Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Share

Impact of Urbanisation, Natural Disasters & Protection Strategies on Folk Medicine& Cultural Heritage

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 24/07/2024

It was a sheer pleasure for the organizing committee of Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh to visit the office of Saen Munawar Ali Mahesar, Director General, Culture, Tourism, Antiquities & Archives Department, Government of Sindh. The team members, Irfan Ahmed Shaikh, Dr-Shuja Ahmed Mahesar and Razaque Channa expressed their heartfelt gratitude to the Director General for his outstanding support throughout the conference, especially for sponsoring the musical event and ensuring the best folk singers performed during the musical night.

We shared with him the remarkable performances of soulful artists Fakeer Shoukat Ali and Farah Naz Lashari who captivated the audience with their magical voices and rich, powerful Sufi and folk poetry during the music night on the second day of our international conference at the University of Sindh, Jamshoro. Saen Munawar Ali Mahesar was delighted to hear about the success of the event and assured us of his continued support in the future.

As a token of appreciation, the team presented him with souvenirs, including a shield of honor and a conference tote bag.

Cheers,

R

02/02/2024

Our conference delegate and National Invited Speaker, Dr. Muhammad Ali Dinakhel, has provided a detailed report on our Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh in Pashto (English translation included). Please take a time to read and share it.

We are deeply grateful for his time and effort in offering an overview of the conference. Thank you, Dr. Dinakhel, for your valuable contribution.

