چې په ترڅ کې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د موجوده ستونزو، د هغو د حل لارو، شته فرصتونو او د سکتور د لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیز او مفصل بحثونه وشول.

په غونډه کې په مرکز سربېره د شپږو زونونو استازو، د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر رئیس صاحبانو او بنسټګرو د اجنډا له مخې خپل نظرونه، وړاندیزونه او لیدلوري وړاندې کړل. ګډونوالو د خصوصي لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، د ګډو همکاریو د پراختیا او د شته ننګونو د اغېزمن حل په اړه رغنده وړاندیزونه شریک کړل.

همدارنګه، د ګډونوالو نظریات او سپارښتنې په لیکلې بڼه هم راټولې شوې، ترڅو د راتلونکو تصمیمونو، پلانونو او عملي اقداماتو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

همداراز د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ یو شمیر قدرمندو مشرانو د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې قدرمن رئیس الحاج احمد پوپل ته د ده د کړو خدمتونو د ستایلو په پار د عزت پګړۍ پر سر او چپن یې ور په اوږه کړه.

غونډه د متقابل تفاهم، همغږۍ او د خصوصي لوړو زده کړو د سکتور د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار سره پای ته ورسېده.

په خورا درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
=========================
گزارش مجمع عمومی اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

مجمع عمومی اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، روز شنبه مورخ ۲۰/۰۴/۱۴۰۵، با حضور رهبری اتحادیه، مؤسسان و رؤسای محترم پوهنتون‌های خصوصی برگزار گردید.

این نشست مطابق آجندای تعیین‌شده برگزار شد و در جریان آن، پیرامون مشکلات موجود نهادهای تحصیلات عالی خصوصی، راهکارهای حل آن، فرصت‌های موجود و تقویت هرچه بیشتر این سکتور، بحث‌های همه‌جانبه و مفصلی صورت گرفت.

در این نشست، افزون بر نمایندگان مرکز، نمایندگان شش زون کشور، شماری از رؤسا و مؤسسان پوهنتون‌های خصوصی نیز مطابق آجندا دیدگاه‌ها، پیشنهادها و نظریات خویش را ارائه نمودند. اشتراک‌کنندگان پیرامون ارتقای کیفیت تحصیلات عالی خصوصی، گسترش همکاری‌های مشترک و حل مؤثر چالش‌های موجود، پیشنهادهای سازنده‌ای را مطرح کردند.

همچنین، نظریات و پیشنهادهای اشتراک‌کنندگان به‌گونه کتبی نیز جمع‌آوری گردید تا در تصمیم‌گیری‌ها، برنامه‌ریزی‌ها و اقدامات عملی آینده مورد استفاده قرار گیرد.

همچنان، به نمایندگی از پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، شماری از شخصیت‌های محترم، به پاس خدمات ارزنده الحاج احمد پوپل، رئیس محترم اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، به ایشان دستار عزت بر سر نهاده و چپن افتخار بر دوش وی پوشاندند.

این نشست با تأکید بر تفاهم متقابل، هماهنگی و ضرورت تقویت هرچه بیشتر سکتور تحصیلات عالی خصوصی به پایان رسید.

با احترام

اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

د خصوصی پوهنتونونو اتحادیې او  بریښنائي پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیې ترمنځ د ګډو همکاريو هوکړه لاسلیک سوه.چهارشنبه د ۱۰/...
02/07/2026

د خصوصی پوهنتونونو اتحادیې او بریښنائي پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیې ترمنځ د ګډو همکاريو هوکړه لاسلیک سوه.

چهارشنبه د ۱۰/۴/۱۴۰۵ نېټه د خصوصي پوهنتونونو او بريښنايي پيسو او اداینو مؤسسو اتحاديي ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سوه. چي پر بنسټ به يي دواړه لوري د دې هوکړه ليک له امتیازه د اړتيا پر مهال ګټه واخلي‌، چي په لاندي ساحو کي به دواړه سکتورونه د دوه اړخيزه همکاريو په برخه کي يو بل سره په همکاريو مکلف وي‌.

