Pakhtunkhwa

Pakhtunkhwa

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pakhtunkhwa, Education Website, Peshawar City, Khyber.

11/07/2025
30/06/2025

د #مفکوره او لهٔ خوا د يو مياشتني پېل به د اوومې جولايۍ نه کېږي، خو مونږ پهٔ دوېمه جولايۍ ماسپښين د دوو نه تر څلورو بجو د "هنريزې اُورا" تابيا کړې. دا به Open House وي. تاسو به راشئ او و به ګورئ چې دا يوه مياشت مونږ د مورنيو ژبو، زدکړې، پوهې، رنګونو، هنرونو، کسبونو او ژوند د ښکلا څهٔ تابيا کړې ده!
هسې کهٔ څوک نومليکنه غواړي، رېښه ئې دا ده: https://forms.gle/pjgXCNp8uYXL57kF7

Step into a world of wonder at our !
Discover how we've brought to life a joyful month of mother tongues/ languages, learning, wisdom, colors, arts, crafts, rhythms, and boundless energy.
Come see how this unforgettable Summer experience is coming to life!

29/06/2025

د "دي آرډر آف پِن" او #مفکوره لهٔ خوا د اوړي چهټيانو کښې يو مياشتنے
وړومبۍ اوونۍ: ژبې او ليک
دوېمه اوونۍ: هنرونه کسبونه
درېمه اوونۍ: ښکلي هنرونه
څلورمه اوونۍ: رسنۍ او ټېکنالوجي

تاسو خپله نومليکنه پهٔ دې برېښنائي درک کولې شئ!
Registration Link: https://forms.gle/pjgXCNp8uYXL57kF7

10/03/2025

راروان وخت د چا دے؟ بابک صېب واورئ

02/04/2024

رنګين مزاجه سليم لېونے پاکستان ته څۀ وايي واورئ
سپين بېرغ دا غريب هم نۀ مني خو مجبور دے


18/02/2024

لس عادتونه مو پښتورګی له منځه وړي

زموږ په بدن کې پښتورګی له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي، دا پښتورګی دي چې زموږ د بدن وینه تصفیه کوي ، هرمون ، بولې (میتازې) تولیدوي ، زهري مواد له منځه وړي .... په کار ده چې دخپلو پښتورګو د ساتنې په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلو ، په کار ده چې د ځینو عادتونو څخه ځان وساتو تر څو پښتورګی مو روغ او با صلاحیته وي ، دا هم امکان لري چې زموږ د پښتورګو ځینې برخې له منځه ولاړې سي او یا یې دنده یو څه ټکنی سي او څو کاله وروسته پرې پوه سو ، که یو پښتورګی 20 ٪ وړتیا له لاسه ورکړي بیا هم کولای سي ،چې خپله دنده په پوره او سمه بڼه ترسره کړي .

ډاکتران د پښتورګو ناروغۍ ته د(غلۍ ناروغۍ ) نوم ورکوي

لاندې لس عادتونه مو پښورګی له منځه وړي:

۱- پوره اوبه نه څښل:
د پښتورګو مهمه دنده دوینې تصفیه ، له زهري موادو څخه دبدن ژغورل دی ، که چیرې د ورځې په اوږدو کې پوره اوبه ونه څښو ، ددې شونتیا سته ،چې زهري مواد په پښتورګو کې راټول او زموږ بدن له ستونزو سره مخ کړي .

۲- په خوړو کې د زیاتې مالګې کارول :
زموږ بدن مالګې ته اړتیا لري ،چې په ښه بڼه خپلې دندې ترسره کړي ، خو ځینې خلک په خوړو کې ډېره مالګه کاروي ،چې دفشار د لوړیدو لامل ګرځي او پر پښتورګو فشار ډیروي ، دتجربې له مخې دمالګې دغوره کارونې لپاره باید هر انسان دورځې له 5 ګرامو څخه ډېره مالګه ونه کاروي .

۳- دطبیعي کارونو ژر نه ترسره کول :
ډیر خلک ،چې کله تشناب / حمام ته اړتیا پیدا کړي سمدلاسه دا کار نه کوي دوی یا بوخت وي یا له عامه تشنابونو څخه ځان ساتي دا ډول یو عادت دمیتازو / بولو فشار ډیروي ،چې په پای کې پښتورګی اغیزمنوي ، د پښتورګو د تیږو او د میتازو د بهیدو لامل ګرځي ، که غواړئ ،چې سالم پښتورګی ولرئ باید داړتیا پرمهال سمدلاسه تشناب ولاړ سئ .