Best,

Razaque Channa Irfan Ahmed Shaikh

د سيند پوهنتون جامشورو نړيوال کانفرنس
محمد علي ديناخېل
۲ فروري ۲۰۲۴
Three-day International Conference on Exploring the impact of urbanization, disasters, and protection strategies on folk medicine and cultural heritage of Sindh.
د کال ۲۰۲۴د جنورۍ په وولسمه نېټه ماښام په شپږ بجې د باچا خان نړيوال هوائي ډګر پېښور نه جناح نړيوال هوائي ډګر کراچۍ ته روان شوم ۔ د دوؤ ګهنټو د پرواز نه وروستو الوتکه د جناح نړيوال هوائي ډګر ته اورسېدلو ۔ د کانفرنس منتظمين په زمونږ په انتظار کښې وو۔ چې زۀ څنګه د هوائي ډګر نه بهر شوم نو ډرائيور ولاړ وۀ او په يو کارډ يې زما نوم ليکلے وۀ ۔ چې بهر ووتلم نو ډاکټر بشير جتوئي صاحب ولاړ وۀ او ورسره د پنجاب پوهنتون د تاريخ د څانګې مشر پروفېسر محبوب حسين صاحب هم ولاړ وو ۔ ډاکټر محبوب حسېن صاحب پرواز د لاهور نه وۀ او زما نه وړاندې کراچۍ ته رسېدلے وۀ ۔ بيا مو لږ انتظار اوکړو او د يونيورسټي اف ايجوکيشن لاهور نه ډاکټر ثمر ماجد راغلله ۔ ډاکټر شکيله راجه هم په دې دوران کښې د اسلام اباد نه راورسېدله ۔ لږه شيبه وروستو د اسلام اباد د قائد اعظم پوهنتون ډاکټر تنوير انجم صاحبه هم راغله ۔ د هوائي ډګر نه په لس بجې ټول د جامشورو په طرف د پوهنتون په ګاډي کښې روان شو ۔ په لارۀ کښې مو په يو ځائے کښې ډوډۍ وخوړله او بيا چې د جامشورو د سيند پوهنتون ته رسېدلو نو د شپې يوه نيمه بجه وه ۔ شپه مو تېره کړله او سحر د ناشتې نه بعد مونږ په ګاډې کښې د محترمه بېنظير بهټو کنونشن هال ته لاړو او په اتلسم تاريخ يولس بجې د نړيوال کانفرنس د پرانستې دستوره شروع شوه ۔ د تاريخ د شعبې صدر ډاکټر عرفان احمد شېخ مېلمنو ته پخېر راغلے ووئيلو ۔ د کانفرنس سيکرټري ډاکټر عبدالرزاق چنا د کانفرنس د تياريو په مختلفو مرحلو رڼا واچوله او ورسره يې د کانفرنس په مقاصدو خبرې اوکړې ۔ ډاکټر عبدالرزاق چنا په خپلو خبرو کښې ووئېل چې په دې ملټي ډسپلنري کانفرنس کښې مونږ د هر مضمون، هرې شعبې، نارينو او زنانو، او د بهر نه علاوه د پاکستان د هرې صوبې نمائندګان رابللي دي ۔ د کانفرنس کليدي وېنا والو کښې د فرانس نه د بشرياتو پوهان او د اغاخان پوهنتون د بشرياتو پوهانن شامل وو ۔ په دې ملټي ډسپلنري کانفرنس کښې پروفيسران، د طب پوهان، ججان، ژبپوهان، د سوشل سائنسز څېړنکاران او تر دې چې د سپېس سائنس ماهرين هم موجود وو ۔
په بيروت کښې د فنش انسټي ټيوټ مشره چې د بشرياتو پروفېسره وه، ډاکټر سوزن هغې خپله کليدي خطبه ووئېله او په موسمياتي او ماحولياتي بدلون يې د بشرياتو په رڼا کښې په زړۀ پورې خبرې اوکړې ۔ د اغا خان پوهنتون کراچۍ د بشرياتو پروفېسر ډاکټر سټيفن د ماحولياتي بدلون او د سماجي او کلتوري نظام په تعلق خپله کليدي وېنا اوکړه ۔ ډاکټر ذوالفقار علي کلهوړو په سيند صوبه کښې په کلتوري ورثه د ماحولياتي بدلون د اثراتو په موضوع جامع خبرې اوکړې ۔ د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر محمد صديق کلهوړو او د فېکلټي اف سوشل سائنسز ډېن ډاکټر حمدالله کاکي پوټو د کانفرنس په اهميت خبرې اوکړې او د ګډونوالو شکريه يې ادا کړه ۔
په وړومبۍ ورځ د کانفرنس د پرانستې د دستورې نه وروستو درې علمي نشستونه تر سره شول چې په مختلفو موضوعاتو پکښې پوهانو خپلې مقالې واورولې ۔ په دغه ورځ په دويم نشست کښې ما خپله مقاله هم واوروله ۔ زما مقاله د سيندۍ ژبې د پښتو د ترجمو په حقله وه ۔ د دې سره سره ما د قامي ورثې په تحفظ کښې د شاعرانو او اديبانو په کرداو هم خبرې اوکړې ۔ په کوم نشست کښې چې زما مقاله وه دغه نشست ژبو او ادبياتو ته ځانګړے شوے وۀ ۔ د سيند صوبه که يو طرف ته يو شمېر ژبې لري نو بل طرف ته د ژبو مختلف سکرپټونه هم لري ۔ د ځوان څېړنکار بختيار شهزاد د وېنا مطابق په حيدر اباد ښار کښې دا وخت سندهي په پينځه قسمه سکرپټ ليکلې شوې په مختلفو بورډونو په نظر راځي ۔
د کانفرنس په دوېمه ورځ ټول پينځه علمي نشستونه اوشول ۔ په دغه ورځ د د دغه پوهنتون د سيمه ئيزو مطالعاتو د مرکز ډائريکټر ډاکټر موکېش کمار صاحب د څه وخت د پاره زۀ خپل مرکز ته بوتلم ۔ د سيند پوهنتون جامشورو د سيمه ئيزو مطالعاتو مرکز (ايريا سټډي سنټر) د فار ايسټ وطنونو د مطالعې او د څېړنې د پاره مختص دے ۔ د ايريا سټډي سنټر د ډاکټر رونق علي او کاشف علي سومرو سره هم ډېرې اهمې او معلوماتي خبرې اوشوې ۔ په سيند کښې د سندۍ ژبې د ودې د پاره يو شمېر ادارې کار کوي چې پکښې سندهي لينګويج اتهارټي هم شامله ده کومه چې د سيند پوهنتون جامشورو نه په لږه فاصله په حيدر اباد ښار کښې واقع ده ۔ په جامشورو پوهنتون کښې مونږه د بېنظير بهټو چيئر دوره هم اوکړله ۔ په دوېمه ورځ د سندهالوجي ميوزيم ته وراغلو چې د نورو يو شمېر کلتوري اثارو تر څنګ پکښې د اهمو شاعرانو د پاره بيلې بيلې خانې جوړې شوې وې په کومو کښې چې د هغوي اثار سنبال شوي دي ۔
