11/18/2022
هغه مهمې نقطې چې باید همیشه یی په یاد ولرئ
Points To Remember For Civil Engineer
1. Height of building = 3.15m.
2. Height of parapet wall should be 1m.
3. Height of window = 2.1m.
4. Minimum thickness of slab = 125mm.
5. Minimum thickness of lintel = 15cm.
6. Thickness of DPC = 2.5cm.
7. Maximum diameter of the bars used for lapping is 36mm. Bars having more than this diameter are not allowed.
8. Minimum diameter of bars used in slab = 8mm.
9. Minimum diameter of bars used in column = 12mm.
10. Minimum number of bars used in square or rectangular column = 4 bars.
11. Minimum number of bars used in circular column = 6 bars.
12. Maximum diameter of bars used in slab = 1/8 × thickness of slab.
13. Maximum chair spacing = 1m.
11/18/2022
یو ملکي انجنیر څه کوي؟
منځپانګې
یو ملکي انجنیر کوم فعالیتونه او دندې ترسره کوي؟
1. د ودانولو موقعیت و ارزوئ
2. د خاورې مطالعات ترسره کول
3. د توپوگرافي او درجی شرایط وټاکئ
4. د پروژې پلې کولو لپاره لازمي اجازه ترلاسه کړئ
5. ساختماني محاسبې ترسره کړئ
6. د ساختماني لګښتونو اټکل
7. د پروژې تطبیق کنټرول کړئ
8. زیربنا ساتنه / ترمیم کول
9. په چاپیریال اغیزه لږه کړئ
10. مدیران ، مشاورین او د کار د پرمختګ مالکان خبر کړئ.
11. د جوړولو څارنه
12. لارښوونې چمتو کړئ چې باید قراردادي پرسونل ته ورکړل شي او د دوی فعالیتونه همغږي کړي.
13. په ودانیزو چارو کې د کارمندانو لارښود او لارښوونه وکړئ.
14. د خوندیتوب مقرراتو سره موافقت تضمین کړئ.
15. خدمت او مادي چمتو کونکي وټاکئ.
16. د ساختماني ټیکنالوژۍ ډول غوره کړئ چې په پروژه کې به وکارول شي.
سرچینې
د سول انجینران د مدرن ژوند لپاره د لازمي تاسیساتو جوړولو پلان ، ډیزاین او نظارت. د دې ساحې دننه ذکر کیدی شي: د فضا سپوږمکۍ او لانچ اسانتیاوې ، د ساحل پلاتفورم ، پلونه ، ودانۍ ، تونلونه ، لویې لارې ، د ترانزیت سیسټمونه ، بندونه ، هوایی ډګرونه ، بندرونه ، د اوبو رسولو سیسټمونه او د فاضله اوبو درملنې نباتات.
د انجینر کلمه د لاتین ټکي انجینیم څخه راځي ، کوم چې د سمارټ وسیلو ډیزاین او جوړولو پورې اړوند د مهارت لرونکي ، هوښیار ، مفکورو تولید کونکي معنی لري. په اصل کې دا اصطلاح یوازې هغه چا ته راجع کیږي چې اختراعات یې په نظامي کمپاینونو کې د زیان لامل کیدو لپاره کارول شوي.
زیربناو رامینځته کولو سره معامله کوي: ځانګړی مدني د اتباع او تمدن سره اړیکه ښیې.
یو شمیر ځانګړي ځانګړتیاوې شتون لري چې د سیول انجینري عمل کې جوش زیاتوي: د سول انجینرۍ پروژې لوی ، څرګند او ځانګړي دي.
یو ملکي انجنیر د یوې پروژې پلان کولو او ډیزاین کولو ، اړینې کچې ته رسولو ، او د دې ساتنې او څارنې مسؤلیت لري. دا نه یوازې د انجینرۍ لوړې کچې پوهه ته اړتیا لري ، بلکه اداري او نظارت مهارتونه هم.
ملکي انجنیران د موجوده ککړتیا پاکولو او د راتلونکي هوا ، ځمکې ، او اوبو ککړتیا کمولو لپاره پلانونو لارو پاکولو کې د چاپیریال ساتنې کې هم مرسته کوي.
05/22/2022
د واش په اړه نوی معلومات.
Water_Sanitation_and_Hygiene (WASH)
لکه څرنګه چې موږ د ورځې کار کوو، حتما تږي کیږو او وږي کیږو ددې لپاره موږ پاکو اوبو او صحي خواړو ته اړتیا لرو، او هم وروسته د څښاک او خوراک څخه موږ منظم سنیتاري سیستم ( فاضله اوبو سیستم) ته اړتیا لرو تر څو مو چاپیریال د هر ډول ککړونکو موادوڅخه پاک وي.
نو ددې موخې لپاره د WASH موضوع نن سبا ډیره تر بحث لاندې نیول کیږي.
د اوبو، نظافت او حفظ الصحه چې په عامه توګه ډیری خلک ورته د (WASH) کلیمه کاروي، چې دغه څلور توري د انګلیسي د لاندې کلیمو څخه اخیستل شوي دي.
