25/10/2025
فريلانسنګ څه شی دی او څنګه یې پیل کړو؟
نن سبا په نړۍ کې زرګونه کسان د انټرنېټ له لارې عاید ترلاسه کوي. کوم کارونه او دندې چې په آنلاين ډول تر سره کيږي دې ته فريلانسنګ ویل کېږي. په فريلانسنګ کې ته د شرکت پر ځای د ځان لپاره کار کوې او د مختلفو مشتریانو لپاره د پروژو ترسره کولو په بدل کې پیسې ګټې.
د فريلانسنګ د پیل لپاره مهم ګامونه:
1⃣ مهارت زده کړه – لکه پروګرامنګ، ګرافیک ډيزاین، ویدیو ایډیټ، یا ډیجیټل مارکېټنګ.
2⃣ پروفایل جوړول – په Freelancer, Upwork یا LinkedIn کې حساب پرانيزه او خپل مهارتونه ښکاره کړه.
3⃣ کوچني کارونه واخلئ – په پیل کې وړې پروژې ومنه، د ښه نظر ( review )ترلاسه کولو لپاره.
4⃣ مسلسل کار کول – هره ورځ لږ تر لږه څو ساعته وخت د مهارت لوړولو او د کارونو سپړلو ته ورکړه.
پایله:
فريلانسنګ یوازې د پیسو ګټلو لاره نه ده، بلکې د نړۍ له خلکو سره د اړیکو جوړولو او خپل مسلکي ژوند د پرمختګ یوه ښه موقع ده.
https://t.me/DigitalAFGHub
23/09/2025
ولې د انټرنيټ تبادلې مرکزونو جوړول مهم دي ؟
نن سبا انټرنيټ يواځې د اړيکو وسيله نده بلکې يو ضرورت دی، د دې لپاره چې امن ، سريع او ارزانه انټرنیټ ولرو، د انټرنيټ تبادلې مرکزونه (Internet Exchange Point - IXP) جوړول اړين دي.
پدې مرکزونو کې کوم کارونه ترسره کيږي ؟
• هيواد ته انټرنيټ وارديږي
• د تصفيې او مديريت (Filtering & Management) له لارې تنظيم کيږي، او بيا مخابراتي شبکو او انټرنېټي شرکتونو ته د ISPs (Internet Service Providers) له لارې ويشل کيږي.
د دې کار پايله:
• ښه امنيت
• د مصارفو کمښت
• لوړ سرعت
• له نوری فايبر څخه ښه ګټه اخیستنه
په اوس وخت کې يواځې يو IXP په کابل کې شته چې هغه هم په سمه توګه کار نه کوي پر همدې اساس په لويو ښارونو کې بايد همداسې مراکز جوړ شي تر څو انټرنيټ هم معياری او هم سراری شي
https://t.me/DigitalAFGHub
21/09/2025
د تيرې ليکنې په ادامه
3)د معلوماتو ساينس Data Science : هغه برخه ده چې د ډېرو معلوماتو (Big Data) څخه د احصایې، visualization (تصور)، رياضياتو او پروګرامنګ په مرسته ارزښتمنې نتيجې او پوهه راوباسي.
د کارونې ځایونه:
د کاروبار پرېکړې کول (Business Decisions)
د بازار موندنې تحليل (Market Analysis)
د ناروغيو وړاندوينه (Disease Prediction)
4)د طبیعي ژبې ارزونه Natural Language Processing (NLP) : (د طبیعي ژبې پروسس) د مصنوعي ځیرکتیا (AI) هغه برخه ده چې کمپیوټر ته د انسان ژبو (لکه پښتو، پاړسي،انګلیسي…) لوستل، پوهېدل او ځواب ورکول ور زده کوي.
https://t.me/DigitalAFGHub
20/09/2025
مصنوعي ځيرکتيا Artificial Intelligence (AI) : مصنوعي ځيرکتيا يا AI هغه ټيکنالوژي ده چې کمپيوټرونو او ماشينونو ته دا وړتيا ورکوي چې دندې او کړنې ترسره کړي چې بغير له دې د انسان ځيرکتيا او عقل ته ضرورت ولري، لکه زده کړه ، فيصله کول، د غږ او انځور پيژندل او داسې نور.
