ZHOB

ZHOB جنوبی پشتونخوا ږوب

د ملي مشر، د پښتونخوا ملي ګوند مرستیال، لوی لېکوال او مورخ ارواښاد عبدالرحیم خان مندوخیل فاتحه دپښتونخوا د ملي عوامي ګون...
25/05/2017

د ملي مشر، د پښتونخوا ملي ګوند مرستیال، لوی لېکوال او مورخ ارواښاد عبدالرحیم خان مندوخیل فاتحه
دپښتونخوا د ملي عوامي ګوند مرستیال ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل فاتحه ، نن چهارشنبې د۱۳۹۶ لمریزکال د غبرګولي په درېمه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا واخیستل شوه.
د فاتحې په یادو مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارووزارت سرپرست ښاغلي څېړنوال عبدالغفور لېوال، د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست سلاکارانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو، دوزارت معینانو، سلا کارانو، ریسانو او کار کوونکو سر بېره ګڼوملي، علمي، ادبي او فرهنګي شخصیتونو ، قومي مشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، سیاستوالو، د مدني ټولنې غړیو، د ملي فکر خاوندانو، ځوانانو او دارواښاد عبدالرحیم مندوخیل مینه والو ګډون کړی و،چې د عظیم الشان قران د مبارکو ایتونو په تلاوت سره یې د لوی الله(ج) له سپیڅلي دربار څخه ارواښاد ته د بخښنې او فردوس جنت ، د لوی افغانستان د پښتونخوا شریفو خلکو، د پښتونخوملي ګوند مشر تابه او غړیو، دارواښاد کورنۍ او عزیزانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه، دارواښاد مړینه یې سیاسي او فرهنګي ضایعه اود ټولو افغانانو شریک غم وګڼلو.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي څېړنوال عبدالغفور لېوال، چې له رسنیو سره یې دارواښاد مندوخیل د ژوند، مبارزو،سیاسي او فرهنګي هڅو په اړه خبرې کولې وویل: ارواښاد د سهیلي پښتونخوا پیاوړی لیکوال او سیاستپوه و، د عمر ډېرې برخه یې د لوی افغانستان دافغانانو د خپلواکۍ او پر مختګ لپاره په مبارزه کې تېره کړه ،د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي سره یې اوږه په اوږه مبارزه پر مخ بوتله او د هغه له شهادت وروسته یې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.د یو سیاسي مشر تر څنګ پیاوړی لېکوال او د پښتو لیک دود عامونکی و، چې د خپلې مبارزې په لارکې ستونزې وګاللې، هیله یې دا وه، چې ولس یې خپل برخلیک ته ورسیږي.
ښاغلي لېوال همداراز دارواښاد په لیکلو اثارو کې د(افغانستان او انګرېزي ښکېلاک) (دافغان او افغانستان) نومونه یاد کړل، چې له هره پلوه له ارزښته ډک او بې جوړې دي.
یاده دې وي،چې ارواښاد د۱۳۹۶ لمریز کال د غویي د میاشتې په ۲۹مه نېټه دورپیښې ناروغۍ له کبله ځان حق ته وسپارلو.

ډیره غمجنه خبره! محترم رحیم صېب له دي نړۍ سترګې پټې کړې،
20/05/2017

ډیره غمجنه خبره!
محترم رحیم صېب له دي نړۍ سترګې پټې کړې،

خدای بخشلی شیخ جمک خان  مندوخیل۔
28/01/2017

خدای بخشلی شیخ جمک خان مندوخیل۔

شہید شیخ محمد ایوب مندوخیل او عبدلخالق بشر دوست مرحوم
30/11/2016

شہید شیخ محمد ایوب مندوخیل او عبدلخالق بشر دوست مرحوم

د پښتونخوامیب مبارز لیډر اروښاد شیر جان مندوخیل یو تاریخی انځور. الله پاک دی جنتونه ارنصیب کی.
22/11/2016

د پښتونخوامیب مبارز لیډر اروښاد شیر جان مندوخیل یو تاریخی انځور. الله پاک دی جنتونه ارنصیب کی.

شیخ غفار خان مندوخیل دا ځوانی تصویر
21/11/2016

شیخ غفار خان مندوخیل دا ځوانی تصویر

محمد یار مندوخیل
18/11/2016

محمد یار مندوخیل

خدای بخشلی شیخ سعید اکبر او محمد رفیق مندوخیل تاریخی عکس
17/11/2016

خدای بخشلی شیخ سعید اکبر او محمد رفیق مندوخیل تاریخی عکس

محترم مشر او خدای بخشلی شیر جان لالا دا مولوی شمس الدین وا موٹر تا والاڑ دی
20/10/2016

محترم مشر او خدای بخشلی شیر جان لالا دا مولوی شمس الدین وا موٹر تا والاڑ دی

خدی بخشلی شیخ گلاب خان (گلئ فټبالر)
02/10/2016

خدی بخشلی شیخ گلاب خان (گلئ فټبالر)

محمودخان اڅکزائی ۔محمدجان لالا او عثمان خان کاکڑ
01/10/2016

محمودخان اڅکزائی ۔محمدجان لالا او عثمان خان کاکڑ

سردار شاہ وزیر کاکڑ ۔سردار اختر کبزئی ۔سردار طاہر لونی
22/08/2016

سردار شاہ وزیر کاکڑ ۔سردار اختر کبزئی ۔سردار طاہر لونی

Address

شیخان
Zhob
0822

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ZHOB posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share