په نولسمه جنورۍ کال ۲۰۲۴ مازيګر د کانفرنس اختتامي غونډه اوشوه ۔ په اختتامي غونډه کښې ډاکټر تنوير انجم، ډاکټر کيرولينا، ډاکټر سعد ايس خان، ډاکټر فتح محمد مري، کليدي وېنا کونکي وو ۔ د سيند هائير ايجوکيشن کميشن چئيرمېن ډاکټر اېس اېم طارق رفيع د اختتامي غونډې مشر مېلمه وۀ ۔ په دغه موقعه د پوهنتون وائس چانسلر او ډين بيا د ټولو ګډونوالو مننه اوکړه ۔ د کانفرنس په دوېمه ورځ ماسخوتن د صوفي ميوزک او قوالۍ يو خوندور محفل جوړ کړے شوے وۀ۔ په دې دوران کښې ناڅاپه په سټېج باندې پښتون نڅاګر خانزاده اسفنديار خټک هم راښکاره شو او خپل مخصوص کتهک ډانس يې د سندهي سازونو او اوازونو سره هم اهنګ کړو ۔ هغه په سندهۍ ژبه کښې يوه قوالي هم ووئېله چې خلقو ډېره خوښه کړه ۔
د دې کانفرنس ټولې مقالې او کليدي وېنا ګانې د کانفرنس د سوشل ميډيا پاڼې او د سيند پوهنتون جامشورو د افيشيل سوشل ميډيا پاڼو نه نېغ په نېغه خپرېدلې ۔ د کانفرنس ابسټرکټ بک د وړاندې نه چاپ شوے وۀ چې د ګډونوالو د مقالو لنډيزونه او ورسره د هغوي عکسونه او لنډه پېژندګلو چاپ شوې وه ۔ د پوهنتون يو شمېر هلکانو او جينکو زده کونکيو په دې کانفرنس کښې رضا کارانه خدمات وړاندې کړل کو چې ډېر د ستائينې وړ وو ۔
د کانفرنس په اخري ورځ يعني دريمه ورځ په ۲۰ جنوري ۲۰۲۴ د کانفرنس د مېلمنو د مطالعاتي دورې انتظام شوے وۀ ۔ په دغه ورځ ملکي او غېر ملکي ګډونوالو د ټهټه، مکلي هل، د سونډها قبرستان، شاهجهان جماعت، کينجر جهيل، او داسې نور يو شمېر د سيند د تاريخي ځايونو سېل اوکړلو ۔ د مکلي هل په قبرستان کښې د نارينو قبرونه دنګ دي او لپاسه يې پرې پګړۍ جوړه کړې ده او د دې په مقابله کښې د ښځو قبرونه واړه دي او چيت دي ۔ دا د سلطان جام صدر الدين د ځوي جام نظام الدين مقبره ده ۔ په دې قبرستان کښې د نوري جان تماچي قبرونه هم دي ۔ دلته د مائي مکلي قبر هم دے ۔ د مکلي هل د تاريخي اثارو د دورې نه په واپسۍ مو دغلته د کلچر ټورزم او اثارقديمه ډپټي ډائريکټر جناب ظهير جوکيو سره چائے وڅښله ۔ کوم ګډونوالو چې په دغه ورځ د کراچۍ هوائي اډې نه پرواز لرلو هغوي د دغه ځائے نه اول هوائي اډې ته رخصت کړے شول او مونږ اته نيمې بجې واپس د سيند پوهنتون فارن فېکلټي ګيسټ هاوس ته واپس لاړو هلته مو ډوډۍ وخوړه ۔ بيا حيدر اباد رېلوے جنکشن ته لاړو ۔ په شاهجهان جماعت ټهټه کښې مو د مولانا عبدالباسط سره لنډې خبرې اوشوې څوک چې په نهم پشت کښې د دغه جماعت امام دے ۔ د هغه د وېنا تر مخه په دغه جماعت کښې د هغوي خانداني امامت پاتې شوے دے او د هغوي د امامت تاريخ هم د جماعت هومره زوړ تاريخ لري ۔ دغلته منتظمين کوشش کوي چې د مونځ په وخت کښې سېل ګر جماعت ته داخلېدلو ته پرېنږدي ۔ د يادونې وړ ده چې د ټهټهې تاريخي ښار پرتګاليانو نيم سېزلے وۀ ۔
په شلمه جنورۍ ماسخوتن په اته بجې په سيرين ائير لائنز کښې د کراچۍ هوائي ډګر نه پېښور ته زما واپسي پرواز وۀ خو کله چې ما په شلم تاريخ سحر د هوائي ډګر په ويب سائټ وکتل نو دغه فلائټ کېنسل شوے وۀ ۔ د کانفرنس ارګنائزر سره مې رابطه اوکړه خو په دغه ورځ پېښور او اسلام اباد ته پروازونه نۀ وو۔ هغوي دا هم ووئېل چې سبا ما ښام پېښور ته يو پرواز شته خو په هغه کښې هم دا وېره وه چې هسې نه وځنډيږي ۔ نو ما فېصله اوکړه او په رېل ګاډي کښې مې ټکټ واخستلو ۔ دا ګرين لائن رېل ګاډے د خپل وخت نه درې نيمې ګهنټې ناوخته د کراچۍ نه حيدر اباد ته د شپې په درې نيمې بجې راورسېدلو او بيا د هغه ځائے نه د روهړي، رحيم يار خان، بهاولپور، خانيوال، لاهور، چکلاله په لار بلې شپې له دولس بجو ته راولپېنډۍ ته راورسېدلو ۔ په رېل کښې ډېره زياته يخني وه او زما سينګل سيټ وه نو دغه سفر زۀ ډېر زيات ستړے کړم ۔ په پېنډۍ کښې بيا د شپې د دهند د وجې ګاډې نۀ وو او تقريباً سحر ته نزدې بيا د پېښور په ګاډي کښې کېښناستم او په لس بجې کور ته راورسېدم ۔ او د څه لږ شان ارام نه وروستو بيا په درې بجې د پېښور نه د اسلام اباد هوائي اډې ته روان شوم او بيا د افريقې سفر شروع شو ۔