د افغانستان بریښنایی پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیه به د افغانستان د خصوصی پوهنتونونو د اتحادیې د غړو ترمنځ د EMIs/PI له مؤسسو سره د همغږۍ په رامنځته کولو، د برېښنايي پیسو او ډیجیټل تادیاتو خدماتو په اړه سیمینارونو او د عامه پوهاوي غونډو، انټرنشپ (Internship) او کاري فرصتونو په برابرولو، د EMI سکتور، برېښنايي تادیاتو او مالي شمولیت په اړه د روزنیزو پروګرامونو لپاره د روزونکو، برېښنايي پیسو د فعالولو، کارونې او وروسته له نصب څخه د تخنیکي ملاتړ برابرولو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، داقتصاد، سوداګرۍ او نورو اړوند د نصاب د بیاکتنې په کمېټو کې ګډون، د برېښنايي پیسو (EMIs) او د تادیاتی مؤسسو(PIs) د خدمتونو د کارولو پر مهال د پام وړ تخفیفونو، د متخصصینو او د خصوصي پوهنتونونو استادانو ته پروپوزلونو، مقالو، سروې او ارزونو د فرصتونه په برابرولو او همدا ډول به د خصوصی پوهنتونونو اتحادیه د افغانستان بریښنایي پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیې سره د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو، د الکترونیکي، مالي او عامه پوهاوي په هغو غونډو کې چې د افغانستان بریښنایی پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیې له خوا دایریږی د خصوصي پوهنتونونه ګډون، د مالي شمولیت او د برېښنايي پیسو او ډیجیټل تادیاتو د پراخ استعمال او منلو ملاتړ، د ډیجیټلی مالي خدماتو په برخه کې د متخصصینو او فکري بنسټونو له خوا د پروپوزل لیکل، مقالو، سروې او ارزونو زمينه که د پیسو په بدل او یا هم رضاکارانه ډول وي اسانتيا برابرول، د بریښنایي پیسو او اداینو مؤسسو اتحادیې ته د سکتور اړوندو غونډو او سیمینارونو کي بلنه ورکول او نورو برخو کي اړينه همکاري ترسره کول د دي هوکړه ليک بنسټيز موارد دي..

په خورا درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
=====================

توافق‌نامه همکاری مشترک میان اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان به امضا رسید
روز چهارشنبه مورخ ۱۰/۰۴/۱۴۰۵، تفاهم‌نامه همکاری مشترک میان اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان به امضا رسید. بر اساس این تفاهم‌نامه، هر دو جانب در صورت نیاز از امتیازات و ظرفیت‌های آن بهره‌مند شده و در زمینه‌های مختلف همکاری‌های دوجانبه با یکدیگر را انجام خواهند نمود.
بر بنیاد این تفاهم‌نامه، اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان متعهد گردید تا در زمینه ایجاد هماهنگی میان اعضای اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و مؤسسات پول الکترونیکی (EMIs) و مؤسسات پرداخت (PIs)، برگزاری سمینارها و نشست‌های آگاهی‌دهی در مورد خدمات پول الکترونیکی و پرداخت‌های دیجیتالی، فراهم‌سازی فرصت‌های کارآموزی (Internship) و اشتغال، برگزاری برنامه‌های آموزشی در بخش پول الکترونیکی، پرداخت‌های دیجیتالی و شمولیت مالی، معرفی مربیان متخصص، فعال‌سازی پول الکترونیکی، آموزش نحوه استفاده و ارائه خدمات تخنیکی پس از نصب، اشتراک در کمیته‌های بازنگری نصاب‌های تحصیلی رشته‌های تکنالوژی معلوماتی، اقتصاد، تجارت و سایر رشته‌های مرتبط، فراهم‌سازی تخفیف‌های ویژه هنگام استفاده از خدمات مؤسسات پول الکترونیکی (EMIs) و مؤسسات پرداخت (PIs)، و نیز ایجاد زمینه تهیه پروپوزل‌ها، مقالات علمی، سروی‌ها و ارزیابی‌ها توسط متخصصان و استادان پوهنتون‌های خصوصی همکاری نماید.
همچنان، اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان نیز متعهد گردید تا در زمینه ایجاد هماهنگی میان اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان و پوهنتون‌های خصوصی، اشتراک پوهنتون‌های خصوصی در نشست‌های علمی، مالی، الکترونیکی و آگاهی‌دهی که از سوی اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان برگزار می‌شود، حمایت از گسترش شمولیت مالی و استفاده و پذیرش گسترده پول الکترونیکی و پرداخت‌های دیجیتالی، فراهم‌سازی زمینه تدوین پروپوزل‌ها، مقالات، سروی‌ها و ارزیابی‌ها توسط متخصصان و نهادهای علمی در بخش خدمات مالی دیجیتالی، چه به‌صورت حق‌الزحمه و چه به شکل داوطلبانه، دعوت از اتحادیه مؤسسات پول الکترونیکی و پرداخت‌های افغانستان به نشست‌ها و سمینارهای مرتبط با سکتور و نیز همکاری در سایر بخش‌های مورد نیاز، اقدام نماید.
این موارد، از مهم‌ترین محورهای تفاهم‌نامه همکاری مشترک میان دو اتحادیه به شمار می‌رود.
با احترام
اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام!بسم الله الرحمن الرحيمد نیکمرغه لوی اختر د را رسېدو په ویاړ، د افغانستان د خصوصي پوه...
26/05/2026

