30/01/2026
په دغه عکس کې فشار د یوې ۳۵ کلنه ښځې دی. عاجله وارډ ته، د سترګو د خراب لید له امله راغلې وه، خو ستونزه د لوړ وینې فشار وه. د سترګو رګ یې بند وو. او فشار یې ډېر لوړ و چې ان 270/160 باندې. مریضه راته وايي چې زه خو هیڅ مشکل نه لرم بدون له یوې سترګی لید کمښت.
لوړ فشار اکثره بې درده وي خو مو رګونه سختوي،سترګې، زړه، پښتورګي، دماغ او نور ټول اعضا زیانمنوي.
خپل د وینی فشار ځنګه کولای شو تر کنترول لاندې وساتو؟
-خپل فشار منظم اندازه کړئ
-که فشار مو له۱۳۰/۹۰ جیګ وي، ډاکټر ته مراجعه وکړئ
-مالګه کمه کړئ، قدم ووهئ، سګرټ مه څکوئ
- که درمل درکړل شي، منظم یې واخلئ.
د خپلو مشرانو فشار هم وګورئ.
لوړ وینې فشار غلی قاتل دی، خو مخنیوی یې اسانه دې.
01/08/2025
نن د هغه سرطان چې تر ټولو ډیر خلک وژني، نړیواله ورځ ده! یعنې دسږو سرطان!
سږو سرطان د نړۍ یو له خطرناکو او وژونکو ناروغیو څخه دی. په افغانستان کې د سږو سرطان پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي. بدبختي داده چې تراوسه لا هم موږ دافغانستان په اړه کره شمیرې نه لرو. د سږو سرطان لوی لامل د سګریټو څکول او د دوړو، لوګي او ککړتیا سره اوږدمهاله تماس دی.
څنګه ځان وساتو؟
۱. سګریټ مه څکوئ او که څکوئ، نن یې پرېږدئ!
۲. له دوړو او ککړتیا ځان وساتئ. ماسک وکاروئ او پاکه فضا غوره کړئ.
۳. که پرله پسې ټوخی، د سینې درد یا د ساه لنډوالی لرئ، ډاکټر ته ورشئ!
۴. د سګرېټ څکولو ضد چاپېریال جوړ کړئ.
خپل ځان، کورنۍ او ټولنه له دې وژونکې ناروغۍ وژغورۍ!
30/09/2024
پرون د زړه نړیواله ورځ وه،دا ورځ د عامه پوهاوي په تړاو لمانځل کيږي. موږ هم په افغانستان کې د زړه ناروغیو او په ځانګړي ډول د لوړ فشار (هایپرټینشن) پر مخ پر زیاتېدونکې ستونزې تمرکز کوو. د صحت نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ ارقامو په اساس، افغانستان په عامه وګړو کې د زړه ناروغۍ د ټولو مړینو ۱۸.۶٪ برخه جوړوي، او د دې ناروغۍ یو لوی لامل لوړ فشار دی، چې ۲۲.۵٪ بالغ کسان پرې اخته دي. زه شک نه لرم چې بدبختانه دا اراقام به نور هم ډیر شوي وي( اوس د جنګ نه شتون او د ارقامونیمګړتیاوې په نظر کې نیولو سره)
له بده مرغه، ډېرو خلکو ته خو یا معلومات نه وي چې لوړ فشار لري او که پته ورته وي هم، درملنې او د ژوند د صحي سپارښتنې نه پلي کوي، چې دا د زړه ناروغیو، سکتې، او نورو جدي روغتیایي ستونزو خطر زیاتوي.
لوړ فشار د "پټو قاتلانو" په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې دا ناروغي اکثره وختونه د نښو پرته ډېره موده دوام کوي او د زړه او رګونو روغتیا ته لوی زیان رسوي. خو د دې ناروغۍ کنټرولول ممکن دي، او ساده بدلونونه لکه:
۱. د مالګې کمول
۲. منظم فزیکي فعالیت
۳. د سګرټ نه څکول
۴. وزن کمول
۴. او د رواني فشار کمول کولی شي د زړه ناروغیو خطر په ښکاره ډول راکم کړي.
د دې سره سره، په افغانستان کې د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ډېر محدود دی. د عامه پوهاوي د نشتون تر څنګ، د افغانستان روغتیایي سیستم لاهم د لوړ فشار او نورو غیرساري ناروغیو په مدیریت کې جدي ستونزې لري. ډېری وګړي د منظم روغتیایي معایناتو او د ناروغۍ د وختي تشخیص او کنټرول لپاره لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
تاسې خپل زړه د روغتیا او د لوړ فشار مخنیوي یا کنترول په خاطر کوم ګامونه پورته کوئ؟
28/09/2024
که له طب او یا نورو صحي علومو فارغ یاست او له افغانستانه مهاجر شوي یاست، د امریکا طب برخه کې مشهور پوهنتونJohns Hopkins University درته د صحت عامي برخه کې سکالرشپ درکوي.