(WASH): W—Water, S—Sanitation, A—And, H—Hygiene
دغه کلیمې یو بل سره ډیرې نېژدې اړیکې لري، پاکو اوبو ته لاسرسۍ روغتیا او ښې حفظ الصحې سره مرسته کوي.
د واش موضوع عموما په هغه هیوادونه کې په نظر کې نیول کیږي چې ضغیف اقتیصاد ولري او خلک یې د فقر په کنده کې ژوند کوي.
نړۍ کې ډیری داسې هیوادونه شته چې د نفوسو 80 سلنه خلک یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې د هغو له جملي څخه افریقایي هیوادونه یادولو شو.
په دغه لنډه مقاله کې ما یوازې په افغانستان کې پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د WASH اړوند معلومات چمتو کړی.
همدا شان زیاتره برخه یې ما د UNICEF لخوا تازه ترسره شوي څیړنه را ژباړلي ده.
#عمومي معلومات
په هیواد کې د وروستیو بدلونونو په راتګ سره بېلا بېل سکتورونه د مشکلاتو سره مخ شول هغه که په اقتصادي ډول و او یا هم د مسلکي کسانو تګ و، چې د هغه له جملې څخه یې یو د WASH سیستم دی چې چارې یې د خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
د شل کلن جنګ آغیزې ډیرې بدي وي او دي، ډیری خلک د خپلو استوګن ځایونو څخه بې ځایه شوي دي، چې د دوي اکثره خلک یې پاکو اوبو، د روغتیا سیستم او منظې حفظ الصحي (Water Sanitation and Hygiene) ته لاسرسۍ نه لري.
ددې ټولو ناخوالو قربانیان بیا واړه ماشومان دي چې دغه موضوع باید په جدي ډول تر بحث لاندې ونیول شي، اړونده ادارې باید په هغه ساحو کې سروي ترسره کړي، پروپوزل باید جوړ کړي او ډونران (Donors) وهڅوي ترڅو ځاینمو شویو ساحو خلکو سره مرسته وکړي.
#مهم حقایق
د UNICEF په یوه تازه خپره شوي څیړنه کې چې (Afghanistan WASH on the Brink) په نوم په کال 2022 کې په افغانستان کې ترسره شوي ده، معلومات یې په لاندې ډول دي.
په هرو 10 نفرو کې یې 8 نفره غیر صحي اوبه څښي.
په افغانستان کې 93 سلنه ماشومان چې (15.6 مېلیونه ماشومان) په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له خطر سره مخ دي.
نیږدي 4.2 مېلیون خلک په خلاص لاس رفع حاجت کوي.
له هرو 10 افغانانو څخه 5 یې لږ تر لږه د روغتیا ساتنې بنسټیزو اسانتیاوو(Sanitation Facilities) ته لاسرسی نه لري.
له هرو 10 افغانانو څخه 6 یې د حفظ الصحې اساسې اسانتیاوو(Hygiene Facilities) ته لاسرسی نه لري.
په ټول افغانستان کې شاوخوا 94 سلنه ښوونځي د لاس مینځلو لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
شاوخوا 35 سلنه روغتیایي سیستمونه د څښاک لومړنیو اوبو ته لاسرسی نه لري.
#اقتصادي مشکلات او د سیستم رکود
په هیواد کې وروستي بدلونونه چې هیواد له هرې خوا څخه وځپلو چې یو ددې څخه د WASH سیستم دی چې د ډیر زیان سره مخ شوي دی.
د واش په برخه کې د کار مندانو د معاشونو نشتون، د مسلکي نفرو تګ د هیواد څخه او همداشان لوی لامل د خارجي ډونرانو (Donors) نه سپورټ ددې لامل شول چې د واش سیستم له رکود سره مخ شي.
په تیر نظام کې د (WASH- Water Sanitation and Hygiene) سیستم لپاره 124 مېلیونه بودیجه په نظر کې نیول شوي وه چې د بېلا بیلو موسسوساتو لخوا ورکول کیده، چې په اوس کې دغه مقدار صفر ته تقارب کړی دی.
که چیرې د واش سیستم ستونزي په وخت سره حل نه شي نو د هیواد 70 سلنه خلک به د ستونزو سره مخ شي.
#وچکالي او د اوبو کمبود
په نیږدي تیرو کالونو کې افغانستان د اوبو له کمبودۍ سره مخ شوي دی، یوازې د 2021 مېلادي کال د December اخره پوره د هیواد په دریو ولایتونو کې 53 سلنه څاه ګانې وچي شوي دي.
په هیواد کې د شته ناخوالو موجودیت، اقتصادي مشکلات او همداشان د اوبو د منظم مدیریت نه شتون ددې لامل شوي چې هیواد او هیوادول مو د اوبو له کمبود سره مخ دي.
په هیواد کې 30 سلنه خلک د شخصي سکتور څخه په خپل مالی توان سره پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري، خو وروستیو بدلونونو او اقتصادي مشکلاتو په لرلو سره به یوازې د ګوتو په شمار خلک پاکو اوبو ته لاسرسۍ ولري.