د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحيم

د نیکمرغه لوی اختر د را رسېدو په ویاړ، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې مشرتابه، ګرانو هېوادوالو، د خصوصي تحصیلي سکتور قدرمنو مسؤلینو، استادانو، محصلینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

لوی او مهربان خدای «ج» دې زموږ او ستاسو عبادتونه، دعاګانې، قربانۍ او ټولې نېکې کړنې په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي، او هغه حاجیان صاحبان چې د حج مبارک سفر یې ترسره کړی، لوی خدای دې حج مبرور او سعي مشکور په نصیب کړي.

هیله ده چې دا مبارکې ورځې زموږ ګران هېواد ته د سولې، یووالي، ورورولۍ، علمي پرمختګ، دوامدار ثبات او ځان بسیاینې پیغام له ځان سره راوړي، او زموږ ملت ته د سوکالۍ، اتفاق او روښانه راتلونکي زېری شي.

اختر مو مبارک، عبادات مو قبول او خوښۍ مو تلپاتې!

په ډېر درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
=============================
پیام تبریکی عید سعید قربان!

بسم الله الرحمن الرحیم

به مناسبت فرا رسیدن عید سعید قربان، رهبری اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، این عید را به تمام هموطنان عزیز، مسئولین گرامی سکتور تحصیلات عالی خصوصی، استادان، محصلان و تمامی مسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک و تهنیت عرض می‌نماید.

از بارگاه الله متعال «ج» مسئلت داریم که عبادات، دعاها، قربانی‌ها و تمام اعمال نیک همه ما را مورد قبول و پذیرش خویش قرار دهد، و برای آن عده از حجاج کرام که فریضه حج را ادا نموده‌اند، حج مبرور و سعی مشکور نصیب فرماید.

امید است که این روزهای مبارک، پیام‌آور صلح، وحدت، برادری، پیشرفت علمی، ثبات پایدار و خودکفایی برای کشور عزیز ما باشد و برای ملت ما نویدبخش سعادت، همدلی و آینده‌ای روشن گردد.

عید تان مبارک، عبادات تان قبول و خوشی‌هایتان پایدار باد!

با حرمت
اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

د ۲۰/۰۲/۱۴۰۵ نېټه:د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو محترم وزارت ترمنځ د تحصیلي نصاب مشترکې کمیټې په کار پیل وکړ:د افغان...
11/05/2026

