27/03/2022
د حمزه بابا د یو شعر وضاحت
(د پښتو ژبې او ادب د زده کوونکیو د پاره)
ـ
امیر حمزه خان شینواري (1994-1907) د پښتو ادب یو لوے نوم دے ـ وړومبۍ کښې ئې شاعري په اردو کښې کوله (تر 1933) خو د خپل پیر په وېنا ئې پښتو کښې شاعري پېل کړه ـ په کال 1940 (25 مارچ) کښې د سپرلي د یوې طرحې مشاعرې په دوران کښې د غزل وئیلو دوران کښې ورته سمندر خان سمندر (د بدرښو نوښار، 1990-1901) د غزل د باچا خطاب ورکړو ـ طرحه ئې د کاظم خان شیدا د شعر دا مصرعه وه ،
"سیاه مار په نظر نۀ راځي ماښام دے"
،
حمزه بابا وائي چې کله مې دا شعر :
برندې سترګې مې د یار زړۀ ته په ځیر شوې..
بیا حبشو په کعبه تړلے لام دے...
ووایو نو سمندر خان سمندر پاڅېدو داد ئې راکوو او بار بار به ئې وئیل سبحان الله ، واه واه! "د غزل بادشاه" او د دې نه پس دا لقب عام شو ـ (وروسته وخت کښې هم د دې تائد وشو او بیا حمزه بابا د خپل تخیل/تخلیقاتو په زور دا لقب سم ثابت کړو)ـ
څو ملګرو د دې شعر د تشریح خبره وکړه، په محدودو لفظونو کښې ئې تشریح کووـ خو دې نه مخکښې دا خبره د ذکر وړ ده چې د حمزه بابا ځینې شعرونه په ظاهره اسان ښکاري خو بیا هم څۀ باریکې نکتې لرې کۀ هغه ؤ نۀ سپړدلے شي نو لوستونکے ترې پوره پوره مطلب نۀ شي اخستلے ـ
د حمزه بابا دغه شعر په ځینې کتابونو کښې غلط را نقل شوے ـ چرته "دواړه سترګې" راغلي، چرته "د یار مخ ته" راغلي ـ دا دواړه سم نۀ دي ـ د کلیات لۀ مخه د حمزه بابا سم شعر درته لیکم او بیا ئې د مختصرې تشریح کوشش کووم ـ
،
برندې سترګې مې د یار زړۀ ته په ځیر شوې..
بیا حبشو په کعبه تړلے لام دے...
(کلیات مخ ۵۷۰، غزل نمبر ۱۲۲۹)
د ګرانو ټکیو معنې؛
¹ برندې سترګې : نیغ نیغ کتل، په غصه غصه کتل، د غصې په وخت سترګې راویستل
² ځیر: په مخه مخه ، په غور کتل، په یو نېپ/ یو انداز
³ حبش: تور خلق، د حبشه خلق (اوس وخت کښې د ملک ایتهوپیا)
⁴لام: وسله وال فوځ، جنګ ته تیار فوځیان، جنګ (وغېره)
دواړه سترګې مې د یار (د یار سترګې یادوي خپلې سترګې نۀ)
عام مطلب:
زما د یار غصه ناکې سترګې ما ته په داسې انداز راګوري/ رامخامخ شوې لکه اهل حبش چې بیا په کعبه حمله کوي ـ
تشریح:
عموماً په دیني تصوفي اصطلاح کښې زړۀ ته کعبه وئیلے کیږي، یا شاعران د زړۀ تشبیهـ د کعبې سره ورکوي ـ هغه ځکه چې په زړۀ کښې جانان اوسیږي او د جانان د اوسېدو د پاره دوي د یو ځانګړي (منفرد)، پاک او خصوصي ځاے انتخاب کوي نو په دغه اساس زړۀ ته کعبه وائي ـ
حبش تور خلق دي ، حبشه د یو ځاے نوم دے ، شاه حبشه نجاشي، ابرها د یمن حاکم جوړ کړے ؤ ـ د نبي علیه سلام دنیا ته د راتلو نه صرف پنځه پنځوس (۵۵) ورځې مخکښې ابراہا د هاتیانو د لښکر سره په خانه کعبه حمله کړې وه (دا لویه واقعه ده [پس منظر لرې] سورة فیل کښې د دې واقعې ذکر راغلے)ـ
حمزه بابا ډېر په عجیبه انداز دغه واقعې ته اشاره کړې ده ـ په وړومبۍ مصرعه کښې د یار د قهریدونکي سترګو ذکر کوي توروالي او بڼو ته د اهل حبش د وسله وال فوځ سره تشبیهـ ورکوي، یعني حمزه بابا د یار د کتلو نه داسې محسوسوي لکه د ابرہا لښکر چې یو ځل بیا راغلے وي، صفونه ئې جوړ کړې وي او درنګ ساعت له په کعبه حمله کوونکي وي ـ
،
دا مشهوره تلمیح ډېرو شاعرانو په خپلو شعرونو کښې ځاے کړې ده لکه
,
زما د زړۀ د کعبې څوک د تحفظ هم شته دے..
ستا د لښکر زور کۀ بلها د ابراها په شان دے..
(رحمت جان رحمت)
لشکر ِ ابرہہِ وقت کو روکو ورنہ
رب ترا ، میرا صنم چھین لیا جائے گا
( قمر کاظمی)
وغیره ـ
پام: د چا تشریح حرف آخر نۀ وي ـ د کمۍ بېشۍ بخښنه -
/
لیک: عدنان خیالي
۲۶ مارچ ۲۰۲۲
For more Like Adnan Khyalee