د AI جوړلو مهارتونه ؟
1)Machine Learning
2)Deep Learning
3)Data Science
4)Natural Language Processing
1)د ماشين زده Machine Learning : چېرته چې کمپیوټرونه د معلوماتو (Data) څخه زده کړه کوي او خپله پرېکړې یا وړاندوینې کوي، پرته له دې چې انسان ورته هر ګام جلا جلا ولیکي.
د ماشين زده کړې ډولونه:
🟢 1 نظارت شوې زده کړه (Supervised Learning)
دلته کمپیوټر ته معلومات (ډيټا) د ځوابونو سره ورکول کېږي.
🔵 2 بېنظارته زده کړه (Unsupervised Learning)
دلته کمپیوټر ته یوازې معلومات/ډيټا ورکول کېږي، خو ځوابونه نه ورکول کېږي.
🟣 3 د تقویې په وسیله زده کړه (Reinforcement Learning)
دلته کمپیوټر په هڅونه (Reward) او سزا (Penalty) سره زده کړه کوي.
د ماشين زده کړې لپاره اړين مهارتونه:
د پايټون ، R ځينې وخت C++ او جاوا پروګرامينګ ژبې
د پايټون ژبې ځانګړي فریم ورکونه Frameworks لکه PyTorch او Tensorflow او کتابتونونه لکه NumPy او Pandas
2)ژوره زده کړه Deep Learning: ژوره زده کړه د ماشین زده کړې ځانګړې برخه ده.
دا د انسان د دماغ د عصبي حجرو (Neural Networks) په شان جوړښت کاروي، چې مصنوعي عصبي شبکې(Artificial Neural Networks) ورته ویل کېږي.
یعنې کمپیوټر د ډېرو پرتونو (Layers) په وسیله د معلوماتو تحلیل کوي، له همدې امله ورته ژوره زده کړه ویل کېږي.
مثالونه د مخ پيژندنه (Face Recognition)، د غږ پیژندنه (Speech Recognition)، ژباړه، د ځان چلونې موټرونه، ناروغيو پيژندنه او داسې نور
ليکنه ادامه لري
19/09/2025
د کمپيوټر، ټيکنالوژۍ، خصوصاً د پروګرامينګ په اړه د معلوماتو ټلګرام کانال
Telegram: Contact @DigitalAFGHub
16/09/2025
د پايټون برنامه ليکنې ژبه Python programming language: نن ورځ پايټون د خپلې ساده ګۍ او ځواکمنتيا له امله د پروګرامينګ( برنامه ليکنې) له مشهورو ژبو څخه ده .
کارونه: web development, ډيټا ساينس ، ماشين زده کړه ، مصنوعي ځيرکتيا ، سایبری امنيت او رباتونو کې کارول کيږي.
او په Windows, Linux او macOS او داسې نورو سیستمونو کې کار کوي.
پايټون ژبه د Numpy , Django, Flask او Pandas په څېر پراخ کتابتونونه لري چې د پروګرام جوړنه آسانه او ګړندۍ کوي.
پايټون په لوستلو او ليکلو کې اسانه ده نو ځکه د نويو زده کوونکو لپاره هم غوره انتخاب کيدای شي
https://t.me/DigitalAFGHub
07/09/2025
د Back-End Development مهمې برخې
د ویبپاڼې هغه برخه چې فعالیت کوي خو کاروونکي یې نه ویني. پکې Web Server، Database او د معلوماتو پروسس شامل وي.
مهمې برخې:
1. Server-Side Coding/Scripting – هغه کوډ چې په سرور کې اجرا کېږي
او د کاروونکي غوښتنې پروسس کوي (لکه Python, Java, PHP, Node.js).