د ۲۰/۰۲/۱۴۰۵ نېټه:
د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو محترم وزارت ترمنځ د تحصیلي نصاب مشترکې کمیټې په کار پیل وکړ:
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې او د لوړو زده کړو محترم وزارت ترمنځ د تحصیلي نصاب مشترکه کمیټه چې د مرکز کابل په سطحه جوړه شوې ده د اتحادیې په دفتر کې یې نن رسماً په کار پیل وکړ.
دغه کمیټه د مرکز کابل خصوصي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځیو د استادانو سربیره د دغو پوهنتونونو د دعوت او ارشاد له آمرینو څخه جوړه شوې ده، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري ورته هم دبیلابیلو ادارو څخه یو شمیر متخصص او جید علماء ور پیژندل شوي دي.
په دغه کمیټه کې تر دې دمه د مرکز کابل (۲۲) خصوصي پوهنتونونو رسماً ګډون کړی ده، چې د تحصیلي نصاب تدریسي کتابونه به یې د کمېټې له لوري وکتل شي.
په خورا درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
============================
مورخ ۱۴۰۵/۰۲/۲۰:
کمیته مشترک نصاب تحصیلی میان پوهنتون‌های خصوصی و وزارت محترم تحصیلات عالی آغاز به کار کرد:
کمیته مشترک نصاب تحصیلی میان اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و وزارت محترم تحصیلات عالی که در سطح مرکز کابل ایجاد گردیده است، امروز رسماً کار خویش را در دفتر اتحادیه آغاز نمود.
این کمیته علاوه بر استادان پوهنځی‌های ثقافت اسلامی و شرعیات پوهنتون‌های خصوصی مرکز کابل، از آمران دعوت و ارشاد این پوهنتون‌ها نیز تشکیل شده است. همچنان از سوی وزارت محترم تحصیلات عالی نیز شماری از متخصصان و علمای برجسته از ادارات مختلف به این کمیته معرفی گردیده‌اند.
در این کمیته تا اکنون (۲۲) پوهنتون خصوصی مرکز کابل به‌گونه رسمی اشتراک نموده‌اند و کتاب‌های درسی نصاب تحصیلی آنان از سوی این کمیته مورد بررسی قرار خواهد گرفت.
با احترام
اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

۱۴۰۵/۰۲/۱۲ نېټه:د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې په د فتر کې، د مرکز کابل خصوصي پوهنتونونو د نصاب اړوند دایریدونکې ک...
02/05/2026

۱۴۰۵/۰۲/۱۲ نېټه:
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې په د فتر کې، د مرکز کابل خصوصي پوهنتونونو د نصاب اړوند دایریدونکې کمیټې په اړه غونډه وشوه!
دغه غونډه چې د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه د تیرو مجالسو د پریکړو له بیان ورسته په نوو هغه موضوعات بحث او مشوره تر سره شوه چې په نژدې راتلونکې کې به د نصاب کمیټې اړوند په اجرااتو کې لازم سهولتونه راولي.
هغه پوهنتونونه چې د دعوت او آرشاد آمرینو سربیره یې دوه تنه د اسلامي ثقافت استادان رسماً اتحادیې ته را پیژندلي وه چې په ذکر شوې لویه کمېټه کې د مرکز کابل، د خصوصي پوهنتونونو د تدریسي کتابونو په کتلو کې همکاري وکړي، د خپلو ذکر شوو استازو له لوري په هره ورځ حاضرۍ او همکارۍ تینګار وکړ هغوي ته د منظم ټرانسپورټ سربیره یې د غرمنۍ اړوند هم بحث وشو او یوې واحدې پریکړې ته ورسیدل.
دغه شپیته کسیزه کمیټه به ډیر ژر د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري د مختلفو اداراتو له متشکل هیئت سره په ګډه د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې په دفتر کې رسماً په کارپیل وکړي.
د مرکز کابل له هغو پوهنتونونو نړۍ مننه چې په خورا اخلاص یې په کمیټه کې د ګډون او د کمیټې اړوند د ټولو مشترکو پریکړو څخه ملاتړ کړی ده.
په درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
==========================
تاریخ: ۱۴۰۵/۰۲/۱۲
در دفتر اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، نشستی در مورد کمیته دایرشدنی مرتبط به نصاب پوهنتون‌های خصوصی مرکز کابل برگزار گردید!
این نشست که با تلاوت چند آیه مبارک از کلام‌الله مجید آغاز شد، پس از بیان فیصله‌های نشست‌های قبلی، روی موضوعات جدیدی بحث و تبادل نظر صورت گرفت که در آینده نزدیک باعث ایجاد سهولت‌های لازم در اجراآت مربوط به کمیته نصاب خواهد شد.
پوهنتونهایی که علاوه بر آمرین دعوت و ارشاد، دو تن از استادان ثقافت اسلامی را به‌گونه رسمی به اتحادیه معرفی کرده بودند تا در کمیته بزرگ یادشده در بررسی کتاب‌های تدرسی پوهنتون‌های خصوصی مرکز کابل همکاری نمایند، بر حضور روزانه استادان یاد شده و همکاری همه جانبه تأکید کردند. همچنان در مورد فراهم‌سازی ترانسپورت منظم و موضوع غذای چاشت ایشان نیز بحث صورت گرفت و در این زمینه به یک تصمیم واحد دست یافتند.
این کمیته شصت نفری به‌زودی همرای هیئت وزارت محترم تحصیلات عالی، که متشکل از ادارات مختلف میباشد به‌گونه رسمی در دفتر اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان آغاز به کار خواهد کرد.
از تمامی پوهنتون‌های خصوصی مرکز کابل که با اخلاص کامل در این کمیته اشتراک نموده و از تمامی فیصله‌های مشترک مربوط به کمیته حمایت کرده‌اند، صمیمانه قدردانی می‌ نماییم.
با احترام
اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

