Sadiq khan afghan

Sadiq khan afghan

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sadiq khan afghan, Personal coach, main double road, Quetta Cantonment.

18/03/2022

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟
د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:
-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم
د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.
-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.
#یادونه: د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو
: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ.

صدیق اللہ افغان دوعا کی می یاد ساتئ

17/03/2022

د خره کمال ....

وایي چي یوچا خر بازار ته دخرڅولو لپاره راوړی وو ..او نارې یې وهلې چي خر واخلئ خر یوازي په پنځه سوه روپیو.
ګوري چي دبازار څخه د باچا قافله تیریږي نو کله چي باچا سړي ته ور نږدې ســو نو سړي بیا چیغي کړې چۍ خر واخلئ خر! یواځي په پنځوس زره روپیو.
باچا چي کله دسړي ږغ واوریدو
نو قافلې ته یې د دریدلو حکم وکړو او دخره له څښتنه یې پوښتنه وکړه چي خر دي ولي دومره لوړ قیمت باندې خرڅوې.
دخره څښتن ورته وویل چي باچا صاحب که چیري ددې خره دکماله خبر سـې نو همداته یې په یولک اخلې ...
باچا په ډیره لیوالتیا پوښتنه وکړه چي خر دي څه کمال لري نو د خره څښتن ورته وویل چي تر ټولو لوی کمال یې دادی چي که د دې خره دپاسه کښینې نو مکه معظمه درته ښکاري.
دباچا وزیر دخره د څښتن دخبري
په اوریدو وخندل او وه یې ویل چي داسي خو نه سـي کیدای .
زه یې لومړی ګورم چي ایا ښکاري او که نه کله چي خره ته نژدې سـو نو دخره څښتن او ویل چي یوه خبره سـته ...
هغه دا چي غل او مفسد سړي ته ترې څه نه ښکاري وزیر په قهر او ویل چي زه خو غل او مفسد نه یم نو په خره سپور ســـــو...
داچي وزیر ته هیڅ هم ښکاره نه ســــوه نو دځانه سره یې او ویل که چیري او وایم چي څه راته نه ښکاري نو بیا خو به داټول خلګ وایي چي مفسد یم نو وزیر چیغي کړې چي
واه....څومره دکماله ډک خر آها ...
هغه ده مکه معظمه ...
څومره خلګ طواف کوي...
اوهو داده مدینه منوره هم ښکاري واه...
ددې خبرې په اوریدو باچا خوشحاله ســـو او وزیریې دخره څخه کښته کړ، او خپله په خره سپور سـو ....
خوپ
باچا ته هم څه ښکاره نه سـول
نو دځانه سره یی او ویل که چیري زه او وایم چي ماته څه نه ښکاري
نو خلګ او کابینه به مي فکر وکړي چي زه غل او مفسد یم نو پاچا هم چیغي کړې چي واه ...
ریښتیا هم دکماله ډک خر دی ...
واه وزیر بیا هم لږ غل دی یواځي مکه معظمه او مدینه منوره ورته معلومیدل ...
راسـه اوس وګوره ماته خو بیخي ترې جنت هم معلومیږي واه...
هاغه اوګوره شنه باغونه ...
دشرابو ویالې اوداسي نور.....دي
دیاچا دخبرو په اوریدو سره په بازار کي یوه هلهله ګډه ســـوه او هرچا رامنډي وهلې ...
چا دخره ویښتان دتبرک دخاطره اخیستل چا دتبرک لپاره خر لمس کوه اوچا او چا نورڅه...
زموږ حال هم دې ته ورته وګڼئ بس دنورو په خبرو پسي پرته له سوچ او فکره منډي وهو ...
خدای ج دي خپل رحم وکړي..

که مو ولوستله په کمنټ کی ولیکئ چې (ولوستله شوه)

د هر ډول معلوماتو لپاره مو تعقیب کړئ!

13/01/2022

نوم : صدیق اللہ افغان
تخلص: افغــــان👑
عمر : 23
مجرد يا شکر واده مي نہ دی کاڑی
وزن : 43
قوم : افغان .🇦🇫👊
وسيږم: پاکستان
دین : اسلام 🕋.
ژبه : پښتو
دخوښي ځای: افغانستان🦁🇦🇫
دخوښی رنګ تور
دخوښی سندرے.. جاويد امرخيل ـ مرطوزا جافرذاده ـ لطيف ننګرهاري ـ دانه مانه دچمن ده😉
مطالعه. لږ شوق یی لرم 🙈
اخلاق. 150 فیصده 😊
نشه : یو وخت چلم 😝 او سګريټ نه سکوم😉
درواغ : کله چي ده وام ((يعني دبيري ځايي وي)) 👥
رښتیا : 170😂%🧠

سندري : انګلش پشتو فارسي اردو هم کله نا کله😤

فلمونه : پول جنګی اودمینی دا ګوروم. 😒
مینه : خدای" ج " رسول " ص"
دمور ،پلار ،سره آوټولو
ریشتنی ملګرو سره 😷

نفرت : دبی وفاملګروڅخه 😒
لوبه : نوم : صدیق اللہ افغان
تخلص: افغــــان👑
عمر : 23
مجرد يا شکر واده مي نہ دی کاڑی
وزن : 68
قوم : افغان .🇦🇫👊
وسيږم: پاکستان
دین : اسلام 🕋.
ژبه : پښتو
دخوښي ځای: افغانستان🦁🇦🇫
دخوښی رنګ تور
دخوښی سندرے.. جاويد امرخيل ـ مرطوزا جافرذاده ـ لطيف ننګرهاري ـ دانه مانه دچمن ده😉
مطالعه. لږ شوق یی لرم 🙈
اخلاق. 150 فیصده 😊
نشه : یو وخت چلم 😝 او سګريټ نه سکوم😉
درواغ : کله چي ده وام ((يعني دبيري ځايي وي)) 👥
رښتیا : 170😂%🧠

سندري : انګلش پشتو فارسي اردو هم کله نا کله😤

فلمونه : پول جنګی اودمینی دا ګوروم. 😒
مینه : خدای" ج " رسول " ص"
دمور ،پلار ،سره آوټولو
ریشتنی ملګرو سره 😷

نفرت : دبی وفاملګروڅخه 😒
لوبه : سنوکر گیم😜😎
دخوشی کتاب. قران کریم
ملګری. وفادہ را
😊😏
دخوښې خوراک : غوشی او وریجي او بوتل مو تل😝

11/01/2022
08/12/2021

شیر کول لازمی دی لائک ہم واکی

06/12/2021

عبرات شیر کوال لازمی دی

01/12/2021

شیر کرے

29/11/2021

اگے شیر کرے سبسکرائب کرے

02/11/2021

لاِئیک اور پالو کرو

02/11/2021

اگے شیر کرے

Want your school to be the top-listed School/college in Quetta Cantonment?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Main Double Road
Quetta Cantonment
081