2. Database – د معلوماتو ذخیره او ترلاسه کول (SQL, NoSQL).
3. API (Application Programming Interface) – د ویبپاڼې یا اپلیکیشن د مختلفو برخو ترمنځ اړیکه جوړوي.
4. Security – د معلوماتو ساتنه، د کاروونکو تصدیق (Authentication) او د امنیتي کمزورتیاوو مخنیوی.
مهمې پروګرامینګ ژبې او ټکنالوژۍ:
Python (Django, Flask)
JavaScript (Node.js)
PHP
Java (Spring Boot – د امنیت له پلوه قوي)
Databases ډيټابيس : SQL (MySQL, PostgreSQL) ، NoSQL (MongoDB)
https://t.me/DigitalAFGHub
02/09/2025
د Fron-End Development لپاره کوم مهارتونه اړين دي؟
لکه څنګه مو چې مخکې وويل دا د ويبپاڼې ظاهري برخه ده
او د زده کړې لپاره يې در اساسي مهارتونه اړين دي
لومړی: HTML ( Hypertext Mark-up Language):
د ويبپاڼو د جوړښت ( اسکليټ) لپاره بنسټيزه ژبه ده چې د ويبپاڼې ساختمان ، سرليکونه ، پراګرافونه او جدولونه جوړوي
دويم: CSS (Cascading Style Sheets): د ويبپاڼې سټايل ، بڼه او ډيزاين ټاکي، HTML د ويبپاڼو جوړښت وي او CSS د ويبپاڼو ښکلا او ډيزاين چمتو کوي لکه متن، رنګونه، فاصله او نور ډيزاين کنټرولوي همدارنګه CSS د Responsive Design لپاره هم کارول کيږي چې دې سره ويبپاڼه په بيلابيلو وسايلو لکه کمپيوټر ، مبايل وغيره کې سم کار کوي.
دريم: JavaScript: ويبپاڼو ته متقابل عمل/ interactivity او فعاليتونه ورکوي، او کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي چې له ويبپاڼې سره اړيکه ونيسي او په ځواب کې يې ويبپاڼه يو عمل ترسره کړي لکه د تڼۍ کلېک کول، فورم ډکول او د مينځپانګې بدلون.
د جاوا سکرېپټ د DOM (Document Object Model) manipulation په وسيله ویب پراخوونکی کولای شي په مستقیم ډول د ويبپاڼې عناصرو کې تغييرات راولي.
https://t.me/DigitalAFGHub
01/09/2025
کمره کوچک، خطر بزرگ!
کمره لپتاپ و موبایل یکی از سادهترین ابزارهای هکرها برای جاسوسی است.
اگر کمپوتر وموبایل شما به ویروس آلوده شود، هکر میتواند بدون آنکه شما خبر داشته باشید، کمرهتان را فعال کند و هر لحظه زندگیتان را تماشا کند!
جالب است بدانید:
بخاطر این تهدید حتی بسیاری از متخصصان تکنالوژی همیشه کمره لپتاپشان را با نوار یا پوش مخصوص میپوشانند.
راههای مصئون ماندن:
• کمره لپتاپ را با نوار یا کاور مخصوص بپوشانید.
• هرگز اپلیکیشنهای ناشناس نصب نکنید.
• از آنتیویروس و سیستمعامل بهروز استفاده کنید.
به یاد داشته باشید: در دنیای دیجیتال، حتی یک نقطه کوچک (کمره) میتواند به یک پنجره بزرگ برای جاسوسی تبدیل شود.
31/08/2025
ويب پراخول يا Web development په اړه معلومات:
لومړی به ویبسایټ وپيژنو : ویبسایټ په نړيوال جال يا world wide web (www) کې يو خاص ځای ته ويل کيږي
اوس به راشو په اصلی موضوع ته چې څنګه کولاي شو يو ويبپاڼه جوړه کړو
په عموم طور ويپ پراخول په دو برخو ويشل شوی دی
لومړی: Fron-End Development چې د ويبپاڼې ظاهري شکل پورې اړه لري لکه ساختمان ، ډيزاين و رنګ او متقابل عمل يا interactivity چې دې برخې ته Web design هم وائي .
دويم: Back-End Development د هغه برخه ده چې د کاروونکي له خوا نه ليدل کيږي چې په عامه اصطلاح ويلې شو چې د پردي تر شا کوډونه دی او دا د ويبپاڼې منطق ، ډيټابيس او نور خدمات مديريت کوي .
https://t.me/DigitalAFGHub