پر سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پاکستاني رژيم د بريد په اړه اعلامیه!د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د کنړ سيد ...
27/04/2026

پر سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پاکستاني رژيم د بريد په اړه اعلامیه!

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د کنړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون باندې د پاکستاني رژيم نننۍ ترهګريز بريد په سختو ټکو غندي او دا بريد د ټولو اسلامي، انساني، نړيوالو او جګړیزو اصولو خلاف عمل بولي، چي متاسفانه د پاکستان اجير پوځ تل ولسي وکړي، لوبغاړي او تحصيلي بنسټونه په نښه کړي چي دا یو ناځوان مردانه او بزدلانه عمل دی چي په هيڅ ډول نه سي توجيه کيدلای.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د پاکستاني رژيم په‌ دې ترهګريز بريد کې زخميانو ته د‌ بشپړي او بیړنۍ روغتیا هیله کوي او له نړيوالي ټولني او بشري حقونو له بنسټونو د ياد بريد د څيړني غوښتنه کوي.

درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
================================
بیانیه اتحادیه پوهنتون های خصوصی افغانستان در رابطه با حمله رژیم پاکستانی به پوهنتون سید جمال الدین افغانی کنر:
اتحادیه پوهنتون های خصوصی افغانستان، حمله تروریستی امروز رژیم پاکستانی به پوهنتون سید جمال الدین افغانی کنر را به شدت محکوم می‌کند و این حمله را نقض اصول اسلامی، انسانی، بین‌المللی و جنگی می‌داند. متاسفانه، ارتش مزدور پاکستان همیشه مردم غیرنظامی، ورزشکاران و نهادهای تحصیلی را هدف قرار داده است، که این عمل بزدلانه و غیرمسئولانه است و هیچ‌گونه توجیهی ندارد.
اتحادیه پوهنتون های خصوصی افغانستان برای زخمی‌شدگان این حمله آرزوی بهبودی فوری و کامل دارد و از جامعه جهانی و نهادهای حقوق بشری خواستار تحقیق در مورد این حمله تروریستی می‌باشد.
با احترام،
اتحادیه پوهنتون های خصوصی افغانستان

چهار شنبه د ۲۶/۰۱/۱۴۰۵  نېټه:د افغانستان خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس '' په افغانستان کې د دوامداره پرمختگ او ځان بسی...
19/04/2026

چهار شنبه د ۲۶/۰۱/۱۴۰۵ نېټه:
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس '' په افغانستان کې د دوامداره پرمختگ او ځان بسیاینې لپاره د پوهې او تجاربو شریکول'' تر عنوان لاندې کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رئيس او مل پلاوي '' په افغانستان کې د دوامداره پرمختگ او ځان بسیاینې لپاره د پوهې او تجاربو شریکول'' تر عنوان لاندې د کثیرالرشتوي تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس چې په کاردان پوهنتون کې جوړ شوی وو، گډون وکړ.

