شهید مولوی حبیب الرحمن عالی لیسه

شهید مولوی حبیب الرحمن عالی لیسه

Share

سلامونه دوستانو هر کله راشی

Photos 26/02/2023

د شهید مولوی حبیب الرحمن د عالی لیسی د ۱-۶ ټولګی زده کوونکی

Photos 09/02/2023

شین او سور زرغون بیرغ
دا زموږ ملي نښان
افغانان 😊

Photos from ‎شهید مولوی حبیب الرحمن عالی لیسه‎'s post 08/09/2019
23/11/2016

سلامونه مې قبول کړئ
د شهید حبیب الرحمن د لیسې ښاغلو شاګردانو
یوه ډیره ضروري خبره درسره شریکوم
هغه دا چې هر کله له له لیسې نه شهادتنامه اخلئ نو له مدیرصاحب نه وغواړئ چې ستاسو په شهادتنامه کې د پاکستان نوم وو نه لیکي ځکه دا په افغانستان کې تاسو ته مشکلات جوړوي
په شهادتنامه کې لیکي
له شهید حبیب الرحمن -پاکستان له لیسې فارغ شو
دلته باید یواځې د لیسې نوم ذکر شي
بس
ما خبر درکړ نور ستاسو خوښه
#وسلام
ستاسو ورور سیداغا هاند احمدزی..😊

American University of Central Asia - AUCA - APPLICANTS FROM AFGHANISTAN 06/05/2016

د افغان زده کوونکو لپاره تحصیلی بورسونه
له خپلو پښتنو وروڼو سره یې حتماً شریک کړئ
#هانداحمدزی


د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون ویاړی چی د افغان زده کوونکو غوښتن پاڼي د لیسانس د بورسونو په برخه کی قبولی کړی چی دا پروګرام د امریکا سفارت په مالی مرسته او د امریکن کونسلز له خوا په مخ وړل کیږی. دا بورسیه ټول هغه تحصیلی مصارف (د پوهنتون د دوری فیس) چی د تلو او بیرته راستنیدو، اوسیدلو او د د جیب خرچ هم پکی شامل دی په نظر کی نیول شویدی.. همدارنګه هغه محصلین چی یو کال په چمتوکولو تیروی مصارف یی هم د بورسیی له لاری ورکول کیږی.



د نوم لیکنی لپاره د پام وړ ټکی

د فورم د ترلاسه کولو لپاره دی لینک ته مراجعه وکړی
غوښتن پاڼه بشپړ ولیکي. د لازیاتو معلوماتو لپارد لطفا د غوښتن پاڼی فورم ته مراجعه وکړی.
لاندی ذکر شوی اسناد باید د ۵ جون ۲۰۱۶ کال نیټی څخه مخکی دغه بریښنا لیک ته واستوۍ: [email protected]


هغه غوښتن پاڼی چه پورته اسناد ونه لری، نه ارزیابی کیږی او نه په پروګرام کی قبول کیږی.

هر کله چی خپل بریښنالیک مونږ ته رالیږی مهربانی وکړی د خپل بریښنالیک عنوان په لاندی ډول ولیکۍ.

Your Last Name__Your First Name__Your Current Location



یادونه

څوک په پروګرام کی برخه اخستلی شی؟

د مکتب څخه فارغ چی اسناد په لاس ولری
هغه څوک چی د پوهنتون په اول صنف کي وي


نوټ: هغه څوک چی له مکتب څخه فارغ نه وی یا هغه څوک چی د پوهنتون اول کال یی تکمیل کړی وی، او یا هم له پوهنتون څخه فارغ وي نشی کولای چی پدی پروګرام کی برخه واخلی.



لیلیه

د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون مجهزه لیلیه لری او د بشکیک په خوندی ښار کی چی د قرغیزستان هیواد پایتخت دی موقیعت لری. هغه څوک چی په بریالیتوب سره بورسیه ترلاسه کړی د هغه ټولو افغانانو سره چی مخکی یی بورسیی ترلاسه کړی او خپلو درسونو ته دوام ورکوی؛ یوځای په یو منزل کی چی د افغانانو یوه لویه ټولنه جوړوی، ژوند کوي. د انجونی او هلکانو د اوسیدو لپاره جدا جدا منزلونه په نظر کی نیول شویدی. یاده لیلیه په امنیتی دوربینونو، او چوکیدارانو مجهزه شوی ده او د محصلینو څخه یو نفر د مسول په صفت انتخابیږی چی د محصلینو ستونزو ته لاسرسی وشی. په عمومی ډول امنیت ډیر ښه دی او د انجونو لپاره امنیت کومه ځانګړی موضوع نه ده خو بیا هم انجونی باید په ګروپی شکل وګرځي او د شپی ۱۰ بجو نه مخکی باید بیرته خپلی لیلی ته راستانه شی.



