Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز

  • Home
  • Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز

Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز, Elementary School, چوڼۍ، د صوفي صاحب ذکور عالي ليسي پر مخامخ, .

آیا غواړئ چي د کرونا ویروس څخه ځان وساتئ! د زلال ښوونیز مرکز په پلان کي لري چي د (کرونا ویروس څخه د ځان ساتنه) تر سر لیک...
17/03/2020

آیا غواړئ چي د کرونا ویروس څخه ځان وساتئ!
د زلال ښوونیز مرکز په پلان کي لري چي د (کرونا ویروس څخه د ځان ساتنه) تر سر لیک لاندي ۲ساعته سیمینار دائر کړي.
ټولو هیوادوالو ته په درنښت خبر ورکول کیږي چي په یاد سیمینار کي ګډون وکړئ.
ورځ: سه شنبه
وخت:د ماځیګر ۶:۱۵ بجې

وفــأصـــاحب هڅي او زحمتونه مو د ستایلو دي. ښاغلي نعمت الله وفأ د وطن غریبو او بې وسه کورنیو ته د دیني او عصري زده کړو د...
10/03/2020

وفــأصـــاحب هڅي او زحمتونه مو د ستایلو دي.
ښاغلي نعمت الله وفأ د وطن غریبو او بې وسه کورنیو ته د دیني او عصري زده کړو د زمینې په برابرولو کي زیات کوښښ وکړ.
الحمد الله زحمتونه او هڅي مو بي ځایه نه سولې.
د وطن پرستو او د وطن په درد غمجنو ورسره خپله همکاري وکړه.
د کندهار والي (ښاغلی حیات الله حیات)
د کندهار ولایت د ولایتي شورا استازی(ښاغلی نعمت الله وفأ)
د برق بریښنا ریاست رئیس(ښاغلی امان الله فاروقي)
او د اطاق تجارت رئیس(ښاغلی حاجي نصرالله)
په همکاري د زلال ښوونیز مرکز د یوکال ټول مصارف په غاړه واخیستل.
ریشتیا هم تاسو ټول د وطن په درد غمجن او د وطن په پرمختګ خوښ یاست.
د زلال ښوونیز مرکز اداره ستاسو څخه منندویه دي او د لا بریا په هیله مو دي
تل سرلوړي او اباد اوسئ.

#یادونه: یاد تفاهم لیک په لاندي مادو سره لاسلیک سو
د یوه کال د تعمیر کرایه د کندهار ولایت والي (ښاغلي حیات الله حیات )په مهرباني
د یو کاله د اداري کارمندانو معاشات د کندهار ولایت د ولایني شورا استازي (ښاغلي نعمت الله وفأ)په مهرباني
د یوه کال د بریښنا مصارف د برق بریښنا ریاست (ښاغلي امان الله فاروقي) په مهرباني
او د ځینو تدریسي لوازمو مصارف د اطاق تجارت د رئیس (ښاغلي حاجي نصرالله)په مهرباني تر سره سوي دي.
#تماس شمیره:۰۷۰۷۰۴۴۱۱۰
#ادرس:عینو مینه ۱۸سړک ۷۷۳ نمبر کور

د استادانو د ظرفیت لوړوني په موخه دري ورځنی ورکشاپ دائر سو.زلال ښوونيز مرکز د دلوي د مياشتي پر ۲۹ نېټه د استادانو د ظرفي...
01/03/2020

د استادانو د ظرفیت لوړوني په موخه دري ورځنی ورکشاپ دائر سو.
زلال ښوونيز مرکز د دلوي د مياشتي پر ۲۹ نېټه د استادانو د ظرفيت لوړوني په موخه د انګليسي ژبي د تدريس د ميتودولوژي دري ورځنی ورکشاپ دائر کړی وو چي تر دروو ورځو پوري يي جريان درلود، د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د انګليسي ژبي د Let’s GO سلسلي په اړه عمومي معلومات وړاندي سوه، Let’s GO نړیواله سلسله شاوخوا د نړی په ۱۶۰ هیوادونو کي تدريس کيږي، Let’s Go سلسله چي ۷ درجي لري د امریکا هیواد د اکسفورډ نړیوال پوهنتون له لوري ترتيب سوي ده او زلال ښوونیز مرکز د Beginner او Intermediate زده کوونکو لپاره Let’s Go سلسله انتخاب کړي ده. نوموړي سلسله د کوچنيو او ځوانو زده کوونکو لپاره د زده کړي مختلف او اسانه ميتودونه لري چي د زده کوونکو د تشويق او ظرفیت لوړونی سبب ګرځي.
د ورکشاپ په دوهمه ورځ استادانو ته د 4 Skills په اړه اړین معلومات وړاندي سول، چي د همدي ښوونيز مرکز ښوونکي څنګه کولای سي چي د سلسلي د موخو سره سم زده کوونکو ته د انګليسي ژبي 4 skills په ترتيب سره انتقال کړي او په عملي شکل سره ټولو استادانو ته د Let’s Go سلسلي د تدريس تګلاري وښودل سوي.
د ورکشاپ په دریمه ورځ د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته تصديق پاڼي وویشل سوي او د ګډونوالو له لوري د نوموړي ورکشاپ ارزونه ترسره سوه، استادانو داسي ورکشاپونه د ظرفيت لوړوني په موخه بهترين ګام وباله، او د اداري له لوري ټولو استادانو ته ډاډ ورکړل سوي چي په راتلونکي وختونو کی به دي ورته نور ورکشاپونه هم په لاره آچول کيږي چي تر ټولو اساسي موخه يي د استادانو ظرفيت لوړونه او د تدريس کيفيت لوړول دي.