په دغه کنفرانس گڼ شمېر علمي شخصیتونو او زده کړیالانو گډون درلود چې اساسي موخه یې کثیرالرشتوي څېړنو ته وده ورکول، د افغان لیدلوري ملاتړ او نوښتونو هڅونه، افغان څېړونکو ته مناسب فرصت برابرول او له نړیوالو پوهانو او پراختیایي متخصصینو سره د بلدتیا او راتلونکي تعامل زمینه برابرول او د لوړو زده کړو (علمي) سکټور او د عملي سکټرونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کول وو؛ تر څو تطبیقي څېړنه وده وکړي، نصاب د اړتیاوو ځواب ویونکی شي او پیاوړی کاري ځواک رامنځته شي.

د اتحادیې قدرمن رئیس د خپلې وینا په یوه برخه کې دا ډول علمي کنفرانسونه او څېړنیزې برنامې د علمي ډگر په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختگ او ابادۍکې خورا مهمې گڼي او غوښتنه یې دا ده چې له دې لاسته راوړنو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي.
په خورا درنښت
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
===============================
چهارشنبه، ۲۶/۰۱/۱۴۰۵:
رئیس اتحادیهٔ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان در کنفرانس تحت عنوان «اشتراک دانش و تجارب برای توسعهٔ پایدار و خودکفایی در افغانستان» اشتراک کرد.

رئیس اتحادیهٔ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان با هیئت همراه، در کنفرانس بین‌المللی تحقیقات کاربردی کثیرالرشتوی تحت عنوان «بهره گیری از دانش و تجربیات به منظور تقویت توسعهٔ پایدار و خودکفایی در افغانستان» که در پوهنتون کاردان برگزار شده بود، اشتراک نمود.
در این کنفرانس شمار زیادی از شخصیت‌های علمی و محصلان حضور داشتند. هدف اساسی آن، تقویت تحقیقات کثیرالرشتوی، و تشویق نوآوری‌ها، فراهم‌سازی فرصت‌های مناسب برای پژوهشگران افغان، ایجاد زمینهٔ آشنایی و تعامل آینده با دانشمندان بین‌المللی و متخصصان، و نیز تقویت روابط میان سکتور تحصیلات عالی و بخش‌های عملی بود؛ تا تحقیقات کاربردی توسعه یابد، نصاب درسی پاسخ‌گوی نیازها گردد و نیروی کاری توانمند ایجاد شود.
رئیس محترم اتحادیه در بخشی از سخنان خود، این‌گونه کنفرانس‌های علمی و برنامه‌های پژوهشی را در تقویت عرصهٔ علمی و پیشرفت و آبادانی کشور بسیار مهم دانسته و تأکید کرد که باید از این دستاوردها به‌گونهٔ مؤثر استفاده شود.
با احترام
اتحادیهٔ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې او عامه کتابتونونو رياست ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.نن یکشنبه(۱۴۴۷ د ش...
05/04/2026

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې او عامه کتابتونونو رياست ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