#صحت- Health
په افغانستان کې د وار له مخه د ککړو اوبو یا غیرصحي اوبو د څښلو څخه د ناروغیو د منځته راتلو ویره موجوده وه، چې د هغه له جملې څخه یو یې ملاریا یا (Diarrhea) ده چې د کابل په ګډون د شاوخوا ولایتونو څخه یوازي د 2022 کال د شروع څخه تر اوسه پورې یې 5000 نفره نیولي دي.
د غیر صحي اوبو او د منظمې Sanitation and Hygiene سیستم نه موجودیت د ماشومانو صحت ته ډیر زیان اړولی دی، او د پراخیدو په حال کې دی.
هغه مرضونه چې د غیرصحی اوبو څخه منځته راځي په لاندې ډول دي.
Cholera, Diarrhea, Dysentery, Hepatitis A, Typhoid, and Polio.
پورته ټولې ناروغۍ د غیرصحي ابو د څښلو څخه منځته راځي.
په نړۍ کې هره ورځ 700 نفر چې عمرونه یې د 5 کالو څخه ښکته وي د ملاریا یا Diarrhea د لاسه مړه کیږي، په هیواد کې وروستۍ وړاندوینې دا ښایې چې 30 سلنه خلک د حاجت رفع کولو لپاره تشناب نه لري او نیږدي 11 سلنه خلک په ازاده هوا کې خپل حاجت رفع کوي.
نو د څښاک اوبه باید ډیرې صحې وې تر څو د بېلا بیلو امراضو څخه مو نجات تر لاسه کړی وي، کله هم چې د تشناب یا هم کوم بل ځای کې خپل حاجت رفع کولو، نو وروسته د حاجت له رفع کولو څخه مو لاسونه پاک د صابون سره ومینځئ ترڅو د بیلا بیلو امراضو څخه خوندي پاتي شوي وئ.
#تغذیه- Nutrition
د تیرو27 وچکالیو، ناخوالو او اقتصادي مشکلاتو د افغانستان خلک د ډیر سخت ترخلیک سره مخ کړي دي، که چیرته موجوده حالات همداسې دوام وکړي او په اړه یې جدي ګامونه ونه اخیستل شي د UNICEF په تازه وړاندوینه کې په ګوته شوي چې 1.1 مېلیون ماشومان چې عمرونه یې د 5 کالو نو څخه کم وي په کال 2022 کې د سالمې تغذیې څخه بې برخې او د مرګ خاطر یې زیاتیږي.
نو د ماشومانو سالمې تغذیې لپاره اول د صحي اوبو موجودیت دی.
#تعلیم - Education
د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی و، په کال 2001 کې تر یو مېلیون پورې ماشومان شمیرل شوي و، چې دغه تعداد په کال 2019 کې 10 مېلیونو ته لوړ شوی و چې پکې یوازې 4 مېلیونه انجونې وې.
لکن بدون د صحي اوبو د موجودیت څخه دغه شمیره د تغیر په حال کې ده، په افغانستان کې نیږدې 40 سلنه ښوونځي د څښلو اوبو ته لاسرسۍ نه لري. او به باقي 60 سلنه یې د بکتریاوو او غیر صحي اوبو ته لاسرسی لري چې د صحت لپاره مضري تمامیدای شي. او همدا شان په هرو 4 ښوونځیو کې 1 یې د Sanitation سیستم ته لاسرسی نه لري، او 90 سلنه یې د حفظ الصحي سیستم نه لري.
نو هرکله چې په یوه ښوونځي کې منظم د صحي اوبو، روغتیایې سیستم او حفظ الصحي (Water Sanitation and Hygiene) کارونه موجود نه وي د شاکردانو صحت د ګواښ سره مخ کیږي، په تیره بیا د انجونود زده کړو بهیر چې په دې سره د شاګردانو زړونه ماتیږي او د درس څخه محروم پاتي کیږي.
#د UNICEF او نورو اړوندو ادارو مسولیتونه د WASH په اړه
- موقتي او دایمې حل پیدا کول د څښلو اوبو د پاره
- د حفظ الصحي پروګرامونو ته وده ورکول
- د ایمرجنسي لاټرینونو جوړول
- د غیر صحي اوبو په اړه خلکو ته معلومات ورکول
- په ښوونځیو کې د WASH په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکول
- په کلیوالي سیمو د کلو خلکو ته د WASH په اړه معلومات ورکول
- خلکو ته د WASH اهمیت ښودل او د پاکو اوبو څخه د څښاک لپاره توصیه کول
- د ځمکې لاندې اوبو څخه به سمه توګه استفاده وکړي.
#د UNICEF لخوا د WASH سیکتور د بیا فعالیدو او د ستونزو د حل لپاره لاندې قیمت تعین کړی دی ترڅو وکولای شي چې د واش اړوند ستونزې ټولې حل شي.
- د WASH یو پایداره سیستم لرلو لپاره UNICEF 769 مېلیونه ډالر تعین کړي دي خو د یو دوامداره او اوږدې لپاره بیا 931 مېلیونه ډلرو ته اړتیا ده چې مجموعه کیږي 1.7 بېلیونه ډالره.
او UNICEF په ډونرانو (Donors) غږ کوي چې په اړونده برخه کې کومک وکړي، او افغانستان د موجوده ستونزو څخه رواباسي.