شرایط سخت دي خو لایق خلک لرو. زه هم اضافي معلومات نه فقط هغه څه چې لنک کې دي. تور توتان له تاسې قربان
لنک کمنټ کې
20/08/2024
کاناډا ډیر اعلی سکالرشپونه اعلان کړي. ان تر طبابت پکې شته!
لنک لمړي کمنټ دې او ترجمه کووم یې ځکه نه چې قوي انګلیسي پکې لمړی شرط دی.
سر ورښکاره کړئ!
20/02/2024
که افغانستان کې اوسېږئ، انګلیسي مو ښه زده وي او پوهنتون کې یاست یا واست، نو د نیویارک دغه سازمان درته وړیا د انلااین درس زمینه برابره وي.
نور له الفه تر یا ټول معلومات پهٔ لمړي کمنټ کې ورکړل شوي لینک کې دي.
نوټ: زه شخصي کومه تجربه دغه سازمان یا پروګرام سره نه لرم، پهٔ لینک کې چې څهٔ دې ، همدغه تور توتان او له تاسې قربان.
14/02/2024
دیر وخت افغاني کالي زموږ د ناروغیو سبب ګرځي
شاید وویاست چې پهٔ ببولالو سر یم، خو یو دقیقه!
په طبابت کې دصحت یو لوی دښمن چاغتیا یا غټ بدن دې. خو زموږ پهٔ ټولنه کې ډیرې وازدې د صحتمندتیا او طاقت معنی ورکوي. دا چې زموږ کالي لږ اوږده او ازاد وي نو چې بدن غټ وي کالي هم په بدن ښهٔ ښکاري او په غټو کالو کې غټه خیټه هم په اسانه پټیږي.
په طب کې ډیرې چاغتیا ته Obesity وايي. اوبیزیټي له سرطانه، جیګ فشار، تر زړه حملې او والونو بندیدو سبب ګرځي. هر غټ بدن ضرور نده چې د مرض سبب شي خو که دجیګ والي او وزن تناسب مو سم نه وي ، نو قیصه خرابه ده.
راځۍ چې په دغه “تناسب” خبرې وکړو. پهٔ طب کې ورته BMI وايي. خپل جیګ والې په مترو کې حساب کړئ، مربع یې کړئ او بیا خپل وزن ورباندې تقسیم کړئ!
که لاسته درغلې عدد له مو له27 ځخه زیات وي نو باید خپل وزن کمولو باندې اقدام وکړئ.
مثال: د بریالي جیګ والې ۱.۷۰ متره دې او وزن یې ۹۰ کیلوګرامه دې، د بریالي BMI څو ده؟
اول : جیګ والې باید مربع یا پهٔ ځان کې ضرب کړو.
1.70x1.70= 2.89
دوهم : د بریالي وزن وس باید په 2.89 تقسیم کړو.
90/2.89= 31.41
لکه څرنګه چې د بریالي BMI له 27 څخه زیاته ده، باید ډاکټر سره مشوره وکړي.
نوټ: د پوست لمړئ جملې څخه مې هدف کالیو باندې انتقاد نهٔ دې، فقط دې پټې او وژونکې ناروغئ ته مې ستاسې پام راړول غوښتل.
04/02/2024
سرطان د ناروغیو په لست کې ، دوهمه ډیره وژونکې ناروغي ده. سرطان د کال تر ۴۰ میلیونو ډیر انسانان وژني او هر کال ۲۰ میلیونه په سرطان اخته نوي ناروغان تشخیص کیږي.
دسګرټو نه څښل ، مناسب وزن او ورزش مو له سرطانه ساتي!
ایا تاسې ورزش کوئ؟
22/12/2023
پوښتنه په افغانستان کې د طب محصلینو یا استادانو لپاره ( که څوک پیژني، ورسره شریک یې کړئ لطفآ)
افغان طب نصاب کې ریسرچ اساسات/میتودولوژي کوم مضمون شته ؟
که شته په کوم صنف کې او په اساساتو کې کوم موضوعات شامل دي؟
عملي کار طب محصلین په ریسرچ کې کوي؟
یو یوورځنې انلاین ورکشاپ ذهن کې لرو، غواړم پوه شم چې ګټور به وي محصلینو ته او نور ه څنګه مرسته ممکنه ده؟
05/11/2023
تاسې د شپې څو ساعته ویده کیږئ؟