Milli Institute

  • Home
  • Milli Institute

Milli Institute Afghanistan's No.1 English and German Brand

15/06/2026

په ملي انسټیټیوټ کې ستاسو د بریا سفر پیلېږي؛ همدا نن نوم‌ لیکنه وکړئ.

ملي انسټیټیوټ د آسیا له قهرمان او نومیالي ورزشکار استاد مصور فکري صاحب څخه د زړه له کومې مننه کوي چې زموږ بلنه یې ومنله ...
13/06/2026

ملي انسټیټیوټ د آسیا له قهرمان او نومیالي ورزشکار استاد مصور فکري صاحب څخه د زړه له کومې مننه کوي چې زموږ بلنه یې ومنله او په خپل حضور سره یې ملي انسټیټیوټ ته لا زیات ویاړ او ارزښت وباښه.
د ستاینې غونډې انځوریز البم
مصور فکري

12/06/2026

د ملي قهرمان الهام‌ بښونکی پیغام
مصور فکري

10/06/2026

د مننې او قدردانۍ پیغام
د ملي انسټیټیوټ رهبري، اداري او تدریسي کارکوونکي د قدرمن استاد مصور فکري له حضور، ارزښتناکې لیدنې او د ملي انسټیټیوټ د بلنې له منلو څخه خپله ژوره مننه او قدرداني څرګندوي.
موږ د استاد مصور فکري له هغو اغېزناکو او دوامدارو هلو ځلو څخه په درنښت یادونه کوو چې نوموړي د ورزش، ځوانانو د روزنې، سالمې رهبرۍ او ټولنیز پرمختګ په برخه کې ترسره کړي دي. د هغه خدمتونه او تجربې د ګڼو ځوانانو لپاره د الهام، هڅونې او بریا سرچینه ګرځېدلې ده.
ملي انسټیټیوټ ویاړي چې استاد مصور فکري زموږ بلنه ومنله او له دې علمي او روزنیز بنسټ څخه یې لیدنه وکړه. د نوموړي حضور د زده ‌کوونکو او ځوانانو لپاره یو ارزښتناک فرصت و، ترڅو د بریا، هڅونې او مثبت فکر له مهمو تجربو څخه ګټه پورته کړي.
همدارنګه، د دې ارزښتناکې لیدنې او برنامې د تنظیم، همغږۍ او بریالي ترسره کېدو په برخه کې د قدرمنو استاد زمري ټایګر او نواز شریف خمار له همکاریو، ملاتړ او ارزښتناکو هڅو څخه هم د زړه له کومې مننه او قدرداني کوو. د دوی همکاري او ژمنتیا د دې برنامې په بریالیتوب کې مهم رول درلود.
موږ ټولو درنو مېلمنو او همکارانو ته د لا زیاتو بریاوو، روغتیا او پرمختګ هیله کوو او هیله لرو چې دا ډول علمي، فرهنګي او ټولنیزې همکارۍ په راتلونکي کې لا پیاوړې شي.
په درنښت
د ملي انسټیټیوټ اداره
مصور فکري
Zamary Tiger
NawazSharif Khamar

ستاسو بریا له جرمني ژبې پیلېږي!آیا غواړئ جرمني ژبه په معیاري او مسلکي ډول زده کړئ؟ آیا د لوړو زده‌کړو، کاري فرصتونو، تخص...
10/06/2026

ستاسو بریا له جرمني ژبې پیلېږي!
آیا غواړئ جرمني ژبه په معیاري او مسلکي ډول زده کړئ؟ آیا د لوړو زده‌کړو، کاري فرصتونو، تخصصي زده‌کړو او روښانه راتلونکي لپاره ځان چمتو کول غواړئ؟ نو زموږ د جرمني ژبې پروګرام ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
زموږ د جرمني ژبې کورس د نړیوالو معیارونو له مخې د لومړۍ کچې (A1) څخه تر پرمختللې کچې (C1) پورې تدریسېږي. زده‌ کوونکي د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې د اورېدو، خبرو کولو، لوستلو او لیکلو مهارتونه په علمي او عملي ډول زده کوي.