ژباړه او راټولونکی asmatullah asmati
02/20/2022
د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه
(۱)
سوالونه اوځوابونه
(۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟
جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده
(۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟
جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟
جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عواملو)ته ترسره کیږی؟
جواب:داستادی دیوالونونه لاندی څلوروفکتورونو (عواملو)ته اجراکیږی؟
الف:دښویدنی په مقابل کی
ب:دچپه کیدوپه مقابل کی
ت:دماتیدوپه مقابل کی
ث:داستواري په مقابل کی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)سوال:(DBST )څه معنی لری تشریح کړی؟
جواب:Dabble Bitumen Surface Thionic
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)سوال: یوپلچک ډیزاین څوقسمه بارونو ته محاسبه کیږی؟
جواب:دپلچک په ډیزاین کی دری قسمه بارونه محاسبه کیږی
(۱)ډینامیکی بار(۲)ستاتیکی بار(۳)دواوری بار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)سوال:دویشلی باردمومنټ فرمول ولیکی؟
جواب:دویشلی باردمومنټ فرمول عبارت دی له M max =QL2 /8
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)سوال:سوپرایلیویشن تعریف کړی؟
جواب:هغه وخت چی افقی ګولایی کی دفرارالمرکزقوه په جذب المرکزقوه بدله شی دسوپرایلیویشن په نوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)سوال:دفرارالمرکزقوه تعریف کړی؟
جواب:کله چی په افقی ګولایی کی موټردخپل خط السیرڅخه فرارکوی عبارت دفرارالمرکز
دقویی څخه دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۰)سوال:ددیدفاصله کوم ډول فاصلی ته ویل کیږی ؟
جواب:ددیدفاصله دموترچلوونکی دسترګودلیدوفاصلی ته د(۴۵)درجی زاویی لاندی لیدل کیږی ددیدفاصله ورته وایی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)سوال: په عمومی ډول سره قیرپه څوډوله دی؟
جواب: قیرپه دوه ډوله دی (۱)قیر (۲) ټار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)سوال: د(۱۵۰)متره مکعبه سنګ کاری کی دسیمنټواوشګی اندازه پیداکړی په هغه صورت کی چی مارک 150 وی؟
جواب:150= 1:2:4 مارك مونږپه سنګ کاری کی د( 30-35 )فیصده پوری مساله په نظرکی نیول کیږی چی مونږیی دلته (35%)په نظرکی نیسو
150*0, 35= 52, 5
Total Volume= 150- 52, 5 =97,5m3
Cement = 152, 5/ 7*1*1, 52*1440 =16416kg / 50 =328 Bag
Sand = 152, 5/ 7*6* 1, 52 = 68,4m3
(۲)
(۱۳)سوال: دسمنټوحجمی وزن ولیکی؟
جواب: دسمنټو حجمی وزن عبارت دی له (1440- 1448m3)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۴)سوال:عمودی ګولایی په څوډوله دی نومونه یی ولیکی؟
جواب: عمودی ګولایی په دوه ډوله ده(۱) محدبه ګولایی (۲)مقعره ګولایی
چی شکلونه په لاندی ډول سره دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ(۱۵)سوال:دافقی ګولایی دعناصرونومونه تشریح کړی؟
جواب:دافقی ګولایی عناصر په لاندی ډول دی (R- PL- PT- PC- T) اوشکل یی دادی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)سوال:دسرک هندسی اجزاتشریح کړی؟
جواب:(الف)عرضی مقطع،کمبراوسوپرایلیویشن (ب)ددیدفاصله(ت)افقی اوعمودی ګولایی
(ث)دسرک چوکونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)سوال:دهندسی اجزاودیزاین دکومو فکتورونوتابع دی؟
دهندسی اجزاوډیزاین دشپږوفکتورونوتابع دی
(۱)دډیزاین سرعت(۲)دعراده جاتوفزیکی طرح(۳)دسرک نوعیت اوموقعیت(۴)دساحی توپوګرافی(۵)په فی ساعت کی دترافیکوحجم(۶)محیطی شرایط
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)سوال: کمبرڅه ته وایی تشریح کړی؟
جواب:کمبردسرک دعرضانی میل څخه عبارت دی
(۳)
(۱۹)سوال: کراون(Crown)څه ته وایي ؟
جواب:دسرک دسطحی په مرکزی قسمت کی په محدب شکل دیو لوړوالی لرونکی وی چی دغه لوړوالی یا لوړترینه نقطه دکراون پنوم سره یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۰)سوال:دسرک دسطحی کمبردشکل له مخی په څوډوله دی دشکل سره یی واضیح کړی؟
جواب: دسرک دسطحی کمبردشکل له مخی په دری ډوله دی
(۱)مستقیم خط په شکل(۲)دپارابول په شکل(۳)دپارابول اومستقیم خط(مختلط)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)سوال:دسرک حدود څه ته وایی و لیکی؟