۴- د خوږو موادو زیاته کارونه :
علمي څیړنې په ګوته کوي کوم وګړي / کسان ،چې د ورځې دوه ځل یا ډېر خواږه مواد څښي د دوی په میتازو / بولو کې پروټین راڅرګندیږي او په میتازو کې دپروټین راڅرګندیدل دا مانا ورکوي ،چې ددی کس پښتورګی لکه څرنګه ،چی په کار ده هسې کار نه کوي .

۵- دویټامینو کمښت :
پاکه خواړه ، له سبزیو ، تازه میوو څخه جوړ خوړنیز پروګرام کولای سي ،چې د پښتورګو روغتیا تضمین کړي ، د ویټامین B6 کمښت ددی لامل ګرځي،چې په پښتورګو کې مو ډبری راپیدا او یا له کاره ولویږي .

۶- دحیواني پروټین ډېر کارول :
دپروټین ډېر کارول په ځانګړې توګه سره غوښه ، پر پښتورګو فشار راوړي ، دخوړو په پروګرام کې د ډېرې سرې غوښې کارول پښتورګې اړ باسي ،چې له اړتیا زیات کار وکړي ، خو دوخت په تیریدو یې په لوی لاس له منځه وړو .

۷- پوره خوب نه کول :
موږ ټولو دا خبره اوریدلې ده ،چې شپې له اړخه پوره او ښه خوب وکړو ، پرلپسې بې خوبي د پښتورګو دناروغۍ سربېره دنورو هغو لامل ګرځي ، دشپې له اړخه پښتورګی دهغو برخو د بیا رغونې عملیه پیلوي ،چې دورځې پرمهال زیانمنې شوې وي ، که غواړئ،چې پښتورګی مو دشپې له اړخه ځان راټول او بیرته منسجم کړي باید پوره او ښه خوب وکړئ . په دې برخه کې دهر لمانځه لپاره تازه اودس ، ژر ژر اوبه څښل او تشناب ته تګ ډیره ګټه لري .

۸- پر قهوه ځان روږدې کول :
دمالګې په څېر کوکاین هم دوینې فشار لوړوي او پر پښتورګو اضافه فشار راځي ، دوخت په تیریدو دقهوې زیات کاورل ددې لامل ګرځي ،چې پښتورګی ته زیان ورسوي .

۹- د درمل ناسم کارول :
یو شمېر وګړي / خلک د ډېر کوچني درد لپاره هم درمل کاروي ، که سړی یو څه هڅه وکړي کېدای شي د درد دمخنیوي لپاره له نورو طبیعي لارو چارو هم ګټه پورته کړي ، د درملو زیاته کارونه ددی لامل ګرځي ،چې پښتورګی او ځیکر له کاره وغورځوي .

۱۰ - دالکولو ډېره کارونه :
په رښتینې مانا الکول قانوني زهر دي ،چې پر پښتورګو او ځیکر مرګوني فشار پریباسي. د ښې روغتیا او د پښتورګو له ستونزو څخه دژغورنې په موخه باید تازه خواړه وخوړل شي ،

که تر خپل وسه هڅه وکړو او پورتني لس عادتونه له منځه یوسو او پښتورګی مو دپرلپسې فشار لاندې نه وي نو بدن مو کولای شي ،چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

18/02/2024

ځينې کافران د ځينې مسلمانانو نه ښۀ کارونه کوي
#

18/02/2024


15/02/2024

د باچا خان بابا لور مهرتاج بي بي واورئ

14/02/2024

مونږ به مړۀ کېږو مونږ ته اعتراض نشته
مونږ پکښې خپلو مرګونو ته تيار يوو
بشير بلور واورئ
د کردار د خلکو ګفتار واورئ

14/02/2024

پښتونخوا نه کۀ چا ترهه ګر ختم کړي نو هغه اے اېن پي ده او کۀ چا ورته رابللي دي نو هغه مذهبي جماعتونه او پي ټي آئي ليډر عمران خان دے چې حقاني مدرسې له يې وويشت کروړه روپۍ چنده ورکړې وه

14/02/2024

Want your school to be the top-listed School/college in Khyber?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Website

Address


Peshawar City
Khyber
25000