نن یکشنبه(۱۴۴۷ د شوال المکرم ۱۸مه) د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې او د عامه کتابتونونو ریاست له لوري، زده کړیالانو ته د علمي څیړنو په برخه کي د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به زده کړیالانو ته د علمي څیړنو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرول، د کتابدارۍ په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو د کتابتونونو د آمرینو او مديرانو لپاره د ظرفيت لوړولو کورسونو او ورکشاپونو دايرول، د کتابتونونو غني کول، د نظرياتو تبادله، د مطالعي فرهنګ ته وده ورکول، د کتابتونونو سيستمونه نوي کول‌‌ او د کتابتونونو په معياري کولو کې په ګډ کار ترسره کول شامل دي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رئیس ښاغلي الحاج احمد جان پوپل دا ډول هوکړه لیکونه د خصوصي پوهنتونونو د کتابتونونو د معياري کولو، بډايني، کتابتونو د مسؤلینو په ظرفیت لوړونه او څېړنو کې د لاډيرو منابعو ته د لاسرسي په موخه مهم او ارزښتناک وبلل. همدا راز د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم هم د علمي څیړنو په برخو کې د اسانتیاو برابرولو او همدارنګه په هېواد کې د مطالعې کلتور پیاوړي کولو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: دغه هوکړه لیک له مخې به زده کړیالانو ته د علمي څیړنو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
درنښت
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
=============================
اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و ریاست کتابخانه‌های عامه، تفاهم‌نامۀ همکاری مشترک را امضا کردند.
امروز یک‌شنبه (۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۷)، از سوی اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان و ریاست کتابخانه‌های عامه، به منظور فراهم‌سازی تسهیلات لازم برای محصلان در بخش تحقیقات علمی، تفاهم‌نامۀ همکاری مشترک به امضا رسید. بر بنیاد این تفاهم‌نامه، فراهم‌سازی تسهیلات ضروری برای تحقیقات علمی محصلان، برگزاری کورس‌ها و ورکشاپ های ارتقای ظرفیت برای آمران و مدیران کتابخانه‌های پوهنتون‌های خصوصی در بخش کتابداری، غنی‌سازی کتابخانه‌ها، تبادل نظریات، ترویج فرهنگ مطالعه، نوسازی سیستم‌های کتابخانه‌ای و همکاری مشترک در معیاری‌سازی کتابخانه‌ها شامل می‌باشد.
رئیس اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان، الحاج احمد جان پوپل، این‌گونه تفاهم‌نامه‌ها را در راستای معیاری‌سازی، غنی‌سازی کتابخانه‌های پوهنتون‌های خصوصی، ارتقای ظرفیت مسئولان کتابخانه‌ها و دسترسی بیشتر به منابع تحقیقاتی، مهم و باارزش دانست. همچنان رئیس کتابخانه‌های عامه، داکتر رفیع‌الله صمیم، نیز بر فراهم‌سازی تسهیلات در بخش تحقیقات علمی و تقویت فرهنگ مطالعه در کشور تأکید نموده و اظهار داشت که بر اساس این تفاهم‌نامه، تسهیلات لازم برای محصلان در بخش تحقیقات علمی فراهم خواهد شد.
با احترام
اتحادیۀ پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

د کوچني اختر په مناسبت د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رهبرۍ د مبارکۍ پيغام!د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رهبري د نی...
19/03/2026

د کوچني اختر په مناسبت د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رهبرۍ د مبارکۍ پيغام!

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رهبري د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایې، دعا کوو چې روژي، عبادات او دعاګاني مو خدای په خپل دربار کې قبولی کړي.

له بده مرغه چې دا اختر په ګران هېواد کې په داسې مهال لمانځل کېږي چې د پاکستاني پوځي ظالم رژيم له لوري په پرلپسې تيريو کې زموږ ګڼ شمير هېوادوال شهیدان، زخمیان او بي سرپناه سوه، چې دا خورا ناراحته کوونکي او زړه بوږنوونکې پیښې وې، او د اختر په خوښیو یې د ویر څادر غوړولی ده د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د خپلو ویرجنو وطنوالو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د خدای «ج» له ستر درباره ورته د جميل صبر غوښتنه او دعا کوي.

خدای دی وکړي چې دا ختر په ګران هېواد کې د تل پاتی خوښۍ، نیکمرغۍ، سولي او ثبات اختر سي.
درنښت
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو اتحادیه
==========================
پیام تبریکی اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان به مناسبت عید سعید فطر!
رهبری اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان فرارسیدن عید سعید فطر را به تمامی هموطنان عزیز تبریک عرض می‌نماید. دعا می‌کنیم که روزه‌ها، عبادات و دعاهای شما در درگاه خداوند متعال مورد قبول واقع گردد.
با تأسف، این عید در حالی در کشور عزیز ما برگزار می‌گردد که در اثر تجاوزات پی‌درپی رژیم ظالم نظامی پاکستان، شمار زیادی از هموطنان ما شهید، زخمی و بی‌سرپناه شده‌اند. این رویدادها بسیار دردناک و تأثرآور بوده و بر خوشی‌های عید سایه اندوه افگنده است. اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی مراتب همدردی عمیق خود را با خانواده‌های داغدار ابراز نموده و از درگاه خداوند متعال برای آنان صبر جمیل خواهانیم.
امید است که این عید در کشور عزیز ما، پیام‌آور خوشی‌های پایدار، نیکبختی، صلح و ثبات باشد.
با احترام
اتحادیه پوهنتون‌های خصوصی افغانستان

Address

Kabul
Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه - Apua posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category