د کورس ځانګړتیاوې
✅ د لومړۍ کچې (A1) څخه تر پرمختللې کچې (C1) پورې بشپړ تدریس
✅ مسلکي او تجربه لرونکي استادان
✅ معیاري او منظم درسي نصاب
✅ د خبرو اترو عملي تمرینونه
✅ د ژبنیو قواعدو او لغاتو پیاوړتیا
✅ منظمې ارزونې او ازموینې
✅ د نړیوالو ژبنیو ازموینو لپاره چمتووالی

دا پروګرام د چا لپاره مناسب دی؟
✅ د هغو زده‌کوونکو لپاره چې غواړي په جرمني او نورو جرمني‌ژبو هېوادونو کې لوړې زده‌کړې وکړي.
✅ د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو لپاره چې غواړي تخصصي زده‌کړې وکړي یا د کار فرصتونه ترلاسه کړي.
✅ د انجینرانو، ښوونکو او نورو مسلکي کسانو لپاره چې غواړي خپل مسلکي راتلونکی پیاوړی کړي.
✅ د هغو کسانو لپاره چې د کورنۍ د یوځای کېدو( زوجینو) پروګرامونو ته اړتیا لري.
✅ د سوداګرو او کاروباریانو لپاره چې غواړي له نړیوالو بازارونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
✅ د هرهغه چا لپاره چې غواړي یوه نړیواله ژبه زده کړي او خپل علمي او مسلکي ظرفیت لوړ کړي.
له لومړۍ کچې (A1) څخه تر پرمختللې کچې (C1) پورې خپل ژبنی سفر له موږ سره پیل کړئ او د بریا نوی باب پرانیزئ.
اړیکو شمیره: 0787071727 - 0764720069
آدرس: جلال آباد ښار، تالاشۍ چوک، مالوچو کوڅه

د جلال اباد ښار په زړه کې؛ نوی، عصري او معیاري تعلیمي انسټیټیوټ!د معیاري او اغېزمنې زده ‌کړې اړتیا ته په کتو سره، د ملي ...
07/06/2026

د جلال اباد ښار په زړه کې؛ نوی، عصري او معیاري تعلیمي انسټیټیوټ!
د معیاري او اغېزمنې زده ‌کړې اړتیا ته په کتو سره، د ملي انسټیټیوټ مشرتابه له کلونو راهیسې د ننګرهار ولایت د ځوانانو او زده‌ کوونکو د تعلیمي اړتیاوو، ننګونو او فرصتونو ژوره څېړنه کړې ده. د همدې لیدلوري پر بنسټ، د جلال آباد ښار په زړه کې یو نوی، عصري او معیاري تعلیمي مرکز رامنځته شوی، ترڅو زده ‌کوونکو ته د نړیوالو معیارونو مطابق د زده ‌کړې مناسب فرصتونه برابر کړي.
ملي انسټیټیوټ د کیفیت لرونکو زده ‌کړو، نوښتګرو تدریسي میتودونو، مسلکي استادانو او منظم اکاډمیک چاپېریال له لارې هڅه کوي چې زده ‌کوونکي د علمي، مسلکي او نړیوالو فرصتونو لپاره چمتو کړي. د انسټیټیوټ موخه یوازې د ژبو تدریس نه دی، بلکې د داسې وړ، بااعتماده او مسلکي نسل روزل دي چې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د هېواد په راتلونکي کې رغنده رول ولوبوي.
په ځانګړي ډول، ملي انسټیټیوټ د جرمني او انګلیسي ژبو په څانګو کې د خویندو لپاره جلا، ځانګړی، معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال رامنځته کړی دی. همدارنګه د ذکور زده‌ کوونکو لپاره هم جلا او معیاري تعلیمي پروګرامونه او مناسب اکاډمیک چاپېریال برابر شوی، ترڅو دواړه قشرونه وکولای شي په غوره شرایطو کې خپلې زده‌ کړې پرمخ یوسي.
ملي انسټیټیوټ په افغانستان کې د خویندو د علمي ودې، مهارتي پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره ځانګړی تعلیمي چاپېریال برابر کړی، څو هغوی وکولای شي له بشپړ ډاډ، آرامۍ او اعتماد سره خپلې زده‌کړې ترسره کړي او خپلو لوړو علمي او مسلکي موخو ته ورسېږي.
د ملي انسټیټیوټ مشرتابه، اداري او تدریسي ټیم په دې باور دی چې اغېزمنه او پایدارې زده‌ کړې هغه وخت رامنځته کېږي چې زده‌ کوونکی په یو خوندي، آرام، منظم او باوري چاپېریال کې زده‌ کړه وکړي. د همدې اصل پر بنسټ، ملي انسټیټیوټ د خویندو لپاره بشپړ جلا تعلیمي انګړ، منظم اکاډمیک چاپېریال، عصري تدریسي اسانتیاوې او مسلکي ښځینه کاري ټیم برابر کړی دی، ترڅو زده‌ کوونکې وکولای شي په ارامه فضا کې خپلې زده ‌کړې په غوره ډول پرمخ یوسي.
ملي انسټیټیوټ؛ د کیفیت، باور او تعلیمي پرمختګ په لور یو باوري ګام.

11/05/2026

Afghanistan’s no # 1 English and German Brand

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Milli Institute posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your school to be the top-listed School/college?

Share