جواب:هغه ساحه چی دسرک په امتداددسرک مسیر لپاره لازم وی دسرک دحدودپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)سوال:سرکونونه د طبقه بندی له نظره په څونوعه دی ویی لیکی؟
جواب:(۱)دسرکونونوعه نظردعراده جاتوحجم ته(۲)دسرکونونوعه نظردحرکت سمت ته
(۳)دسرکونونوعه نظردتګ راتګ خط ته(۴)دسرکونونوعه نظردساحی طبیعی شکل ته
(۵)دسرکونونوعه نظردهغوی قیمت ته(۶)دسرکونونوعه نظردهغوی موقعیت اواهدافوته
(۷)دسرکونونوعه نظردسطحی سختۍ ته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)سوال:دساحی دسروی اوحقیقی معلوماتودراټولولپاره کوم مطالعاتوته ضرورت لیدل کیږی تشریح کړی؟
جواب:لاندی څلور مطالعاتواومعلوماتوته
(۱)اقتصادی معلومات(۲)مالی مطالعات(۳)ترافیکی مطالعات(۴)انجینری مطالعات
(۴)
(۲۴)سوال:سرک تعریف کړی؟
جواب:سرک عبارت دهغی ساختمان یالاری حخه دی چی دهغی دپاسه وسایط،بایسکل سواراوپیاده خلک په قانونی ډول دیوی منطقی څخه بلی منطقی ته تګ راتګ کوی دسرک په نوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۵)سوال:ملی سرک(Country Road)څه ته وایی؟
جواب:هغه سرک چی یوولایت دبل ولایت اویاهم یوه ولسوالۍ دبلی ولسوالۍ سره وصلوی دملی سرکونوپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)سوال:سوپرهاییوی(Super Highway)څه ته وایی؟
جواب:هغه لوی لاری چی په هغه باندی دزیات سرعت وسایط په جدا(Carriage way) تګ راتګ وکړی ددسوپرهاییوی پنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)سوال:کریجوی(Carriage way)تعریف کړی؟
جواب:دسرک هغه قیرشوی یاکانکریټ شوی برخه چی ترافیکی وسایط پری تګ راتګ کوی دکریجوی پنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۷)سوال:لینډوایډ(Land width) څه ته وایی؟
جواب:دسرک دموترروبرخی(Carriage Way)،شولډر(Shoulder)،جانبی معبرونواودسرک دواړوخواوته هغه ساحه چی ونۍ پکی کرل کیږی دلینډوایډپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۹)سوال:ترافیک لین(Traffic Lane) تعریف کړی؟
جواب:دکریجوی(Carriage way)دهغه واحدعرض څخه عبارت دی چی یواځی اویواځی پیاده خلک تری استفاده کوی دترافیک لین پنوم یادیږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۰)سوال:دسرک فرش تعریف کړی؟
جواب:فرش دسرک دساختمان اخیری برخه ده چی دمتراکم شوی خاوری یاپرکاری شوی خاوری اویاهم دکندنکاری شوی خاوری دپاسه جوړیږی دسرک دفرش پنوم یادیږی
(۵)
(۳۱)سوال:دA- B-Cکلاس سرکونه تشریح کړی؟
جواب:د(A)کلاس هغه سرکونه چی مجاوری ولسوالۍ ګانی سره وصلوی او عرض یی د(۷)متروپه اندازه وی د(B)کلاس هغه سرکونه چی ولسوالۍ دعلاقه داری سره وصلوی او عرض یی د(۶)متروپّه اندازه وی د(C)کلاس هغه سرکونه چی قریه جات سره وصلوی او عرض یی د(۵)متروپه اندازه سره وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۲)سوال:دسرک شولډر(Shoulder)تعریف کړی؟
جواب:دسرک هغه برخه چی د(Carrige Way)اوجانبی معبرترمنځ قرارلری دشانویادسرک دشولډرپنوم سره یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۳)سوال:دسرک دساختمان اجزا(طبقات )تشریح کړی؟
جواب:(۱)دسرک دبسترطبقه(Subgrade)(۲)لاندینۍ فرعی طبقه(Sub Base Course)(۳)لاندینۍ طبقه(Base course)(۴)دسرک دسطحی پوشش طبقه(Wearing Course)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۴)سوال:لغزش څه ته وایی؟
جواب:دځمکی تحت العرضی اوبودموجودیت دناپایدارۍ په اساس دخارودکتلو بی خایه کیدني ته لغزش وایی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۵)سوال:دلغزش علامات اودمخنیوی لاری چاری یی تشریح کړی؟
جواب:علامات یی(۱)دځمکی لاندی اوبو اوهمدارنګه دځمکی دسراوبو موجودیت
(۲)دونوبوټوشنه کیدل(۳)دغره لمنوموازی شکل غوره کیدل
مخنیوی:(۱)داوبودردولوسیستم جوړول(۲)دغونډیودپاسه اضافی وزن ایښودل
(۳)استنادی دیوالونوجوړول چی دریناژونه ولری(۴)دلغزشی دامنوپه لاندینۍ قسمت کی داوبودجمع کیدوپخاطرددریناژونو جوړول(۵)دلغزشی دامنوپه علیایا پورتنۍ برخه کی داوبودجمع کیدودردیدوپخاطردریناژونه جوړول(۶)دلغزشی دامنوتحکیم کاری دمیخی اهن کانکریټی میخونوپواسطه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۶)سوال:حفظ ومراقبت تعریف کړی؟