د زده کوونکو د والدینو سره غونډهد زلال ښوونیز مرکز د غونډو  په تالار کي د سه شنبه په ورځ د همدي ښوونيز مرکز زده کوونکو د...
26/10/2018

د زده کوونکو د والدینو سره غونډه
د زلال ښوونیز مرکز د غونډو په تالار کي د سه شنبه په ورځ د همدي ښوونيز مرکز زده کوونکو د والدينو سره غونډه ترسره سوه، چي د همدي ښوونيز مرکز د رئیس او مدیرانو په ګدون د ښځینه او نارینه زده کوونکو والدینو هم برخه اخیستې وه.
غونډه د زلال ښوونیز مرکز د رئیس احمد هوتک په پیلیزې وینا پیل سوه، چي ټولو والدینو ته يي ښه راغلاست ووايه او د دوی د راتګ څخه يي مننه وکړه.
ښاغلي هوتک د همدي ښوونيز مرکز لنډه پيژندګلوي، د لاسته راوړنو، آینده پلانونو او د موجوده ستونزو يادونه وکړه او د خپلو لاسته راوړنو برکت یي د همدي ښوونيز مرکز استادان، اداري غړي، زده کوونکي او د زده کوونکو د والدينو همکاري وښودل او ددوي ټولو څخه يي مننه وکړل، هغه زياته کړه چي د موجوده ستونزو د حل کيدو په موخه يي د همدي ورځي غونډه داير کړي ده تر څو په ګډه سره د موجوده ستونزو دپاره د حل لار ولټوو.
ښاغلي هوتک والدين د ټولني اساسي برخه وبلل او زياته يي کړه چي د ټولني په پرمختګ او د نوي نسل په روزنه کي د ښوونيزو مرکزونو تر څنګ والدين هم ستر رول لري او په داسي غونډو کي د دوی ګډون حتمي دی چي په همدي مورد يي د دوی او د ښوونيز مرکز د ارتباط په اړه یو پریزنټیشن وړاندې کړ. وروسته د عامه اړیکو مدیر احسان الله عادل د د نظم او ډسپلين په موخه د ترتيب سوي اصولو او تګلارو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ چي په ياد پريزينټيشن کي هغه اصول او مقررات چي د همدي ښوونيز مرکز اداري د نظم او ډسپلين د رامنځته کولو په موخه ترتيب کړي وه د دوی سره د اصلاح او خبريدو په موخه شريک کړل.
د همدي غونډي په پای کي ټولو والدينو د زلال ښوونيز مرکز کارونه او لاسته راوړني وستايلي او ورپسي يي د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه چي وروسته ښاغلي هوتک دوی ته ډاډ ورکړ چي د يادو ستونزو د حل په موخه به د همدي مياشتي تر آخره پوري به لومړۍ د خپلو اداري غړو، استادانو او زده کوونکو دپاره او په دوهم قدم کي به د والدينو دپاره يو ورکشاپ داير کړو چي تر ډيره حده پوري به د زده کوونکو په کنټرول، ظرفيت لوړوني، د تدريسي ميتودونو او نوښتونو په برخه کي مثبت تغيرات راسي.

د عامه اړیکو څانګه

د انټرنيټ د زده کړي مينوالو ته زيریيو قدم نور هم تر عصري زده کړو پوري!که غواړئ چي انټرنيټ په معياري ډول سره په لنډ وخت ک...
22/10/2018

د انټرنيټ د زده کړي مينوالو ته زيری
يو قدم نور هم تر عصري زده کړو پوري!
که غواړئ چي انټرنيټ په معياري ډول سره په لنډ وخت کي زده کړئ نو بيړه وکړئ د انټرنيټ د معياري زده کړي په لومړۍ دوره کي زموږ سره ګډون وکړئ تر څو د انټرنيټ يو شمير Tricks هم زده کړئ.
د نوموړي دوري موده ۱۵ ورځي ده چي د نظري درسونو تر څنګ عملي کارونه او ګروپي کارونه هم لري.
ياداښت: د زده کوونکو تعداد ډير محدود دی، په لومړۍ دوره کي به حق اوليت هغه کسانو ته ورکول کيږي چي لومړۍ يي ثبت نام کړی وي.
د تماس شميري:
۰۷۰۰۷۸۲۱۲۳
۰۷۴۸۸۸۹۸۷۲
آدرس: اوله ناحيه، چوڼۍ، د صوفي صاحب ذکور عالي ليسي پر مخامخ، زلال ښوونيز مرکز

زموږ سره مل اوسئ!
20/10/2018

زموږ سره مل اوسئ!

