01/11/2016
🍄💐ګناهونه او زمونږ بهانې💐🍄 ضرور یی ولولئ او شیر یی کرئ
۱:- رشوت، شریني ده.
۲:- موسیقي، د روح غذا ده.
۳:- نامحرم ته کتل، یو نظر حلال دی.
۴:- غیبت، ! مخامخ یې هم ورته ویلی شم.
۵:- سود خوري، ! ټوله دنیا یې خوري.
۶:- مبتذل پروګرامونه، سړی یو شی زده کوي.
۷:- تهمت، صرف زه خو نه وایم، ټوله دنیا یې وایی.
۸:- حرام مجلس، صرف یوه شپه ده، او بس.
۹:- بې حجابي، زړه خو مې پاک دی.
۱۰:- بې لمانځي، فلانی چې لمونځ کوي زر فساده ورسره کوي.
۱۱:- شراب خوري، خدای خو مهربان دی.
۱۲:- غیر شریعي وادونه، څه فاتحه او جنازه خو نه ده.
۱۳:- اسراف، خلک را پورې ونه خاندي.
۱۴:- عیاشي، دوه ورځې ژوند دی.
۱۵:- په جماعت سره لمونځ نه کول، وخت نلرم.
هیله ده چې هېڅکله موږ داسې بهانې ونه کړو ځکه چې یوه داسې ورځ راتلونکې ده، چې هر اندام به دې خبرې کوي، بیا به افسوس افسوس کوي،خو وخت به تیر وي.
اول دې الله تعالی ماته توفیق د عمل راکړي بیا تاسوته
آمــــــــــین ثــــم آمــــــن.