جواب:دسرکونوڅخه دپلان مطابق په مناسب ترینه طریقه ګټه اخیستنه اواستفاده کول یاټول هغه ترمیماتی امورات چی دهغی په اساس سرکونه دترافیکی چلندپرمخ خلاص وساتل شی دحفظ ومراقبت څخه عبارت دی
(۶)
(۳۷)سوال:دسرکونواهمیت تشریح کړی؟
جواب:داچی سرکونه ملی شتمنی ده ددی لپاره یومنظم اوقوی پلان ته ضرورت دی ځکه چی دسرکونوپه ذریعه اولسونه شفاخانو،مکتبونو ،مارکیټونواوهمدارنګه دمملکتونوترمنځ اقتصادی اوسیاسی ارتباطاتوټینګښت اوداسی نورواموراتوته په اسانۍ سره رسیدګی کولای شی که چیری دسرکونو منظم پلان اوحفظ ومراقبت ته خاصه پاملرنه ونشی نودسرکونودتخریب اودمنځه تلوله امله پورتنی خدمات نشی وړاندی کیدای اوټول ګټه اخیستونکی دنعمت څخه محروم پاتی کیږی نوبنادسرکونو اعمارول ډیرزیات اهمیت لری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۸)سوال:حفظ ومراقبت په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:حفظ ومراقبت په دری ډوله دی۰(۱)جاری:چی په جاری حفظ ومراقبت کی دسرکونو داغګیری،درزګیری اوداضافی سیلابی رسوبی موادوپاک کاری شامل دی
(۲)دورانی حفظ ومراقبت:چی پدی حفظ ومراقبت کی کله چی دسرک دسطحی فرش اواړونده ساختمانونوحجم د(25%)څخه زیات شی یوه طبقه اسفالټ اچول کیږی چی داپه دورانی حفظ ومراقبت کی شامل دی
(۳)ایمرجنسی حفظ ومراقبت: په ایمرجنسی حالاتوکی لکه برف کوچ،یخک،لغزش،زلزله اودغرونوریزش په کی شامل دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۹)سوال:دسرک په ساختمان کی کوم نوع ټسټونه اجراکیږی تشریح یی کړی؟
جواب:(۱)درطوبت(C-B-R)ټسټ (۲)معین مساعدشوی رطوبت (PROCTOR)ټسټ (۳)کمپکشن((F-D-T ټسټ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۰)سوال:درزونه په سرک کی په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب: په سرک کی درزونه په (۵)ډوله دی۰(۱)موازیکی درزونه (۲)دسرک کناری درزونه (۳)خطی (طولی اوعرضی)درزونه (۴)قطعه یی درزونه (۵)لغزشی درزونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۱)سوال:داسفالټ بیټون مخلوط فیصدی تشریح کړی؟
جواب: (۱)قیرد(4-5%) (۲)منرالی فوډرد(1-1,5%) (۳)شګه(30%) (۴)فرکشنی جغل په سایزد(5-25mm)(25%) (۵)جغل په سایزد(25-70mm)(30%)پوری په نظرکی نیول کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
)۴۲)سوال:سرکونونه دطبقه بندی له مخی په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:(۱)منطقوی شاهراه(Regional Highways) (۲)ملی شاهرا(National Highways) (۳)ولایتی سرکونه(Provincial Roads) (۴)دهاتی سرکونه(Rural Rods)
(۷)
(۴۳)سوال:دسرک دشولډرودشکل دهی اهداف تشریح کړی؟
جواب: (۱)دسرک دفرش دسطحی څخه داوبوتیریدنه(۲)دسرک دفرش حمایه کوونکی
(۳)داضطرارحالت لپاره ساحه(۴)دسرک دکنارڅخه جلوګیری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۴)سوال:دسرکونو شولډری څه وخت ترمیم ته اړتیالری؟
جواب:(۱)کله چی په شولډروکی سوری ایجادشوی وی(۲)درشتی یازیږوالی د(3%)زیات شی(۳)دسرک سلوب کم شی(۴)اضافی مواداوواښه شنه شوی وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۵)سوال:کوم وسایل دسرک دشکل دهی لپاره ضروری دی تشریح کړی؟
جواب: (۱)ډمټرک اواوبه شیندونکی موترونه(۲)ګریډر،رولراولوډر(۳)تخته (۴)بیل اوزنبیل(۵)کلنګ اوجارو(۵)لاسی کراچۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۶)سوال:دسرک دشولدرودشکل دهی لپاره کوم مراحل په نظرکی نیول کیږی؟
جواب: (۱)دساحی بندول دترافیکی کنترولی علایموپواسطه
(۲)دتخریب شوی ساحی نښه کول په هندسی شکل (۳)دساحی پاک کاری دمخروبه موادوڅخه
(۴)دتخریب شوی ساحی دپاسه دنوی اضافی موادواچول(۵)دساحی هموارول(۶)دساحی تپک کول
(۷)دسرک دمیل چیک کول(۸)دسرک څخه داضافی موادوپاکول(۹)دترافیکی کنترولی علایموجمع کول اودوسایلوپاکول اومناسب ځای ته انتقالول اوذکرشوی ساحه دترافیکودچلندپروړاندی خلاصول