18/10/2018

زلال ډير ژر د نوي ګام سره!

د کارموندني خبرتيا!د زلال ښوونيز مرکز اداره د انګليسي ژبي او کمپيوټر زده کړي په څانګه کي ښوونکو ته اړتيا لري، علاقمندان ...
07/10/2018

د کارموندني خبرتيا!
د زلال ښوونيز مرکز اداره د انګليسي ژبي او کمپيوټر زده کړي په څانګه کي ښوونکو ته اړتيا لري، علاقمندان کولای سي چي د زلال ښوونيز مرکز د اداري سره په تماس کي سي او خپل CV و ([email protected]) ايميل آدرس ته وليږي.
انــګـليـسي ژبـه: (۳ تنه ښوونکي) کمپيوټر زده کړه: (۱ تن ښوونکی)

د اړيکو شميري: ۰۷۰۰۷۸۲۱۲۳ - ۰۷۰۰۶۱۲۰۳۰
آدرس: اوله ناحيه، چوڼۍ، د صوفي صاحب ذکور عالي ليسي پر مخامخ، زلال ښوونيز مرکز

شنبه ورځ -   ۱۴ / ميزان / ۱۳۹۷زلال ښوونيز مرکز د معلم نړيواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل.د معلم نړيواله ورځ چي د ...
07/10/2018

شنبه ورځ - ۱۴ / ميزان / ۱۳۹۷
زلال ښوونيز مرکز د معلم نړيواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل.
د معلم نړيواله ورځ چي د اکتوبر د مياشتي د ۵ نيټي سره سمون خوري په ټوله نړۍ کي په شاندارو مراسمو سره لمانځل کيږي، د همدي ورځي په مناسبت سره د زلال ښوونيز مرکز دواړو (ښځينه او نارينه زده کوونکو) څانګو هم نوموړي ورځ په خپلو مشخصو وختونو کي ولمانځل.
د ښځينه زده کوونکو د انګليسي ژبي او کمپيوټر زده کړي په برخه کي د ښځينه زده کوونکو ، استادانو او ټولو ښځينه زده کوونکو ګډون کړئ وو.
د پروګرام په جريان کي د Let’s Go 1, Let’s Go 2 او Let’s Go 3 ټولګيو زده کوونکو د استاد په هکله په انګليسي ژبه باندي مقالي وويلي او د پروګرام په آخر کي زده کوونکو خپلو استادانو ته د معلم د نړيوالي ورځي په وياړ تحفي او د اداري له خوا د ښځينه څانګي استادانو ته د دوی د نه ستړي کيدونکو هلو ځلو او د معلم د نړيوالي ورځي په وياړ سره مننليکونه ورکړل.
د يادوني وړ ده چي د دي پروګرام څخه وروسته د نارينه زده کوونکو څانګي هم د معلم نړيواله ورځ په شاندارو مراسمو سره په خپل وخت کي ولمانځل چي د همدي ښوونيز مرکز ټولو استادانو او زده کوونکو ګډون په کښي کړئ وو چي د استاد د موقف او ارزښت په اړه باندي د استادانو او زده کوونکو له خوا بيلابيلي مقالي وويل سوي.
د پروګرام د پای په شيبو کي د نارينه زده کوونکو څانګي استادانو ته هم د معلم د نړيوالي ورځي په وياړ د زده کوونکو له خوا خپلو استادانو ته تحفي ورکړل سوي او همدارنګه د اداري له لوري څخه هم د معلم د نړيوالي ورځي په وياړ او د استادانو د هڅو او خدمتونو په موخه مننليکونه ورکول سوه.
د معلم نړيواله ورځ مو مبارک سه!

خبرتياد انجنيري پوهنځی محصلينو دپاره په زړه پوري چانس!بيړه وکړئ، وخت ډير کم دی.د نورو معلوماتو دپاره د لاندي شميرو سره ت...
04/10/2018

خبرتيا
د انجنيري پوهنځی محصلينو دپاره په زړه پوري چانس!
بيړه وکړئ، وخت ډير کم دی.
د نورو معلوماتو دپاره د لاندي شميرو سره تماس ونيسئ:
۰۷۰۰۷۸۲۱۲۳
۰۷۰۰۶۱۲۰۳۰

02/09/2018
Let's Begin Class Student
02/09/2018

Let's Begin Class Student

Address

چوڼۍ، د صوفي صاحب ذکور عالي ليسي پر مخامخ

Telephone

0700782123

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Zalal Educational Center - ZEC زلال ښوونيز مرکز:

Shortcuts

  • Want your school to be the top-listed School/college?

Share