20/10/2020
19oct 2020 with some Sindhi Scholars and guests.
نن مي په کوټه مي ځيني سندهي پوهان او کسان ميلمانه وو
follow my page like and share thank you
20/10/2020
19oct 2020 with some Sindhi Scholars and guests.
نن مي په کوټه مي ځيني سندهي پوهان او کسان ميلمانه وو
18/10/2020
د نفس او شيطان مکالمه
يوه ورځ جوړه عجبه تماشه وه
چي د نفس او د شيطان مکالمه وه
دواړو يو بل ته غټ غټ سره ويله
زما پر غوږ وو ما يي ګپه اورېدله
شيطان
شيطان ځان ته لويه لوټه ايښووله
چي دا "زه "يم چي نړۍ مي لړزوله
ما انکار له سجدې سه د آدم کړ
دا خاکي مي له اوله په ماتم کړ
هغه "زه" يم چي هر غوث د زمانې وي
"زه" يي دواړي ور خطا کړم په نعرې وي
ډېر شېخان خو "زه" زياتره يوه کپه کړم
د ايمان او د تقواي جام ور چپه کړم
عالمان په روڼو سترګو راته ګوري
ناجوړي او تکبر کړمه په پوري
هر چي ځان شېخ او پارسا متقي بولي
له ايمانه يي کړم خلاص صاحب د سولي
برناحقه مړي وکړم په چا باندي
کړم قاتل يي عالمونه باندي خاندي
پر ښوی ډاګ يي در نظر سمه کړم چپه
ګمراهي مي د چپه لاس بوله ګپه
بر ناحقه زوي له پلار سره اخته کړم
سعادت او نېک بختي يي هبته کړم
لوي پنډ ځوان وي نافرمان د پلار او مور شي
روژه خور شي چغل خور شي شراب خور شي
د لږ ګټي په لالچ يي خطاباسم
لوه ګټه يي په ياو له لاسه باسم
بد درواغ خو مي د هري ورځي کښت دي
پس ګويي د هر مجلس خوند او پائښت دي
غېبتونه دي چغلۍ دي اوازې دي
کار مي جوړ دي جګ جګ غورځمه مزې دي
زما په خيال چي به پر تنګ شي دوږخونه
زما پر لاره چي روان دي عالمونه
ته پر څه مغرور يي نفسه چي ناست لوړ يي؟
راته وايه ته پر څه د تحسين وړ يي؟
تا پر څه برېتونه ډانګ کړه په کوم خيال يي؟
لېونيه ته خاوند د کوم کمال يي؟
دا يي ګز دا يي ميدان راته ووايه
ته لرې کوم کرامات راته وښايه
د نفس ځواب
سره وغځېدی نفس له غروره
په ډېر خيال سترګي ځمي له تکبره
نفس دروند په تکبر ږغ پر شيطان کړ
خدای خوارکړی يي په ځان پوري حيران کړ
بس که بس که پټه خوله، نيسه دي ژبه
بد تميزه بد خصلته بې ادبه
تا له ځانه څه جوړ کړي دي غرېبه
د مرض احوال دي وکړه له طبيبه
ما په هغه ورځ په تا دی ځان منلی
چي په تا مي له سجدې سه انکار کړی
چي خالق آدم ساز کړی وو له خټو
ما محروم کړې ته له لويو لويو ګټو
هغه "زه" وم چي په تا مي انکار وکړ
ما په تا باندي په هغه ورځ وار وکړ
ما سبق اول درکړی بېباکي دی
" زه ناري سجده نه کړم دی خاکي دی "
ستا په غاړه چي زنهار شو هغه "زه" وم
ستا پر ژبه چي انکار شو هغه "زه" وم
" زه يم زه يم" په هغه ورځ تا ګردان کړ
ما ور وښوو په خفه چي دي يزدان کړ
اوس ووايه چي لوی "زه" يم او که "ته" يي
که "زه" لوی يم "ته" شوره شرمنده ښه يي
ډاکټر عبدالروف رفيقي کوئټه
۱۳ ستمبر ۲۰۲۰
پیغام اقبال کانفرنس
12/10/2020