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۷)سوال: دسرک په لاندینۍ طبقه(Base Course)کی کوم تسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Aggregate Gradation Test (۲)LA- Lose Angles Test(۳)MDD- Maximum Dry Density Test )۴)OMC- Optimum Moisture Content Test (۵)CBR- California Bearing Ratio Test (۶)PI- Plastic Index -LL- Liquid limit- PI-Plastic limit(۷)FDD- Field Dry Density Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۸)سوال:دسرک په (Surface Course)طبقه کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Bitumen Test (۲)DBST Test (۳)Shoulder Test(۴)Concrete Test
(۸)
(۴۹)سوال:دوایرینګ کورس په طبقه کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Comb Gradation Test(۲)Extra Ction Test(۳)Stability Test(۴)Flow Test
Cover test :6 Field Density Test: 5
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۰)سوال:دسرک په شولډروکی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Grade Tinos Test (۲)LA- Lose Angles Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۱)سوال:په قیرکی کوم ټستونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Peen traction Test (۲)Softening Point Test (۳)Ductility Test (۴)Flash Point Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۲)سوال:په کانکریټ کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح یی کړی؟
جواب: (۱)Aggregate Gradation Test (۲)Compressive Strength Test(۳)Work ability Test
(۴)Mix Design Test (۵) LA – Lose Angles Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۳)سوال:دسرک عرض ،نوعیت اودخطونوتعداد نظرڅه ته ډیزاین کیږی ویی لیکی؟
جواب: دسرک عرض،نوعیت اودخطونوتعداد ترافیکودحجم په اساس طرح اوډیزاین کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۴)سوال:دسرک میل نظرڅه ته تعینیږی تشریح کړی؟
جواب: دسرک میل نظرداراضی تفاوت ته په ساحه کی تعینیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۵)سوال: سرک دفرش له لحاظه په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:(۱)اسفالټ بیتون (۲)اسفالټ کانکریټ (۳)انجزاب طریقه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۶)سوال: دسرک داساسی اجزاوعناصرکوم دی تشریح یی کړی؟
جواب: (۱)R دګولایی شعاع (۲)Tدزاویی تانجینټ (۳)Kمنحنی طول (۴)Cاضافی عنصر
(۵)Dناصف الزاویه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۷)سوال:دسرک په طرح ریزی کی کوم عوامل په نظرکی نیول کیږی ویی لیکی؟
جواب: (۱)اجتماعی تقاضا(۲)اقتصادی تقاضا(۳) کلتوری تقاضا(۴)اقلیمی شرایط
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۸)سوال:دتراکمیت ضریب څه ته وایی؟
جواب:هغه عدددی چی دسرک فرش دموادودمتراکم کولوپخاطر په نظرکی نیول کیږی دتراکمیت دضریب څخه عبارت دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۹)سوال:کومی خاوری اومواددسرک دبدنۍ دساختمان لپاره استعمالیږی ویی لیکی؟
جواب:(۱)تیږی لرونکی خاوری اوجغل(۲) سنګپلی خاوری اوشګی(۳)خاوره لرونکی شگی .
راتلونکی: مطیع الله مایارد سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه
انجینر شهزادالحق اشنا
بلخصوص CBR امتحانونو لپاره
(۱)
10/12/2021
متحده امارات (UAE) په نړۍ کې د بهترینو سرکونو په جدول کې په اول مقام کې ځای لري
09/16/2021
د معماري تهدابونو جوړول ،د هغو ډولونه او کارول . Types of Masonry Foundations, Their Construction and Uses
معماري تهدابونه کیدای شي له کانکریټي ،خښتو او یا هم تیږو څخه جوړ شي .د کانکریټي بلاک معماري تهداب معمولا ډیر کاریږي ځکه دا ارزانه تمامیږي او د هغې بدرنګه برخه نه ښکاري .
معماري تهداب باید پوره مضبوط وي څو وکولی شي د ساختمان وزن او پرې وارد شوي جانبی بارونه په ښه شکل اتکا کړي .دا باید پوره مداومت ولري چې د خاورې او ځمکې لاندې اوبو د ناوړه اغیزو پر وړاندې د ودریدو توان ولري.معماري تهدابونه یا له معماري واحدونو (دتهداب بې سیخه کانکریټ) او یا هم له سیخ لرونکو کانکریټو څخه جوړیږي څو وکولی شي نهایی بار اخستو ظرفیت ولري.د معماري تهدابونو بیلابیل ډولونه د هغې جوړول او کارول دلته د بحث لاندې نیول شو ي.
Fig.1: Types of Masonry Foundation
د معماري تهدابونو ډولونه ،د هغو جوړول او کارول . Types of Masonry Foundations, Their Construction and Uses
په ودانۍ جوړولو کې د بیلابیلو معمارې تهدابونو ډولونه په لاندې ډول دي.