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 02/02/2024

More media coverage of our Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Razaque Channa Irfan Ahmed Shaikh

31/01/2024

Our conference delegate, Munawar Ali Mahar, references our Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh and presents a case for Pakistan, specifically Sindh, during his recent appearance on national media. We need more voices like his to urge our leaders to think globally and address the pressing global issue of climate change, which is wreaking havoc in Sindh. Thanks Munawar Ali Mahar for your clear stand!

Razaque Channa Irfan Ahmed Shaikh

26/01/2024

Highlight of first day technical session here Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh :)

Razaque Channa Irfan Ahmed Shaikh

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 26/01/2024

Our dedicated volunteers receiving their souvenirs with joyous smiles :)

A heartfelt thank you to each one of you for your dedication, commitment, and professionalism. Your contributions have played a crucial role in making this event historic and successful.

Irfan Ahmed Shaikh Razaque Channa Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

25/01/2024

Second day highlights of technical sessions and glimpses of closing ceremony video Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Razaque Channa Irfan Ahmed Shaikh

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 23/01/2024

Heritage trip Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh: Shah Jahan Masjid Thatta, Makli Necropolis, Keenjhar Lake and Sonda Graveyard.

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 23/01/2024

Closing ceremony Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 23/01/2024

Day two - Session Five Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh

Theme: Folklore, ecological knowledge, resilience and sustainability

Chaired by: Prof. Dr. Muhammad Ilyas Siddiqui

Photos from Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh's post 23/01/2024

Day two - Session Four Int. Conf. 2024: UNPFC in Sindh !

Theme: Urbanization and the Issues of Preservation of Cultural heritage

Chaired by: Dr. Zulfiqar Kalhoro

Want your school to be the top-listed School/college in Sindh?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

University Of Sindh
Sindh
76080

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00