مزد/ اجوره

پدی بورسیه کی هره میاشت 200 امریکای ډالر هر محصل ته ورکول کیږی او هغوي کولای شي دخپل ۳ وخته خوړو خرڅ ورکړي. همدارنګه محصلین کولای شي چی د لیلی د خوړو پر ځای له بهر څخه خواړه راوړي او همدارنګه د لیلی په هر منزل کی یو یخچال د خوړو د حفاظت لپاره ایښودل شوی دی.



ازموینه

ددی بورسی د ازموینی پاڼه څلور ځوابه پوښتني لري چی د ۴۵ دقیقو لپاره به وی. هغه زده کوونکي چی نیمه پایلی ( نیمه نهایی) ته لاره پیدا کوی په یواځی ډول به د ۱۰ دقیقو څخه تر ۲۰ دقیقو پوری مصاحبه کیږی چی دا مصاحبه به د امریکن کونسلز د کارکوونکو له خوا صورت نیسی.



صحی بیمه

صحی بیمه یعنی څومره؟ کوم شیان پکی راځی؟

د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ تعلیمی کال لپاره $۱۹۶ ډالره اختصاص شوی دی چی هر محصل ته به ورکول کیږی او د صحی معاینی، د ډاکټر فیس، د سترګو معاینه، د غاښونو علاج، ایکسری او نور طبی او صحی خدمات په نظر کی نیول شوی دی.لیکن د صحی بیمی لپاره اختصاص شوی پیسی حفظ الصحه او د حمام وسایل، د سینګار وسایل او جراحی په دربر کی نه نیسی.



د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون ازموینی

کاندیدان کولای شي پنځه کلن تحصیلی بورس ته چی د یوه کال چمتوکیدو دوره هم پکی شامله ده (که چیری اړین وی) غوښتن لیک او نور ټول هغه غوښتل شوي اسناد په خپل ټاکلی وخت امریکن کونسلز ته واستوی (ولیږی). امریکن کونسلز د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون سره په پوره همکارۍ د ابتدایی مرحلی ازموینه د 180 غوره شاګردانو په انتخابولو پیلوی.



هغه کاندیدان چی وروسته د ارزیابي او نورو تعلیمی اسنادو ته په ګتلو سره انتخابیږي د موبایل او یا هم د بریښنالیک له لاری به د ازموینی ځای او وخت په هکله ورته خبر ورکړل شي. ازموینه به د امریکن کونسلزد کارکوونکو له خوا په لاندی ځایونو کی په ټاکلی وخت په لاره اچول کیږی.

په شمالی سیمو کی د بلخ ولایت
په (شرقی) ختیځو سیمو کی د ننګرهار ولایت
په غربی سیمو کی د هرات ولایت
به جنوبی سیمو کی د کندهار ولایت
او د مرکزی سیمو لپاره کابل او بامیان ولایتونه
د 75 غوره ښځینوو او نارینوو نوملړ به د ابتدایی مرحلی د ازموینی نومرو سره او د مصاحبی ورقي به د بورسیی د نورو قانونی مرحلو لپاره د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون ته د امریکن کونسلز لخوا ولیږل شی. د وروستیو پایلو کاندیدان به اخری مصاحبه د امریکا سفارت کی ولری او یا به هم د یاد شوی پوهنتون له خوا صورت ونیسی. په مجموع کی ۱۰ تنه یی ښځینه دغه بورسي لاسته راوړی.

https://auca.kg/en/afghanistan/

American University of Central Asia - AUCA - APPLICANTS FROM AFGHANISTAN American University of Central Asia is accepting applications for the Afghan Students Scholarship Program, funded by the U.S. Embassy in Kabul, and administered by American Councils for International Education: ACTR/ACCELS. The scholarship will cover roundtrip travel from home to host university onc...

Photos 15/04/2016

د پښتون وژنه
اې پښتنو وروڼو !
یو کافر خپل کافر ورور نه وژني
تاسو چې ځان ته مسلمانان وایئ
بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژنئ.?
#باچاخان
Anzorpanna.com

Photos 04/04/2016

د شهید مولوي حبیب الرحمن د عالي لیسې د زدکړالیانو د کانکور د ازموینې نتیجه
ټولو زدکړالیانو ته مبارکي وایو

Photos 31/03/2016
Photos 31/03/2016

د شهید حبیب الرحمن د لیسې یو تن زدکړیالی

Want your school to be the top-listed School/college in Quetta?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kakar Colony Quetta
Quetta
78300