1. فیته یې معماري تهداب .Masonry strip foundation
2. فرشي معماري تهداب .Masonry spread (isolated) footing
3. پته یې معماري تهدابStepped masonry footing
4. سرچپه کمان معماري تهداب .Masonry inverted arch foundation
1. معماري فیته یې تهداب .Masonry Strip Foundation
فیته یې معماري تهداب د وزن براداره دیوال لاندې لکه په شکل چې ښودل شوی له خښتو ،بلاکونو او یا هم له سنګکاري څخه جوړیږي.دا ډول تهداب د هغو ځایونو لپاره مناسب دی چې د خاورې موادو کیفیت یی ښه او د منلو وړ وي .ددې تهداب پلنوالی په لاندې برخه کې پوره پراخه وي او ورو ورو یی پلنوالی تر مشخص شوي لیول پورې راکمیږي .ددې ډول تهداب جوړول مرسته کوي څووارد شوي بارونه په یوشان شکل په پراخه ساحه منظم وویشل شي اود دیوال په څنډه کې د درز پیداکیدو مخنیوی وشي.که چیرې هغه خاوره چې فیته یی تهداب ورباندې جوړیږي کلی یا هم سلټ وي نو غوښتل کیږي چې د معماري کار لاندې مساله واچول شي او ټول جینټونه یې په مسالې سره ډک شي.که ورلاندې خاوره کلی او سلټ وي او مساله ونه کارول شي نو د معماري واحدونو ترمنځ جینټونو له لارې به د ځمکې لاندې اوبه جریان پیداکړي او کلی موادو به نرم کړي او په دې سره به د تهداب نشست رامنځ ته شي.که چیرې د تهداب لاندې خاوره کمزورې وي نو سپارښتنه داده چې د فیته یې تهداب له پیل وړاندې په ځمکه باندې کانکریټ واچول شي او پیړوالی یی باید له 100mm تر 225mm پورې وي .د فیته یی تهداب ابعاد دتهداب لاندې خاورې په نوعیت ،وارد شوو بارونو اوبره اتکا کیدونکی ساختمان د جوړولو میتود پورې اړه لري.
Fig.2: Brick Masonry Unit Used to Construct Masonry Strip Foundation
Fig.3: Bricks Used for Construction of Strip Masonry Footing
Fig.4: Layer of Concrete Provided Beneath Strip Foundation in Poor Bearing Capacity Soil
2. معماري فرشي (جداګانه )تهداب . Masonry Spread (Isolated) Footing
معماري فرشي تهداب له ښه کیفیت لرونکې خښتې او یا له تیږو څخه جوړیږي .د جداګانه تهداب لاندې برخه د دپاسه جوړیدونکې دیوال د پراخوالې په پرتله پوره پراخه نیول کیږي .دا پراخوالی ددې لپاره ورکول کیږي څو وارد شوي بارونه په پراخه ساحه وویشي او د دساختمان ثبات لوړ شي.فرشي معماري تهداب معمولا په هغو استوګنو ودانیو کې کاریږي چې ځمک تلی یا تهکوي لري.د جداګانه تهداب ډیزاین او اندازې د وارد شوو بارونو له مخې غوره کیږي .دا تهداب په لاندې برخه کې پوره پراخ وي او ترغوښتل شوي لیول پورې ورو ورو یې پلنوالی راکمیږي .لکه د فیته تهداب په شان دلته هم سپارښتنه کیږي چې که دورلاندې خاورې محکمیت د قناعت وړ نه وي له معماري کار وړاندې په ځمکه باندې له 100mm تر 225mm پورې یو کانکریټي قشر واچول شي .
3. پته یی معماري تهداب . Stepped Masonry Footing
دا ډول تهداب د فیته یی تهداب په شان دی (د فیته یی تهداب یو ځانکړی ډول دی ).فیته یی تهداب د افقي وکتور د عمل له امله په مایله ځمکه لاندې ښویږي .نو ځکه عمودې پته باید ورکول شي چې دافقي د عمل او په پایله کې د تهداب ښویدو مخنیوی وکړي .د عمودې پتو ورکول به دتهداب لپاره دافقي باراخستو زمینه برابره کړي او افقي وکتور عمل به کنترول شي او په پایله کې به دمنلو وړ ثبات ترلاسه شي.ددې تهداب په جوړولو کې باید ډیره پاملرنه وشي چې د د بیلابیلو پتو ترمنځ ښه نښتل او پیوند ترلاسه شي په ځانګړي ډول که تهداب له سنګکارۍ څخه وي .د پتو مقطع باید ترخپله وسه پورې اوږده وي.
4. سرچپه کمان معمارۍ تهداب. Inverted Arch Masonry Foundation
سرچپه کمان معماری د یوسرچپه کمان څخه تشکیل شوی چې له خشتککارۍ او یا هم سنګکارۍ څځه جوړیږي او لپاسه پرې دیوال او یا پایه جوړیږي .دا ډول تهداب نن سبا ډیرکاریږي ځکه ددې ډول جوړولو اوسپنیزو کانکریټو ځای نیولی دی .سرچپه کمان تهداب په څو پوړیزه ودانیو کې ډیرکاریږي او د نرمو خاورو لپاسه ډير مناسب دی .ددې ډول تهداب جوړولو لویه ننګونه د کمان شکل په سم ډول جوړول دي چې ډیره پاملرنه او ښه ماهر ګلکار غواړي چې یی جوړ کړي.
محمد فرید عاطف
Civil Engineering Pashto
09/15/2021
تاسې ددې ماتیدنې پهٔ اړه څهٔ فکر کوئ؟
What do you think 🤔 about this failure 😞.